نوې کېدو وړ انرژي . Renewable Energy
پاکې انرژۍ په نړۍ کې د پرمختګ یو نوی انقلاب راوست او په دې انقلاب کې کې لمر او باد ځانکړی رول لري .دلته غواړو د پاکې انرژۍ یا نوې کېدو وړ(قابل تجدید ) انرژۍ په اړه بحث وکړو چې کیدای شي ستاسې په کور او شاخوا کې هم اغیز ولري.
نوې کېدو انرژي څه شی ده ؟
د نوې کېدو وړ انرژۍ سرچینو ډولونه .
د انرژۍ نورې بدیلې سرچینې.
د نوې کېدو وړ انرژۍ په ټوله نړۍ په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې ده او په دې برخه کې د نوښتونو او نواوریو په منځ راتلو سره ددې قیمت ورځ تربلې ښکته راځي .دا په مانا ده چې نوې کېدو وړ انرژۍ په چټکۍ سره د سونکو توکو په واسطه تولیدونکې انرژۍ ځای نیسي .د سونکو توکو لکه ډیزل ،پترول او نورو په واسطه تولیدونکې انرژۍ چټله (dirty) انرژي بلل کیږي ځکه چاپیریال چټلوي او اتوموسفیر د کاربن ډای اکساید په خپرولو سره د ځمکې د ګرمایښت لامل ګرځي.
نوې کېدو وړ انرژي څه شی ده ؟What Is Renewable Energy?
د نو کېدو وړ انرژي چې پاکه انرژي (clean energy) هم بلل کیږي ،هغه انرژي ده چې د طبیعي سرچینو او یا له هغو پروسو څخه لاس ته راځي چې په دوامداره ډول بیرته ډکیږي (replenished.) .د بیلګې په ډول د لمر رڼا یا باد رڼا ورکوي یا هم باد لګیږي او په دومداره شکل منځ ته راځي او د مصرف شوې برخې ځای ډکوي .ځینی خلک فکر کوي چې نوې کېدو وړ انرژي نوې ټکنالوژي ده خو داسې نه ده ،دا له ډیر پخوا راهیسې د طبعیت په خدمت کې ده ،چې انسانان له اوږدې مودې راهیسې د ،دګرمولو ،لیږدولو او روښنايي او داسې نورو موخو لپاره کاروي .د باد په واسطه د کشتیو چلول او د بادي ژرندو په واسطه د غلو دانو میده کول یې غوره بیلګې دې .مګر په تیرو 500 کلونو کې انسانانو دارزان والي له امله چټلې انرژۍ ته مخ وګرځوه لکه سکاره سوزول او یاهم له ګازو څخه د انرژۍ په توګه کار اخستل شروع کړل .مګر اوس چې نوو پرمختګونو سره د باد او لمر انرژیو ساتلو وسایل ارزانه شوي یوځلې بیا نړۍ ددې اغیزمنې ،ارزانه او بې ضرره پاکې انرژۍ کارولو ته مخه کړې .اوس هم په وړه پیمانه او هم په لویه پیمانه د پاکې انرژۍ کارول شوني دي .حتې په یو شمیر سیمو کې ټوله تکیه په همدې انرژۍ باندې ده .
چټله انرژۍ .Dirty energy
هغه انرژي چې له ګازو ،سکرو تیلو او دیته ورته سرچینو ترلاسه کیږي چټله یا نه نوې کېدو وړ انرژي بلل کیږي .نه نوې کېدو وړ انرژۍ سرچینې په محدود مقدار کې شتون لري آو ډیره اوږده موده نیسې چې د مصرف شوو موادو ځای بیرته ډک شي.کله چې مونږ د پمپ په واسطه له ځمکې ګاز راباسو نو دا په دې ځای کې له قبل التاریخ (prehistoric) مودې راهیسې پاتې وي او میلیونه کاله پرې تیر شوې چې داسې مواد ترلاسه شي،او په یوځل کارولو سره ختم شي.دلته مهمه خبره داده چې د نه نوې کېدو وړ انرژۍ سرچینې د نړۍ په محدودو برخو کې شتون لري په داسې حال کې چې نوې کېدو وړ انرژۍ سرچینې د نړۍ په هره برخه کې په پریمانه اندازه شتون لري لکه لمر.سربیره پردې د نه نوې کېدو وړ انرژي یا چټله انرژي د کارولو پر وخت هم چاپیریال او هم د انسان روغتیا زیان رسونکی وي .
د نوې کېدو وړ انرژۍ سرچینو ډولونه .Types of Renewable Energy Sources
1) لمریزه انرژي .Solar Energy
انسانان له زرګونو کلونو راهیسې د لمر انرژۍ څخه ګټه اخلي لکه ،د کښتونو وده ،د ځان ګرمول او یا هم خوړو وچول.لمر په ډیره لویه پیمانه انرژۍ لري .د لمر د شعاعو شدت د لمرله سطحې سره نژدې ډیر زیات دی او کله چې د ځمکې سطحې ته رارسیږي کابو 45 سلنه یې د لمر او ځمکې ترمنځ جذب کیږي .د یوڅیړنیزه راپور پراساس ،هغه مقدار انرژي چې په یو ساعت کې دلمر په واسطه د ځمکې مخ ته ورکول کیږي ،د نړۍ پرمخ د اوسنۍ کاریدونکې انرژۍ د یوکال مقدار سره برابره ده . دا په دې مانا ده چې که ځمکې ته د لمر په واسطه راغلې یوساعت انرژي ذخیره شي د نړۍ د یوکال انرژۍ مصرف پوره کوي . یا په بل عبارت دااوس چې د ځمکې پرمخ څومره برق مصرفیږي د لمر په شاعو کې ددې 200,000 چنده د تولید ظرفیت شته .
د لمریزه بریښنا تختې له سیلیکان او نورو داسې موادو جوړیږي چې وکولی شي دلمررڼا مستقیما په برق تبدیله کړي.د لمر انرژي چاپیریال نه ککړوي او شین کوریزه ګازونه هم نه خپروي .لمریزه تختې مستقیم DC برق تولیدوي په کوم کې چې الکترونونه د سرکت چاپیره په یو جهت جریان لري .ددې انرژۍ یواځینۍ نیمګړتیا داده چې د لمریزه بریښنا تختو د تولیدولو پرمهال چاپیریال ته یوڅه زیان رسیږي .نن سبا په نړۍ کې شاخوا 500 زره مګاواټه لمریزه بریښنا څخه ګټه اخستل کیږي .
2) بادي انرژي .Wind Energy
له ډیرپخوا راهیسې انسانانو د بادي ژرندو څخه کاراخسته .نن سبا دعصري توربینونو په پیداکېدو سره لکه skyscrapers د باد انرژۍ څخه ګټه اخستل زیات شوي .د باد انرژي د توربین پرې تاووي او په نتیجه کې برق تولیدیږي .د باد انرژي یوه له ارزانه انرژیو څخه ده چې نن سبا د نړۍ په بیلابیلو برخو کې ترې کاراخستل کیږي .نن سبا په نړۍ کې د باد انرژۍ څخه په پراخه پیمانه ګټه اخستل کیږي ،د بیلګې په ډول یواځې په چین کې 114,763 میګاواټه بریښنا له بادي انرژۍ څخه ترلاسه کوي.
د انرژۍ یو شمیر نورې سرچینې .
a) اوبو برق طاقت .Hydroelectric Power
د اوبو طاقت یا انرژي د نوې کېدو وړ انرژۍ ترټولو لویه سرچینه ده .د اوبوبرق په تولید په دې پورې اړه لري چې اوبه څومره تېز حرکت لري.په نړۍ کې د اوبو برق د تولید لوی لوی بندونه شتون لري.د انرژۍ په دې سرچینه کې لوی محدودیت د اوبو شتون او هغه له یوې ارتفاع راغورځول دي ،چې دا شونتیا په هره سیمه کې نه وي .
b) بایموس انرژي .Biomass Energy
بایموس یوه عضوي ماده چې له نباتاتو او څارویو لاس ته راځي او په کې بیلابیل نباتات ،ضایع شوي لرګي او ونې راځي.کله چې بایموس وسوزیږي کیمیاوي انرژي ترې تولیدیږي لکه تودوخه او بیا کولی شي چې ګازي توربین په واسطه بریښنا لاس ته راشي .کله کله په تیروتنې سره دبایموس انرژي سکرو او نورو فوسیلي سونګ توکو د پاکې ،نوې کېدو وړ انرژۍ د بدیل په توګه تشریح کیږي .خو اوسنیو ساینسي تجربو موندلې چې د بایموس ډیر شکلونه لکه په ځانګړي ډول له ځنګلونو څخه ددې تولید په لوړه کچه کاربن لري .په انرژي ددې اړولو سره یو اندازه منفي اغیزې هم شته .اوس هم د بایموس یو شمیر شکلونه شته چې لږ کاربن له ځانه سره لري.د بیلګې په ډول که د ارې له ژرندو څخه د ارې بور (sawdust) پاتې شونې په چټکې سره په یوځای کې خوسا او تجزیه شي نو کیدای شي د ټیټ کاربن انرژي وګڼل شي.
c) د ځمکې حرارت انرژي یا جیوترمل Geothermal Energy
که تاسې په سپرلي کې لمر ته پریوزۍ او ځان ګرم کړۍ تاسې په حقیقت کې جیوترمل انرژۍ کارولې ده.د ځمکې هسته دومره ګرمه ده څومره چې د لمر سطحه ګرمه ده .په ځمکه کې ژوره څاه وکیندل شي د ځمکې مخ ته د د ځمکې لاندې ګرمې اوبه راپورته کوي چې د هایدروترمل انرژۍ په حیث کاریدای شي.