سرچینه(SUCCESS) مجله
لومړۍ برخه
داسې څه شته څو ډاډه شئ چې دا به ستاسې تر ټولو ښه کال وي؟ د داسې څه په اړه مو فکر کړی چې ستاسې نوی کال له تېرو کلونو سره بېل کړي یا لږ تر لږ مثبت بدلون ولري؟ داسې موخې شته چې تېر کال درنه پاتې وي، خو غواړئ چې په نوي کال کې هغه تر لاسه کړئ؟ د دې لپاره چې د ناهيلیو او ناکامیو له دایرو را ووزئ د کوم څه په اړه مو فکر کړئ دی؟ ستاسې په نظر له شته ستونزو په نوي کال کې څنګه راوتلی شو؟
په دې اړه مو د ځينو پوهانو او لیکوالانو نظرونو او خبرې را اخیستې دي. موخه مو همدا ده څو تاسې ته په نوي یا راتلونکي کال کې د بریا او خوشاله ژوند څو لنډې لارې چارې در وښيو. ګورئ یوه څه ته مو پام وي په دې نړۍ کې که هر څه کوو او هرې خوا ته لاس اچوو خو موخه مو یوازې دا وي چې ښه ژوند وکړو، له خوښیو او بریاوو ډک ژوند وکړو نو دا چې موخه مو ښه ژوند دی ښه ده چې د ښه ژوند د جوړولو لپاره هرې خبرې ته غوږ کېږدو هره هغه خبره چې کولی شي زموږ ژوند ته مثبت بدلون مهمه وګڼو او عمل پرې وکړو. نو چې کله زموږ موخه د ښه ژوند تېرول دي یا د ښه ژوند جوړول دي نو راځئ چې پيل یې کړو. که په تېر کال کې بریالي نه وی، له ژونده خوشاله نه وئ، هیلې مو نه دي پوره شوې نو راځئ همدا یې وخت دی.
په ټولیزه توګه موږ ۳۰ ګټورې خبرې د نوي کال د نوي پيل لپاره تاسې ت راټولې کړې دي.
1- تاسې همدا اوس قلم را واخلئ او د وري (حمل) میاشتې لپاره خپل پلانونه جوړ کړئ. زه یې درته وایم چې څه وکړئ آسانه خبره ده. تاسې ۳۰ ورځې په مخ کې لرئ، خو ګورئ کمې نه دي په ۳۰ ورځو کې تاسې ډېر بدلیدلی شئ، شرط یې دا دی چې په هر څه عمل وکړئ. راځئ درته ووایم چې څه وکړئ. لوستونکیه لټي به نه کوې. دومره سخت کار نه دی، تر هر څه د مخه ته یوې کتابچې او قلم ته اړتیا لرې، دا را واخله او لاندې خبرې نوټ کړه.
– هر سهار ۳۰ دقیقې سپورت، دا خو بایدوکړې آسانه کار دی.
– یوازې او یوازې مثبتو موزیکونو او سندرو ته به غوږ نیسې. که دا کار د سپورت پر وخت وکړې ښه به وي.
– تلویزیون ډېر مه ګوره، ورځپاڼه ډېره مه وایه وخت یې کم کړه.
– تر ډېره ترکاري خوره.
– لږ تر لږه له لسو کسانو سره په ورځ کې سلام کلام کوه، کوښښ وکړه یو پکې نوی کس وي. د میاشتې تر آخره به تا ۳۰ نوي ملګري پیدا کړي وي او نږدې د ۲۷۰ تنو تېرو ملګرو زړونه به دې ساتلي وي.
– د خوب لپاره ۷ یا ۸ ساعته وخت پيدا کړه، ضرور دی.
– د خپلو موخو په اړه فکر او خیال کول مه هېروه.
– ۲۰ دقيقې یوګا وکړه ( زده کړه یې دومره ګرانه نه ده.)
– هر سهار که وکولی شې د یوه کتاب لوستلو ته لږ تر لږه نیم ساعت وخت ورکړه.
– د راتلونکې ورځې لپاره پلانونه جوړ کړه.
– د خپلو هيلو لومړیتوبونو ته پام وکړئ، مهمې موخې په سر کې راولئ.
– خپلو بچیانو او مېرمنې ته په ورځ کې هرو مرو یو یا دوه ځله زنګ ووهئ.
– هره ورځ د ۵ او ۱۰ لېترو تر منځ اوبه وڅښئ.
– د خپلې خوښې یوه سي ډي پیدا کړئ، چې په هغه کې د روان پر وړتیاوو او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوې وي کله چې له کوره تر کار ځایه ځی هغه واورئ.
– مخکې له دې چې کار ځای پرېږدئ خپل کارونه و ارزوئ.
– خپلې تجربې او فکر په همدې یوه میاشت کې ښکلي او خوشاله ژوند لپاره په کار واچوئ.
– یوه میاشت وروسته خپل اوسنی حالت له یوې میاشتې مخکې حالت سره پرتله کړئ. دا په ګوته کړئ چې څه سم دي او څه باید بدل کړئ.
2- پخپل ژوند کې تر ټولو مهمو دریو کسانو ته یو یو لیک ولېږئ دوی ته دا ښکاره کړئ چې څومره درته مهم دي.
3- د یوې وړې سوداګرئ لپاره یو پلان جوړ کړئ. که تاسې د سوداګرئ او راکړې ورکړې مفکوره لرئ نو په تمه مه پاتې کېږئ همدا اوس پیل وکړئ، که پیل نه کوئ هم نو د داسې کارونو تیاري ونیسئ چې تاسې مو دغې هيلې ته رسولی شي. خپله مفکوره ولیکئ، او هغه تللې لارې تعقیب کړئ. که د خپلې مفکورې د عملي کولو لارې نه وي درته معلومې نو ښه ده چې په اړه یې کتابونه ولولئ یا په انټرنټ کې ځينې مقالې وپلټئ.
4- د (۱۰۱) موخو یو لېست مو جوړ کړئ.
5- یوه ژمنه وکړئ چې خپل اندام به سم ساتئ. د غړو د ښکلا په یوه سپورتځای کې نوملیکنه وکړئ دا چې پورته مو د نیم ساعت سپورت خبره وکړه ښه به وي چې د غړو په ښکلا یې ولګوئ، دا برخه ډېرې ګټه لرې یوه ګټه یې دا ته چې پر نفس ستاسې باور لوړوي په دې توګه به پر ځان ویسا وئ. که غواړئ چې دا کار امتحان کړئ په حمل کې د غړو ښکلا پيل کړې او په ثور کې خپل حرکات او کړه وړه و ارزوئ وګورئ چې څومره بدل شوي یاست. دا اړینه نه ده چې هر مرو دې د غړو د ښکلا سپورت وکړئ، کېدای شي ځينې نور سپورتونه هم ستاسې غړو ته ښکلا وبښي له هر یوه سره چې ځان راحت درته ښکاري هغه پیل کړئ. (ډېبورا هیسز) د بریا د مجلې اډېټر.
6- یو افتخاري کار ځان ته و مومئ په اونۍ که یو ځل یې وکړئ هم ښه دی یوازې د ثواب لپاره.
7- د خپلې شتمنۍ لپاره هڅې وکړئ، پیسې او شتمني هغه څه دي چې ټول اړتیا ورته لرئ. همدا اوس پیل وکړئ که له پوهنتونه فارغ یی او کار لرئ د راتلونکو لپاره پیسې و سپموئ کېدای شي یو بانکي حساب پرانېزئ. خپل راتلونکی مالي ژوند تظمین کړئ. (برنډ)
8- د سوداګرۍ په اړه ځینې نور کارونه هم شته دي. تاسې باید د مشتریانو د زړه ساتلو لپاره هڅه وکړئ، د هغوی په هیلو او غوښتنو ځان پوه کړئ.
9- د مشتریانو احساساتو مو احساس کړئ. کوښښ وکړئ هغوی پو پېژنئ کوښښ وکړئ په دې پوه شئ چې په سیمه کې څه ډول مشتریان لرئ.
10- په سوداګرۍ کې ځينې اصول هم شته دي چې کېدای شي هغه وکاروئ یا یې زده کړئ. کوښښ وکړئ په دې برخه کې مو زدکړو ته وده ورکړئ. له مشتریانو سره خبرې وکړئ، یوه انیستیتوت ولاړ شئ. له هغو کسانو سره اړیکې وساتئ چې مطالعه لري یا په دې برخه کې تجربه لري.
11- خپلې ځينې موخې په یو څه کې پخپل غږ ثبت کړئ هغه کله کله اورئ. د ژوند په اړه خپل فکرونه او خیالونه په دې غږیزه آله کې ثبت کړئ، دا به تاسې په هر ځل اورېدلو قوي کړئ. د ثبت تر څنګ کولی شئ هغه ولیکئ.
12- د دې لپاره چې د خپلو ځينو مهمو ملګرو کلیزه هېره نه کړئ هغه په داسې یو څه کې ولیکئ چې در په یاد شي.
13- خپلې کورنۍ ته یو مهال ویش جوړ کړئ. له خپلو اولادونو سره د لوبو او تفریح لپاره یو مهال ویش جوړ کړئ کله کله له دوی سره بهر وزئ او کوښښ وکړئ له دوی سره له ژوند کولو خوند واخلئ. (ډېويډ لي)
14- د نورو د نظرونو درناوی وکړئ، خو د ټولو نظرونو ته په ژوند کې ځای مه ورکوئ تاسې باید د ځان لپاره یو تعریف ولرئ او د هغه پر بنسټ خپل ژوند جوړ کړئ. یوازې ښه نظرونه اورئ بس. بېز کاس بي وايي ((زه د بریا کلۍ نه پېژنم، خو پوهېږم چې د ماتې کلۍ په هڅه نه کولو کې ده.)) تاسې هم باید د ژوند لپاره هڅه وکړئ د بریا لپاره هڅه وکړئ.(جینا موري).
15- د ځينو مسایلو په اړه بد نظر مه ورکوئ یا بدې خبرې مه پسې کوئ. کله کله داسې شي چې یو څه زموږ د توقع او هیلې پر خلاف وي نو دا موږ ته نه ښايي چې په هغه پورې بدې او منفي خبرې وتړو یا دا هم نه شو ویلی چې دا کار ښه دی که بد. ښه به وي چې یوازې د خپل ژوند د بریا لپاره هڅې وکړو او که په څه کې مو ماتې وخوړه دا موږ ته نه ښايي چې په هغه پسې خبرې وکړو. کېدای شي په هغه کې داسې څه وي چې موږ به نه و پرې خبر ښايي وروسته به پښېمانه شو.
You also might be interested in
ژباړن: حسیب الرحمن نورمل په ژوند کې پردې پوه شوم[...]
ژباړن: حمیدالله حميدي کلونه مو کار کړی او اوس هغه[...]
ژباړه: شفیق امیرزی/ کېدای شي په هغه لارو چارو چې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی