• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

نوی حکومت د پناه غوښتنې او کډوالۍ په اړه سخت دریځ خپلوي

Home اروپانوی حکومت د پناه غوښتنې او کډوالۍ په اړه سخت دریځ خپلوي
standing family near fireplace
Photo by Vika Glitter on Pexels.com

نوی حکومت د پناه غوښتنې او کډوالۍ په اړه سخت دریځ خپلوي

د نوي حکومت ژمنه کړې چې د کډوالۍ پالیسې به لا سختې کړي، ترڅو د پناه غوښتونکو شمېر راکم شي او د بیرته ستنیدو کچه لوړه شي. د دې پالیسۍ له مخې، نوي کډوالین به یوازې د پنځو کلونو وروسته د ټولنیزې مرستې حق ترلاسه کړي.

د پناه غوښتنې سیسټم کې بدلونونه

د حکومت موخه دا ده چې د پناه غوښتونکو جریان کم کړي او د پناه غوښتنې مرکزونه ورو ورو محدود کړي. راتلونکی پلان دا دی چې یوازې په لویو کمپونو کې پناه غوښتونکو ته ځای ورکړل شي، کوچني، انفرادي استوګنځایونه به لغوه شي. همداراز، حکومت ټینګار کوي چې پناه غوښتونکي باید هیڅکله مالي مرستې ترلاسه نه کړي.

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ تړون ملاتړ

نوې حکومت د اروپايي ټولنې د کډوالۍ تړون بشپړ ملاتړ کوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې به نافذ شي. دا تړون د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو ترمنځ د پناه غوښتونکو ویش ښه تنظیموي. که چیرې د بلجيم لپاره د پناه غوښتونکو منل ډیر بار رامنځته کړي، نو حکومت کولی شي د هر کډوال لپاره ۲۰،۰۰۰ یورو وکړي ترڅو د دې مسوولیت څخه خلاص شي.

د کډوالۍ د مخنیوي تدابیر

د کډوالۍ د مخنیوي لپاره به د عامه پوهاوي کمپاینونه زیات شي، او دا کمپاینونه به تر ډېره آنلاین ترسره شي.

د درغلیو پر ضد مبارزه به نوره هم پیاوړې شي، او د دې لپاره به اضافي تفتیش کوونکي یا څارونکي وګمارل شي.

د پناه غوښتونکو موبایلونه او ټابلیټونه به وکتل شي، او هر ډول درغلي به د پناه غوښتنې د ردیدو لامل شي.

د کورنۍ د یو ځای کیدو شرایط به سخت شي.

د هغو کسانو لپاره چې غواړي خپل کورنۍ بلجیم ته راولي، د عاید حد به لوړ شي.

همداراز، هم غوښتونکی او هم نوی راتلونکی کس باید د ادغام سند (inburgeringsattest) ولري.

د ګاونډیو هیوادونو سره همغږي

د دې لپاره چې بلجیم د نورو هیوادونو په پرتله د کډوالۍ نرم سیاست ونلري، حکومت به له جرمني، فرانسې، هالند، او لوګزامبورګ سره مشورې وکړي. په ځانګړو حالاتو کې، ممکن د پولو کنټرول په موقتي ډول رامنځته شي.

د غیرقانوني کډوالینو لپاره زندانونه

حکومت به هڅه وکړي چې د غیرقانوني کډوالینو لپاره په بل هیواد کې زندانونه په کرایه ونيسي. البته دا یوه طرحه ده او قانوني مدارکو لپاره یې پلټنه کوي چې ایا دا ممکنه ده؟

پخوانی وړاندیز دا و چې دا زندانونه دې په کوسوو کې جوړ شي، خو اوس دا امکان نورو اروپایي هیوادونو ته غځیدلی دی.

د کډوالینو د بیرته ستنولو هڅې

حکومت غواړي چې د غیرقانوني کډوالینو د بیرته ستنولو کچه د پام وړ لوړه کړي.

د رد شویو پناه غوښتونکو لپاره به یو “جبري د بیرته ستنیدو تړون” (bindend terugkeercontract) معرفي کړي.

کډوال به د خپل وتلو وړاندې “تر ټولو لنډ ممکنه” موده بندي شي، خو دا موده د استثنایی قضیو لپاره تر ۱۸ میاشتو پورې اوږدیږي.

د ناقانونه کډوالو لپاره د پولیسو چاپه

پولیسو ته به اجازه ورکړل شي چې د هغو کورونو تلاشي واخلي چې احتمال لري غیرقانوني کډوالین پکې پټ وي. خو دا کار به د محکمې د اجازې، او مشخصو شرایطو لاندې ترسره کیږي.

د ټولنیزو مرستو لپاره نوي شرایط

نوي کډوال به یوازې د پنځو کلونو وروسته د ټولنیزو مرستو مستحق شي، ترڅو هغوی لومړی ادغام ومومي او کار پیدا کړي.

د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو کار غوښتونکو ته به هم دا مقررات تطبیق شي.

د منل شوو پناه غوښتونکو لپاره به استثنا وي، خو هغوی باید د قوي ادغام پروګرامونه تعقیب کړي.

دایمي استوګنې او تابعیت شرایط سختیږي

دایمي استوګنه به یوازې هغو غیر اروپایي اتباعو ته ورکول کیږي چې د ژبې او ادغام ازموینه (inburgeringstest) بریالي کړي او خپله مالي تمویل وکړای شي.

که چیرې یو کډوال د عامه نظم یا ادغام معیارونه رعایت نکړي، د هغوی اجازه به لغوه کیدای شي.

د بلجیم تابعیت لپاره، داوطلبان باید د تابعیت ازموینه (nationaliteitsexamen) ورکړي، چې پکې د مدني ارزښتونو او ژبې امتحان شامل وي.

د تابعیت د غوښتنې فیس به ۱،۰۰۰ یورو ته لوړ شي.

د کډوالو د اداري فیسونو لوړیدل

د کډوالو لپاره اداري فیسونه به زیات شي، چې له ۱۰۰ یورو څخه ۴۰۰ یورو پورې دي. دا فیسونه د موسمي کار یا د کورنۍ د یو ځای کیدو د غوښتنې پر مهال اخیستل کیږي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

هالنډي ژبه

په اروپا کې د ژبې لېول یا پوړونه

Jan 7, 2022

اروپایي چوکاټ په ټوله اروپا کې د ژبې د زده[...]

د سږ کال په لومړیو دوه مياشتو کې څه باندې 8000 کسانو ته د بلجیم نشنليټي ورکول شوې

د سږ کال په لومړیو دوه مياشتو کې څه باندې 8000 کسانو ته د بلجیم نشنليټي ورکول شوې

Jun 1, 2022

د سږ کال په لومړیو دوه مياشتو کې څه باندې 8000 کسانو ته د بلجیم نشنليټي ورکول شوې

دغه قوانين د نوې مياشتې له پیل سره عملي کېږي (سپټمبر)

دغه قوانين د نوې مياشتې له پیل سره عملي کېږي (سپټمبر)

Aug 30, 2024

د ښوونځیو په ځينو ټولګیو کې د تلیفون په کارولو[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d