لیکنه: محب الرحمن کاموي
پوره کال که د انسان له ژوند سره پرتله کړو، پسر لی پکې د ځوانۍ حیثیت لري. په ځوانۍ کې که څه هم د عقل پخته والی او تجربې زیاتوالی نه وي، ولې انسان د هر ډول مینې، ښکلا، سوچه والي، رنګینیو، توان، زغم، حوصلې، همت، فعالیت، مرستې، هیلو او ارمانونو ټولګه وي چې د ځوانۍ د لفظ په سمه توګه استازیتوب کولای شي. په همدې ډول پسرلی هم د کال هغه ښکلی پیل وي چې طبیعت پکې د تېر کال ټولې بدرنګۍ، کاستي، مړژوانديتوبونه، بې حالي، خفګانونه، بې رنګۍ، پیکه والی او تریخوالی له لاسه ورکوي او د ښکلا، رنګینیو او تازګیو شین څادر په اغوستلو یو ځل بیا د نوي ژوند هیلې ژوندۍ کوي.
پسرلي ته عربي ژبه کې ربیع وایي. په قرآن کې ربیع په ښکاره ټکو کې ندی بیان شوی، ولې داسې آیتونه شته چې د زمکې د مړژواندې کېدو او بیا ژوندی کېدو خبره په ښه توګه څیړي او له دې کیفیتونو څخه د ژمي او پسرلي استنباط په ښه توګه کېدلی شي.
“فَانظُرْ إِلَیَّ ءَاثَـَرِ رَحْمَتِ اللَّهِ کَیْفَ یُحْیِ الاْ رْضَ بَعْدَ مَوْتِهَآ إِنَّ ذَ َلِکَ لَمُحْیِ الْمَوْتَیَ وَ هُوَ عَلَیَ کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ؛
ژباړه : پس د خداې د رحمت اغېزو ته پام وکړئ چې څرنګه زمکه له مړینې وروسته بیا ژوندی کوي .په حقیقت کې هماغه دی چې په پرېکنده د مړیو ژوندی کونکی دی او هغه (الله ) دې چې په هر څیز قادر دې.،،
پسرلی چې د موسمونو شاهزاده بلل کیږي، پخپله نوم یې څومره زړه راښکونکی او زړه وړونکی دی. د پسرلي په راتګ سره ونې او بوټي زیړ او خیرن لباسونه له ځانه لرې کوي او پر ځای یې تازه او شنې بخملي جامې په تن کوي، له بڼونو تللي بوراګان یو ځل بیا د ګلونو طوافونه پیلوي، بلبل د ګل د دیدن لپاره د بڼونو او باغچو لاره نیسي او د ګل په ستاینه کې له خپلې زرینې حنجرې د طبیعت ښکلې او جادوګرې غزلې وايي، هر لور ته د ګلانو خوشبويی فضاء معطره کړې وي، د سهار د نسیم په څېر مستې هواګانې دونو څانګې او پاڼې په ډېر خمار او مستۍ سره ښکته پورته کوي، د پسرلني بارانونو او پرخې څاڅکو ټول بڼونه د ناوې په څېر ښکلي کړي وي او د ونو پر پاڼو د مرغلرو په څېر ښکاریږي، د سیندونو غاړې یوځل بیا د مستو او تازه څپو د کوربتوب امتیاز ترلاسه کوي، د غرونو لمنې،ځنګلونه، میرې، د سیندونو غاړې، لارې، کوڅې، ګودرونه، څړځایونه او په لنډه توګه هر څه د طبیعت د ښکلا ننداره وړاندې کوي.
پسرلی نه یوازې سترګې او زړونه خوشالوي بلکې روح ته هم سکون، آرامي، تازه ګي او اطمینان بخښي. له کتابونو انسان دومره زده کړه نشي کولای، څومره چې طبیعت ور زده کوي. سربېره پردې د پسرلي ښکلاګانې انسان ته اخلاقي ښکلاوې، رښتینوالی، صبر، تحمل او له لوېدو وروسته د بېرته پورته کېدو چل ورښايي.
دا ټول د هاغه انځورګر او ښکلا خوښونکي ذات کمالونه دي چې د مخلوقاتو د تاج (انسان) د هوساینې، ډاډمنتیا، خوشالۍ او قناعت لپاره یې ترسره کړي دي. نو لازمه ده چې په کمالې عاجزۍ، خاکسارۍ او سرټيټۍ یې شکر پرځای کړو او په دربار کې یې د مننې سر ښکته کړو.
د پسرلي د هواګانو منځمهال والی مونږ ته د تعادل او میانه روۍ درس راکوي او د تعادل په سیوري کې ژوند ښکلی کېږي. پسرلۍ مونږ ته د خدای رحمت او مینه یادوي. د خدای د رحمت او محبت دروازې تل د انسانانو پر مخ خلاصې وي، که څه هم انسان خدای او د هغه د قدرت نښې له یاده وباسي، ولې هغه لوی ذات کله هم خپل بنده ګان له یاده نه وباسي. د طبیعت هر پېښه او هره نښه د بیدارۍ، ویښتابه، نويوالي او بدلون درس راښايي.
د رسول الله ص حدیث دی: «هغه څوک چې د نړۍ په بدلون سره په یو حال کې وي او له بل حاله خبر ونه مومي، د ډېرو غافله بنده ګانو له ډلې دی».
افغانان یو سوچه مسلمان، آزاد، خپلواک او سرشاره ملت دی او هیڅکله به نوی کال د جمشېدي، بودايي او یا زردشتي تقدس، سپېڅلتیا، احترام او عقیدتمندۍ په نظر ونه لمانځي، بلکې د هېواد او هېوادوالو ملي ګټو ته د ژمنتیا، ښېرازۍ او سوکالۍ په موخه د نویو ژمنو، نویو ارادو او نویو عزمونو په ملتیا یې په لمانځنه کې کوم حرج هم باید ونه لیدل شي.
راځئ پسرلی او نوی کال له نویو هېلو، ارمانونو، ارادو او عزم سره پیل کړو. راځئ د اسلام د مبین دین په چوکاټ کې د خپلو اعمالو محاسبه وکړو، د اړو او بیوزله هېوادوالو مرسته او لاسنیوی وکړو، د هېواد د بچیانو پرمخ د لیک لوست او پوهې دروازې پرانیزو، له خپلو سره خپلوي وپالو او له دښمن سره روغه جوړه وکړو.
راځئ له خپل خدای او خپل وجدان سره ژمنه وکړو او د تېرو کلونو ټول نفرتونه، بدبینۍ، تربګنۍ او بی اتفاقۍ شاته واچوو، نېکو چارو، نېکو سوچونو، مینې، ورورولۍ او صمیمیت سره د نوي کال پیل وکړو او د خپلو هېلو د پوره کېدو لپاره ګټور ګامونه پورته کړو او ټول بشریت ته د ښه نیت په چوکاټ کې د خیر غوښتنه وکړو. لرې نده چې خدای مو برخلیک را بدل کړي او هېواد ته مو سوله، ورورولي، نېکمرغي، ښېرازي، له آفتونو او جګړو څخه خلاصون او په ټوله کې خوشالی را په برخه کړي.
محب الرحمن کاموي
نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد