ژباړه: سیف خوستی
پلار کیدل یو ستر مسولیت دی. تر دې مخکي یواځي د ښځې او کورنۍ مسولیت وي خو کله چې یو څوک پلار کیږي، ورسره یې مسولیتونه سل چنده کیږي.
هغه څوک چې د لومړني ځل لپاره د پلار کیدلو خوند څکي، خامخا ورته خپل ماشومتوب، میندې او پلرونه وریادیږي چې څنګه یې رالوي کړيدي. دنوي مسولیت منل نه یواځې بد ندي بلکه دا د بیداری یو زنګ دی چې پلار لا متوجه کوي او ورسره فکر پیدا کوي چې تر دې وروسته یواځې زه نه یم.
تر واده کولو وروسته يې(مونږ) ته لا ډیر پام کیږي او دا اړیکه لا ټینګیږي. ددې نوي مسولیت په منلو کې افراط، نوي پلرونه کولای شي له خپلو هدفونو نه لیري کړي. ځکه خو نو دپلار کیدلو مسولیت یو ستر مسولیت دی چې اخلاق او قربانې غواړي.
د اولادونو په پالنه کې د پلرونو رول اغیزمن دی. د ارواپوهانو له انده، دپلرونو رول د ماشومانو په روزنه او په ځانګړي توګه دنارینه اولاد په روزلو کې زخت ډیر مهم دی. هلکان له پلرونو نه سړیتوب، میړه کیدل، او پلار کیدل زده کوي او نجونې له پلرونو نه ګډ ژوند کول زده کوي. هر ډول تنبلې او نه پام ددې سبب کیږي چې اولادونه مو، په ځانګړې توګه نارینه اولادونو مو له ستونزو سره مخامخ شي.
له بلې خوا ماشومان له خپلو پلرونو نه تمه کوي چې زړور وي. دا کار تر دې حده مهم دی چې ماشوم دپلار له شخصیت، ټولنیزچال چلند او اړیکو، زده کړو، دندې، اقتصادي حالت، او فکر سره مینه کوي او د هغه پر راتلونکې اغیزه کوي.
دبیلګې په توګه: که پلار يې په اخلاقي لحاظ کمزوری وي پر ماشوم اغیزه کوي او هماغسي کړنو ته دوام ورکوي. دا اغیزه په نوې ځوانۍ کې لا ډیره څرګندیږي.
همدارنګه اولادونه، پلار د کورنۍ تکیه بولي. پلرونه کولای شي بې له ځان غوښتنې له خپل واک او رهبری څخه، دکورنۍ په مدیریت او دماشومانو په روزنه او پالنه کې ونډه واخلي، او د هغوي راتلونکی ښه کړي.
دا خبره باید هیره نکړو چې، پلرونه د خپلو اولادونو د روزلو لپاره په بیلابیلو وختونو کې د هغوي له کړو وړو څخه خبر وي او له همغه وخت سره سم یې اړتیاوي پوره کړي.
[review]