لیکنه: ډاکټر نوید خپلواک
دې ناروغۍ ته په انګلسي کې ميګرن او زموږ په ولسي ژبه او د خلکو ترمنځ په نيم سري سره ياديږي. د نیم سري د میکانیزم په اړه بېلابېل نظرونه شته چې له هغو څخه یو هم دا دی چه د عصابو د رګونو په پراخيدو او د رگو په شاوخوا کې د عصبي ريښو په تحریک سره نيم سری يا سر دردي پيداکيږي.
نږدې په هر لسو تنو کي يو تن له دغې ناروغۍ سره مخ کيږي او چې يو ځلي يو څوک په دې ناروغۍ اخته شي بيا د ژوند تر ډیره وخته ورسره ملګرې وي .
نيم سری ډير وخت په ارثي ډول هم یو بل ته لیږدي، لکه که له پلار يا مور نه يي یو تن د نيم سري په مريضي اخته وي د اولاد دن يم سري شونتیا يي %40 فيصده ده، او که يي مور او پلار دواړه د نيم سري په ناروغي اخته وي نو په اولاد کي يي د نيم سري شونتیا 75 % پوري وي.
د نيم سري درد پر انسان باندي د حملي په شکل تکرايږي، کله په مياشت کي يو ځل يا دوه ځلي او يا په اونۍ کي تکراريږي، خو دا تکراريدل په هر انسان کې توپیر لري، په ځینو انسانانو کېلږ تکراریږي، او په ځيڼو کې بيا ډير ځلي تکراريږي.
دنيم سري په فعاله کيدو او په بيا راژوندي کيدو کې ډير فکتورنه رول لوبوي لکه اندېښنه, لوږه ,بي خوبي ,فزيکي ستړیا ,هرمونيک تغيرات ,رڼا (روښنايي), تودوخه(حرارت), ږغ او ګڼه ګوڼه ,خواږه لرونکي لرونکي مواد ,بوي لکه د پطرولو او عطرو بوي او يا بد تخريش کونکي بوي دا ټول هغه شيان دي چه دن يم سري په بيا رافعاله کيدو کي ډير اغیزمن رول لوبوي او په ډير پام سره بايد له دي شيانو څخه کار واخيستل شي.
د نيم سري نښي :
1__په ټولیز ډول درد د سر په برخه کي يو طرفه وي يعني د سر په يو اړخ کي وي،خو په ماشومانو کي کله کله دوه طرفه هم وي.
2__درد د 4 او 72 ساعتونو تر منځ وي يعني له 4 ساعته کم نه وي او له 72 ساعته ډیر نه وي .
3__درد ډير سخت او له کړاوه ډک دي.
4__له درد سره ډير وخت سرګرځېدا او خواگرځي ملګري وي، په خوا گرځولو سره هو سا او کراریږي.
5__د ږغ ,ګڼه ګوڼي او رڼا څخه بد وړي او ناراحته کيږي.
6__کرځېډای نشي، هڅه کوي چې پريوځي او استراحت وکړي.
د حملي پر وخت د درد څخه د ژغورني لاري:
–بي ږغه آرام او تیاره کوټې ته دې ولاړشي او د استراحت کوښښ دې وکړي.
–د قهوې, چاي, کوکاکولا او میوې اوبو له څښلو څخه دي ځان وساتي.
–د ګرځيدو او قدم وهلو څخه دي ځان وساتي.
–د کتاب لوستو او ټلویزیون کتلو څخه دي ځان وساتي.
— دم وټر چلولو څخه دي ځان وساتي.
دغه پورته لارې چې ترې یادونه وشوه، ددرد په کمولو او له منځه وړلو کي ډير غټ رول لوبوي، ان کله کله یادې لارې له درملو نه ډيري گټوري ثابتي شي.
د نيم سري دپاره ډيري مختلفي دواګاني شته چه په مختلفو ډولونو او بیلا بیلو وختو نو کې ناروغ ته ورکول کيږي، نو ځکه یې له لیکلو نه تیر شوماو تاسي ته مي دنيم سري په باره کي عمومي معلومات وړاندي کړل، خداي دي وکړي چه د خوښي وړ مو ګرځيدلي وي .
مننه