لیکنه: معروف فقیري
زه نه پوهیږم چې خپلې خبرې له کومه ځایه او څنګه پیل کړم؟ ځکه زه د هغه چا یادونه نه کوم چې یوازې پر ما یې حق دی. بلکې د یوه داسې انسان په هکله خبرې کوم چې ددې هیواد پر هر وګړي حق لري. خبره دا ده چې څوک څنګه قدرمند جوړیږي؟ او د کومو اصولو له مخې باید یو انسان قدرمند شي؟ ددې سوالونو جوابونه شاید په امریکا کې بیل وي په روس کې بیل وي خو په افغانستان کې بیل دي. زمونږ په پښتنه ټولنه کې په مروج ډول هغه څوک د د قدر وړ وي. چې عالم وي، تورزن وي، د کار سړی وي، د خپلې ټولنې په درد وخوړل شي. او ژوند د قام په خدمت کې تېر کړي. ښه! ددې اصولو له مخې د پښتون قام یو نومیالی او تورزن وزیر محمدګل خان مومند بابا دی . چې زه یې د نومیالیتوب لپاره د هغه، د هغو خدمتونو ثبوت وړاندې کوم. چې تاریخ لا په خپله غیږه کې کلک نیولي دي. او د پښتنو د نومیالیو په یادونه کې د ده نوم هم وپړقوي. خو یوه خبره چې د پښتنو په هکله ډېره مشهوره ده هغه دا چې… پښتانه په ژوندیو کې ښه نه لري او په مړو کې بد!
ستاسې دستور دی مړه پر اوږو وړﺉ
ژوندي مو نه کړل له خاورو پورته
استاد صدیق پسرلی
خو له بده مرغه د وزیر محمدګل خان مومند بابا په هکله پښتون قام دا خبره هم پر ځای کړې نه د ډیری پښتانه لیکوالان او فرهنګیان لا پر دې نه دي خبر چې بابا چیرته دفن دی؟ او قبر یې چیرته ده؟ د بابا په یاد غونډه د مسعود د غونډې په نیمه هم نه لمانځل کیږي. همدارنګه د دري ژبې د یو عیاش سندرمار احمد ظاهر مزار کابل میشتو لوی او وړو ته معلوم دی. خو با با!!!!!!!!! د اطلاعاتو او کلتور وزارت چې د پښتنو له علمي، توریالیو، او نومیالیو او ژبې سره د مور او د میرې سلوک کوي، که دا لړۍ روانه وي نو که ژوند باقي وو سل کاله وروسته پښتانه دې د تاریخ پاڼو ته لاړې توکي. تاسې ته معلومه ده چې د رباني په نوم پوهنتون د پوهنتون د محصلینو د ډیر کلک غبرګون سره سره د همده په نوم ونومول شو. د مارشل فهیم په نوم نظامي پوهنتون ونومول شو. په بلخ کي د افغان دښمنه اېرانیانو په نوم څلور لارې د عطامحمد له خوا نومول کیږي او هملته په بلخ کې د بابا په نوم مسجد د عطامحمد په هڅه ورانیږي. د سمنګانو په ولایت کي د پښتون قوم د وحشي قاتل احمد خان په نوم څلور لارې نومول کیږي خو هلته د وزیر صیب محمد ګل خان مومند بابا په نوم جامع جومات یې وران کړ. او داسې په لسهاوو ډیرې نورې بېلګې هم شته خو داطلاعاتو کلتور وزارت لا د با با د مزار ځای هم نه دی معلوم کړی. او نه یې د هغه د نوم د روښانه کولو هڅه کړې. زه ګیله کوم. خبره نه! زه چغه وهم. اواز نه . زه دردېدلې یم. وهل شوی نه. زه په اوس وخت کې د واک او د قلم په چوکۍ سپرو ټولو پښتنو ته نعرې وهم چې وخت به تاسو هم غلیبیلوي. سپک به توییږي او درانده به د غلبیل یعنی د وخت په غیږه کې پاتې کیږي. که تاسې با با وپالئ که نه! خو با با د وخت په غلیبیل کې دروند پاتې شوی دی. او دروند به وي .
بورا به خد ای په ګلو موړ کړی
باغوانه ستا نیمګړی نیت مې ژړوینه
د بابا روح دې ښاد وي. او د هغه په حق کې جفا کوونکي او د هغه د نوم ورکوونکي دي خفه، ذلیله او د وخت له غلبیله وه غورځووي
معروف فقیري