لیکنه: رفيع الله آرمان
دپلار او زوی تر منځ په دې شخړه وه چې ولې يې زوی ټوله ورځ له خپلې ښځې سره په کوټه ننوتلی دی او ولې له دوی سره اوس دپخوا په شان مجلس او ناسته پاسته نه کوي . پلار ته ځان په دې سبب په حقه ښکاريده چې زوی ته يې سمه خبره کوي . زوی بيا دا دليل درلود چې ښځې ته يې بايد ترهغه چې دنوي کور له اوسولو ، متقابل احترام ، او د دوی له کړو وړو سره بلديږي هره ورځ لار ښو ونه وکړي . پلار هم سمه خبره کوله او زوی هم دپلار په احترام سترګې نه وې پټې کړې ، خو ستونزه ځکه هره ورځ پراخيده چې پلار يې د ښځې پر وړاندې زوی ته بدې ردې ويلې ، زوی په دې دليل چې بله ورځ يې بيا ښځه ترې حيا نه کوي نو له پلاره کيله من و چې دښځې په مخ کې يې دنه رټي . د دواړو استلال تر يوه حده پر ځای و خو خبره د يو بل پوهلو کې خرابيده چې يوه ته هم ځان ګرم نه ښکاريده .
ځينې کورنۍ يې کورته له نوي راغلې ميلمنې سره چې وروسته له دې دهمدې کورنۍ غړې ده د کورنۍ د يوه وګړي په سترګه نه ګوري فکر کوي چې يوازې يې دپيسو په مقابل کې د کار او د دوی دخدمت لپاره اخيستې ده او د يوې وينځې يا مزدورې په سترګه ورته ګوري ، دا ټولې د بې تعليمۍ او ناروا او نامنل شويو دودونو حاصل دی . بختوره خو هغه نجلۍ ده چې خاوند يې يو څه زده کړه کړې وي او هرې ستونزې ته منطقي حل لاره ولټوي چې دا کار په حقيقت کې وړه خبره نه ده ځکه چې دنالوستې کورنۍ په دې خبره پوهول چې کورته يې ددوی په څير يو انسان راغلی دی او ددوی دغم او خوښيو پيټی به له دې نه پس يو ځای په شريکه په اوږو ورسره وړي . نو لازم ده چې ديوه انسان او بيا د کور د يوې عضوې په حيث يې وپيژني .
ددې ستونزې بل اړخ د نجلۍ له خوا را پيدا کيږي . ډيرو بې تعليمه نالوستو او حتا لوستو کسانو هم په غوږ ور کړي وي چې له خواښې سره به دې داسې چلند کوې او خوسر ته به د تل رويه تونده او تروه وي چې بيا يې درباندې زده کوي سر له لمړۍ ورځې به دکور ټول کارونه در په اوږو کړي . ښځه چې تر نارينه و حساسه او بې تجربې ده بې له کوم دليله يې حافظې ته سپارلې وي ، نو سبب دی چې په لمړۍ ورځ يې دنوي کور په درازه ګام د نورو په پارونه په غلطه ايښی وي .
د دوو کورنيو دنده ده چې دخپل اولاد راتلونکې ته تر بل هر څه ډيره توجه وکړي . دنجلۍ کورنۍ ته لازم دي چې خپلې لورته دنوي کور او نوي ژوند په هکله سالمه ، منطقي او دو ديزه روحيه او ذهنيت ورکړي او دخپل مسوليت له مخې بايد دخپل کور نيک اخلاق چې تر دې مخ کې يې په خپل کور کې ورسره و د خاوند کورته هم و ليږدوې تر څو دژوند پاتې مزل په نوي کيشۍ کې له نوي ملګري سره په خوښيو پای ته ور سوي .
مقابله کورنۍ هم بايد خپل زوی ته دنوې ژوند کونجي ( کلي ) په لاس ورکړي .
اوس بايد دپلار او مرو له خپل زوی نه غوښتنې هم محدودې شي ، د زوي او نږور په منځ کې له اړيتا پرته ځان ځايول د دوی په ژوند کې لوی خنډ جوړل دي . ځينو وړو ستونزو ته خو بايد بيخې دليد سترګې وانه وړي لکه ، ولې په ديګې کې مالګه کمه ده ، ولې پکې غوړي ډیر دي ، ولې هره ورځ جامې منيځئ ، ولې دې بيا پاکې جامې اغوستې دي ، او … دولې پر ځای بايد د منطق کلمې ته ځای ورکړل شي هيڅ داسې ستونزه نشته چې حل د ونه لري او داسې کورنۍ به هم نه وي چې کړپ دپکې نه وي.
ديوې بلې غټې ستونزې حل د خواښې په لاس کې دی . نور د دچايو ، بورې ، شيرينيو ، او …. کليانې د جيب له صندوقه را بهر کړي . هيڅ يوې نجلۍ د خوسر کور د پلار کره نه دی په شا کړی همدایې کور دی بايد چې په خوښيو يې همدلته وخوري ، خواښې دکور واکداره ده نه دا چې دپلتو ګوګړ يې هم په جيب کې ساتلی وي ، که څه هم دا ډير پخواني دودونه و خو شته داسې خواښې ګانې چې اوس هم خپلو نګيندو ته په شمار شيرينۍ ور ويشي .
دد نيا ټولې خوارۍ زحمتونه، مهنتونه ، ستونزې ، سرګردانۍ ، هڅې ، د هوسا ژوند تيرلو لپاره دي ، که ژوند ددې ټولو چارو په ترسره کولو پسې ستومانه دی او ټول عمر ددې يادو شويو توکيو په لټه کې تيريږي نو د دمې او آرام لپاره بيا ضرور ده چې دکور په چاپيريال او نظم مو دمه وشي . دټولو ستړياوو لپاره يوازې يوه خوله خندا کافي ده چارلي چاپلين وايي ( که ژوند درته د پريشانۍ سل دليلونه وايې ته ورته دخندا زر دليلونه ووايه )
پاي ۱۳۹۴/۴/۴
دروژې نهمه
You also might be interested in
ژباړه: مصطفی نور شپاړسم راز هیلو او فکرونو ته د[...]
لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری د موټرو ټکرونه هر کال[...]
ژباړه او زیاتونه : عتیق الله فایق لکه څرنګه چې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی