زموږپريکړې نيمګړې دي!
وانګيرئ چې:
تاسې ته واک درکول شوی چې د درې کسانوله ډلې څخه يو دنړۍ دمشرتابه لپاره وټاکئ؛ په دې شرط چه په ښه توګه دنړۍ چارې سمبال کړای شي او دنړی لپاره پرمختګ او سوکالي راوړي نوموړي درې کسان لاندې ځانګړنې لري:
لومړی کس: له بډې خوړونکو سياستوالو سره ناسته پاسته لري؛ له فال کتونکو ستور پېژندونکو اوپټ حال ويونکوسره سلاکوي؛ له خپلې مېرمنې سره درغلي کوي او دورځې ترلسو پيالو زيات شراب خوري!
دوهم کس: له خپل پخواني کارځای څخه شړل شوی دی؛ دورځې تر دوولس بجوويده وي؛ په ښونځي کې ترڅو ځله ناکامېدو وروسته رټل شوی دی؛ ترياک څکوي؛ چندان لوړې زده کړې هم نه لري؛ دورځې يوبوتل شراب خوري؛ چاغ او لټ دی!
دريم کس:د خپل هيواد له دولت څخه ېې دمېړانې مډال ګټلی؛ شنه بوټي خوري او له روغتيا څخه برخمن دی؛ په نشهيي توکو هم روږدی نه دی اوتر اوسه هېڅ بده مخينه نه لري!
ستاسې ټاکنه څوک دی؟
لومړی کس: فرانکلين روزولت
دوهم کس: ونسټون چرچل
دريم کس: آدولف هټلر
اوس پوه شوئ چه زموږپريکړې څومره نيمګړې وي؟
ژباړه: محمود سعيد