ژباړه: محمود سعيد
ډیرې شېبې مو تیرې کړې؛ په دې هیله چې نیکمرغۍ ته ورسیږو، خو له دې څخه بې خبره چې هماغه شیبې په خپله نیکمرغي وه.
مونږ ټول خپلو ځانونو ته ډاډ ورکوو چې ښايي ښه ژوند ولرو؛ که چېرې: دنده بدله کړو. ځای بدل کړو. له نوو خلکو سره وپیژنو. واده وکړو… فکرکوو ښایی ښه ژوند ولرو؛ که چیرې: دنده مو لوړه شي. کور ولرو. له ډیرو خلکو سره وپیژنو. بچیان ولرو… او ستړي کیږو؛ که چیرې: مشر مو پوه نه شي. ګډه ژبه ونه لرو. یو بل درک نه کړای شو. کوچنیان مو ډیرې پالنې ته اړتیالري…
له ځانه سره وایو چې ښایی ژوند مو ښه شي؛ که چیرې: میرمن مو خپله کړنه بدله کړي. يوښکلې موټر ولرو. بچیان مو ودونه وکړي. په رخصتۍ ولاړ شو. او په پای کښې په کور کښینو…
خو په حقیقت کښې تر همدې اوس شیبو هیڅ ښه وخت د نیکمرغۍ لپاره نشته. که اوس نه نو کله؟ ژوند همیشه لوړې ژورې لري. ترټولو ښه داده چې ويې منو او پريکړه وکړو چې له دې سره، سره نیکمرغه اوپه خوښۍ ژوند وکړو.
زموږ خیال ته راځي چې ښه ژوند هغه وخت شروع کیږي؛ هغه ستونزې چې په مخ کښې مو پرتې دي؛ له مخې لرې شي: هغه ستونزه چې همدا اوس ورسره لاس او ګریوان یو. هغه کار چې همدا اوس یی باید پای ته ورسوو.
هغه وخت چې باید یو کار ته یی ځانګړی کړو. پورونه چې باید ځان ترې خلاص کړو. او … تردې وروسته به زمونږ ژوند ښکلی او خوندور شي؛
خو! وروسته له دې چې له دې ټولو سره مخ شو؛ پوهیږو چې ژوند همدا دی؛ کوم چې مونږ یی د ژوند پر سر خنډونه بولو.
دا روڼتیا، مونږ ته دا توان راکوي؛ ترڅو پوه شو چې نیکمرغۍ ته درسېدو لپاره بله لاره نشته؛ بلکه همدا لاره په خپله نیکمرغي ده. راځئ له هرې شیبې څخه يي خوند واخلو.
دیوه روښانه ښکلي اونیکمرغه ژوند لپاره اړينه نه ده چې منتظر شو:
له پوهنتون څخه فارغیدنه، پوهنتون اویا ښوونځی ته بیا تګ، تول کمول، تول زیاتول، کار پیلول، کارختمول، نوي ملګري، واده کول، د رخصتیو پیلول، د جمعې ورځې سهار، د نوي موټر رانيول، دپورونو ورکول، پسرلی او اوړی یا منی او ژمی، د میاشتې پیل، له تلویزون څخه د خوښې فلم، مړه کېدل، بیا ژوندي کیدل او … نیکمرغي یو سفر دی؛ نه یو منزل.
تر همدا اوس وخت هیڅ وخت د نیکمرغۍ لپاره ښه نه دی. ژوند وکړئ او ورڅخه خوند واخلئ. همدا اوس فکر وکړئ او لاندې پوښتنو ته ځواب ورکړئ:
- د نړۍ پنځه تر ټولو د ډېرې شتمنۍ خاوندان په ګوته کړئ.
-
دپنځو نړیوالو لوبو ګټونکي په ګوته کړئ.
-
د نوبل پنځه وروستني ګټونکي څوک وو؟ نه شئ کولای ځواب ورکړی؟
یو څه ستونزمن دی؛ همداسې نه ده؟ انديښنه مه کوئ؛ د هیچا دا نومونه په یاد نه دي. اوس دې پوښتنو ته ځواب ورکړئ:
- دخپلو دریو هغو ښوونکو نومونه واخلئ چې ستاسې په پالنه کښې یی ونډه درلوده.
-
د خپلو هغو دریو ملګرو نومونه واخلئ چې ستاسې سره يي د اړتیا په وخت مرسته کړې ده.
-
هغه کسان چې په خپلو مهربانیو سره يي ستاسې ژوند ته ګرمي دربښلې په یاد راوړئ.
-
هغه پنځه کسان چې د هغوی سره مو له خبرو کولو خوند اخستی څوک وو؟
اوس آسانه شوه، آیا همداسې نه ده؟ هغه کسان چې ستاسې ژوند ته ېې رنګ ورکړئ، له (تر ټولو…) سره اړیکه نه لري؛ ډیرې پیسې نه لري او غوره جایزې يي هم نه دي ترلاسه کړې.
هغوی هغه کسان دي چې ستاسې په اړه فکر کوي؛ ستاسې ترڅنګ دي او ستاسې سره په هر وخت کښې اوسي.
لږ غور وکړی، ژوند ډیر لنډ دی.