• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

نوي مفکورې له کومه کړو؟

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهنوي مفکورې له کومه کړو؟

نوي مفکورې له کومه کړو؟

لیکنه: آغاملوک سهار

په دي وروستیو کې په پنځه سوه(۵۰۰) بډایه کارآفرینانو څیړنه سوي، چې تاسو لمړنۍ ايډیا څنګه پیدا کړه؟

۷۱٪  کارآفرینانو یې ويلي چې په یو ځای کي له  کار کولو یا د نورو له کارونو په الهام مو مفکوره ذهن ته راغله.  ۲۰٪ بیا ویلي چې په تصادفي ډول مفکوره ذهن ته راغله.   ۳٪ بیا ویلي چې له سیسټماټیکو څیړنو وروسته مو مفکوره پیداکړه.  ۴٪ خپله مفکوره د کورنۍ د غړو او ملګرو په مفکورو او کار له بحث نه وروسته مفکوره ذهن ته راغله.  ۲٪ بیا ویلي چې د لمړنۍ مفکوره د سفر یا له چا سره د عاشقي په وخت کې ذهن ته راغله.

دا څیړنه موږ سره مرسته کوي چې څنګه کاري مفکورې رامنځته کړو.

اوس مهال په افغانستان کې شپږ میلیونه خلګ بې کار دي، او هر کال څلور لکه نوي کسان د کار مارکیټ ته راځي.  په عین حال کې اوس دولت ټولټال ایله اووه لکه کسانو ته دندې پیدا کړي، چې دا به ډیره ستونزمنه وي، چې دولت دي په سوله کې هم ۶ میلیونو کسانو ته دندې پیداکړي.

افغانستان کې تر ټولو لویه ستونزه داده چې ټول کسان چې پوهنتون او نورې زده کړي کوي، د دندي موندلو په موخه یې کوي، د کوتو په شمار کسان به خپلي زده کړي ددي لپاره کوي چې په راتلوونکي کې کارآفرینې وکړي.

د دندي له نورو ستونزو سره سره لویه ستونزه داده چې ايډیال ژوند نه ورباندې جوړیږي، او خپل استعداد نه پوره ګټه نه اخیستل کیږي.

دا چې په ۲۰۵۰ کال کې د نړۍ نفوس تر لس میلیارده اوړي، نو د اقلیم له تودیدو او نورو ستونزو سره سره به بې کاريی هم لویه ستونزه سي، نو ښه داده سر له نن په دي اړه کار وکړو.

افغانستان د صنعت د هرې برخې په لمړنی پړاو کې دی، او دا تر ټولو ښه وخت دي چې موږ د نورو له تجربو او سهولتونو په ګټه اخیستنه نوي کار به کم ریسک پیل کړو.

مطالعه دا په ډاګه کوي چې په نړۍ کې ټول لوي بدلونونه هغه که  په هره برخه کې دي، د هغه کسانو په وسیله رامنځته سوي چې لوړې زده کړي یې نه درلودي، یایې پوهنتون سم ندي لوستي یا له سره به تعلیمي او تحصلی سیسټم سره جوړ نه وو، لکه انشتاین، نیوټن،سټیو جابز، بیل ګیټس، مارک زوکربرګ، ریچرډ برانسون،….

خو ددي ټولو بریالي کسانو د بریالیتوب راز یو دي، هغه دا چې دوي د هغه څه لپاره چې غوښتل یې، په ټوله مانا یې ځان ورته ځانګړې کړي وو، لکه د بخار ماشین د حرکت لپاره سل سلنه د اوبو تودیدو ته اړتیا ده،چې په غاز بدلې شي او حرکت وکړي، که ۹۹٪ سلنه تودې هم وي، حرکت نه کوي، نو په انساني ژوند او کار کې هم هله پرمختک ممکن سې، چې انسان سل سلنه هم فزیکي، هم منطقي ځان یو کار ته ځانکړي کړي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

آغاملوک سهار

آغاملوک سهار

Apr 26, 2016

زه آغاملوک سهار د حاجي محمدغني زوی د غزني ولايت[...]

څنګه له ټرافیکي پیښو او د موټرو له غلا کیدو څخه مخنیوي او پلټنه وکړو؟

Jan 23, 2018

لیکنه: آغاملوک سهار په افغانستان کې له جنګ نه وروسته ډیره[...]

پرمختګ څنګه پیل کړو؟

Nov 15, 2017

لیکنه: آغاملوک سهار لمړی باید دا معلوم شی چې زه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022