لیکنه: لیوال افغان
څوک چې وايي، زه د نورو غوندې فکر نه شم کولای او یا د نورو غوندې لیکنه نه شم کولای. زه وایم، چې خبره سمه کوي، خو لږه یې کږه هم کوي. دا سمه ده منم، چې موږ عینا په یوه موضوع باندې د نورو غوندې، چې له موږ پخوا تیر شوي، هغسې فکر نه شو کولای، خو خبره یې کږه (بې اساسه) هم ځکه بولم، چې فکرونه، وخت، اړتیاوې او زمانه فرق کوي، پخوانیو د هغې زمانې د اړتیاوو او ضرورتونو لپاره فکر کاوه موږ یې د ننيو اړتیاوو لپاره. که داسې نه وي، تاسې لږ فکر وکړئ، چې په نړۍ کې د چاو چا فکرونه يو ډول دي؟ دوی دا خبره د خپل جرات د نه لرلو له امله کوي. هر سړی د فکر کولو وس او استعداد لري، خو زړه یې نه لري. دا زړه نه کول، جرات نه لرل او پر ځان بې باوره کېدل یې دېته رسوي، چې ووايي: زه ولې د سقراط، اپلاتون او ارستو غوندې فکر نه شم کولای؟ سقراط ځکه لایق و، چې د یونان و او یونانیان ځکه په فلسفه، شعر، تاریخ، ادب او ټولنپوهنه کې پر مخ لاړل او فلسفي افکار پکې وغوړېدل، چې دوی هر څه پنځول، د خپل فکر تولید یې و، خو بیا که وروسته پام وکړو، تر سقراط وروسته د هغه شاګرد اپلاتون د فکر لاره وګورئ، په ډېرو برخو کې د خپل استاد د فکر لاروی نه و، ځکه که نوموړی د خپل استاد پر لاره سم روان وای، نو ولې به یې په ( جمهوریت) نومي کتاب کې موجود تنقاض را منځ ته کاوه، هو ښايي دغه لاسوهنه یې داسې وه، چې خپلې خبرې به یې د هغه( سقراط) له خولې کولې، هر څه چې و، خو د دواړو په فکري نهضت کې توپیر ارو مرو تر سترګو کیږي. له اپلاتون وروسته په یونان کې د هغه شاګرد ارستو را منځ ته کېږي، چې د هغه فکر هم له سقراط او هم له خپل استاد اپلاتون سره توپیر درلود. د دوی پر فکري مسیر یا توپیرونو باندې ځکه نه غږیږو، چې یو خو جلا موضوع جوړوي او بل اړخ یې دا چې ښايي په ډېرو برخو کې سره همغږي هم و اوسي او په ډېرو کې نه! لنډا دا چې سل په سلو کې یې فکرونه سره ورته نه وو.
ښه! که ټولو انسانانو یو ډول فکر کولای، نو نن به دا دنیا داسې نه وه، یا خو به وچه پر ځای ولاړه وه، هېڅ پرمختګونه به مو نه لیدل او یا به نړۍ د یوه کنګل شوي فکر په لاس داسې دنیا وه، چې په یوه فکر به جوړه وه، یو لوری به و، په ټولو برخو کې به نه وو رسیدلي، ځکه فکر به یو وو.
مثلا؛ ښه بېلګه همدا زما خبرې دي، ښايي ډېر یې رد کړي، ښايي ډېر یې ومني او یا ووایي چې دا ټکی دې سم کړی او دا بل بیا یو څه غلط دی، چې په دې سره به زه ددې لیکنې د لیکوال په توګه د هغوی له نيوکو او سمونه ګټه واخلم او دبیا ځل لپاره به فکر او غور پرې کوم.
که نن زموږ او ستاسې تر منځ دا د فکرونو او استعدادونو د بېلوالي پوله نه وای پرته، هیچا به زما د خبرو رد یا منل نه وای ويلي، ځکه زما په شمول به ټولو یو ډول فکر کولای او له دې سره به زما د خبرو په ښوالي یا بد والي کې هیڅ ډول تغیر نه راتلای، نو ښه دا ده، چې د خدای ومنو، ځکه دا پرېکړه خدای کړې، چې تر ټولو په هرڅه ښه پوهیږي!
د نوي لیکوال د فکر دا برخه خو هغه وه، چې دوی داسې انګیرل، چې ګني ولې موږ د پخوانیو غوندې فکر نه شو کولای، یا د پلاني لیکوال، شاعر او لیکونکي غوندې، په دې به اوس پوهیدلي یوو، چې فکر، استعداد، زمانه او د زمانې اړتیاوې تغیر کوي. نن ـ نن دی او سباـ سبا!
بله برخه د خپل فکر یانې نوي فکر کول دي. سيډني یو انګلیسي شاعر دی، ښايي له دې لاندې خبرو سره یې ډېر لوستونکي اشنا وي او هغه موږ د نوي فکر لپاره ډېر ښه چمتو کوي او ګټه یې هم را په ګوته کوي. دی وايي: « “ټول هغه بديعي صنعتونه چي ذوق خوښول ما مطالعه كړل، ديوه او بل كتابونه مي وپلټل چي ګوندي ښكلي كلمات او تعبيرات پكښي پيدا كړم. كلمات په ډېر زحمت پيدا كېدل او هره كلمه د ذوق، لطف او انتخاب ته اړه وه، بديعي صنعت چي د فطرت اولاد وْ، په مطالعه او دقت كي لاس ته رانه غى، د نورو بحرونه، اوزان او د موسيقۍ نوټونه راته پردي او نا آشنا ايسېدل، قلم مي په غاښ كړ او شونډي مي وچيچلې، په دې وخت كي ذوق چيغه وكړه چي : اې لېونيه ! د نورو پېروي پرېږده ! خپل زړه ته وګوره څه چي زړه درته وايي هغه وليكه ! نو اوس خو به حتما پوه شوي واست، چې څه وايي، زه هم وایم، هغه څه ولیکه، چې ستا وي او ته یې ویلای شې. زموږ نوی فکر هغه دی، چې له نني وخت او ضرورت سره نه شلیدونکي اړیکه لري. موږ هېڅ اړ نه یوو، چې د پخوانیو غوندې فکر وکړو، ځکه محتاج نه یوو، زمانه، وخت، غوښتنې او پرمختګونه بل ډول شوي دي، د وخت اړتیا اوسنۍ ده، پرونۍ نه ده. اما په ځینو برخو کې د ساري په توګه په علمي، فني او تاریخي مسایلو کې لیکوال دېته اړ کېږي، چې د هغو له قول څخه په ګټه اخیستنې سره د خپل فکر د رښتیاولي او دلیل په توګه کار واخلي، خو هغه هم ځینې لارې او اصول لري، چې یو لیکوال یې د بل لیکوال له کړي فکر او مطلب څخه څه ډول واخلي، مثلا؛ اقتباس دی، چې د امانت په ډول یو څوک د چا افکار را واخلي، کولای شو، په اشتهادي توګه د یو چا له اثر ګټه واخلو، لکه مخکې چې یادونه وشوه، د خپلو خبرو د اثبات په خاطر د فکر د قوي کولو لپاره د یو چا له فکره ګټه اخستل، خو که یو څوک غلا کوي، هغه خو نو وچ کلک سپین سترګی دی! غل دی سر پرې مه غوږوه!
ډېر نوي لیکوال په تېره بیا د ادبیاتو محصلین، چې سروکار یې له لیکنو سره دی، دوی چې کله یې استاد ترې په کومه برخه کې لیکنه وغواړي، نو استاد یا یې خپل بل کوم ملګري او ټولګیوال ته ځواب دا وي، چې زه له ځانه فکر نه شم کولای، نو مجبور یم، چې د بل له لیکنو او فکر ګټه واخلم، چې دا لویه تېروتنه ده، په حقیقت کې دېته ګټه نه وايي، بلکې لوی زیان دی، داسې زیان چې ازاد فکرونه بندیانوي. خپل ځان په پسټ (Paste) او کافي (Copy) معتادوي او په دې سره، نو خپل فکر په رښتیا له پښو غورځوي. کیدای شي، زموږ او ستاسې په منځ کې ډېر داسې ښه ښه استعدادونه وي، چې د ډېرو مغلقو او پيچلو مسایلو لپاره به پکې د حل لارې د لټولو وړتیاوې وي، خو که د نورو د فکر د محصول لمن ونیسي، ښايي همدا خپل استعداد هم له کمر ځوړند، کوږ ووږ، ړوند، ګوډ، شل او له منځه یوسي. ستاسې په اړه قضاوت، ستاسې مسولیت او کار نه دی، په خپله د لیکوال کار نه دی، بلکې پر ښه او بد غږېدل د لوستونکي کار او دنده، چې د یوې ښې او بېکاره لیکنې سم او ناسم سره بېل کړي.
د نوي لیکوال د فکر د روزلو لپاره په هر زمانه کې همداسې اندېښنې موجودې وې، لکه نن یې چې نوي او ځوان د ادبیاتو په پوله روان لیکوال د خپل ځان په اړه لري. هره زمانه همداسې وه، ښايي همداسې وګړو به هلته هم ژوند کړی وي، چې له ویرې به یې فکر نه شو کولای، پر ځان به هوسا نه وو او یا به یې ویل چې که ووایم، څوک به راته شور وکړي. نه! شور د زده کړې په مانا هم کیدای شي، ممکن د اصلاح سبب مو شي.
موږ د خپل فکر د روزلو لپاره ګڼې لارې چارې لرو. که وغواړو، چې د خپل فکر او په همدې ډول د خپل استعداد مخې د خلاصولو جوګه شو، خپل ځان او خپل فکر ته خدمت وکړئ، نو د ژوند په ټولو چارو کې له دقت او ځیرتیا څخه ګټه مهم دي. د فکر د روزلو او خدمت په لاره کې یو بل اړین شی محسوسات، مطالعه، هره ورځ مشق او تمرین او همدارنګه د بل په فکرـ فکر کول او پر هغو باندې قضاوت کول هغه څه دي، چې د یوه نوي لیکوال د فکر په ازادولو، روزلو او سمبالولو کې د ښې پایلې د ورکولو سبب کېږي.
درنښت