• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

نړیواله جنايي محکمه؛ اړتیا، جوړښت او واکونه

Home حقوقنړیواله جنايي محکمه؛ اړتیا، جوړښت او واکونه
نړيواله جنايي محکمه
نړيواله جنايي محکمه

نړیواله جنايي محکمه؛ اړتیا، جوړښت او واکونه

لیکوال: امان الله اېمان
مقدمه
جنایت او بیا نړیوال جنایت یوه پخوانۍ اصطلاح ده، له جنایتونو ډکو جګړو د مخنیوي لپاره له سختو هڅو سره سره، د تاریخ په اوږدو کې له وحشته ډکو جنایتونه هر ځل د بشر وجدان ولړزوي، یو ځل نه په ځلونو نړیوال بشري جنایتونه ترسره شوي دي، او لا به هم ترسره کیږي. له همدې کبله د بشر له پراختیا سره سم، سولې او چاپیریالي امنیت هم اوسمهال پرمختګ کړی دی، د انساني ټولنې په پراختیا سره، بشر لومړی هڅه وکړه چې جکړه د تل لپاره په نړۍ کې ختمه کړي، خو له جنګ څخه تیښته ناشونې ده، او بشر د تاریخ له پيله تر ننه جګړې کړې دي، جګړې کوي، له هغه وروسته دا هڅه پيل شوه څو دغو جګړو ته یو حقوقي چوکاټ ورکړل شي، وروسته دغه حقوقي چوکاټ او حقوق هم د جګړه طلبه هیوادونو او اشخاصو له لوري تر پښو لاندې کیدل او ماتیدل، او عملا به په نړۍ کې جنایتونه رامنځته کیدل، بالاخره دغو جنایاتو د نړۍ ویښ وجدان دیته اړ ویست څو  یې مرتکبین د خپلو بدو اعمالو په سزا ورسوي څو وکولی شو له دې لارې، له جګړو او غمونو پاکه نړۍ ولرو. له همدې امله، نړیوال په دې هڅه کې وو څو داسې بین المللي مرجع وي، چې له سمت، مقام، ځواک او زور پرته وکولی شي مجرمین او جنایات کاران محاکمه او د عدالت میز ته راکش کړي. په شته لیکنه کې دغو جرایمو ته د رسیده ګۍ په موخه د تیرو نړیوالو محکمو او بالاخره د دایمي نړیوالې جنایي محکمې په جوړیدو معلومات درکوو:
د ناپل ښار له محکمې د روم تر کنفرانسه د نړیوالې محاکمې سابقه:
لومړنۍ نړیواله محاکمه د (کونرادین فون هوهنشتاوفن) د ایټالیا د ناپل په ښار کې وه چې په ۱۲۶۸م کال کې ترسره شوه، نوموړی پر دې تورن و، چې یوې ناعادلانه جګړې ته یې لاس اچولی او د سولې پر وړاندې د جنایاتو په تور بالاخره اعدام شو.
دویمه نړیواله محاکمه د المان هیواد په (برساخ) ښار کې په ۱۴۷۴کال کې ترسره شوه، په دغه محاکمه کې ۲۷ تنه قاضیان د روم له امپراتورۍ څخه ټاکل شوي وو چې (پیترفون هاګن باک) یې د (بشري او الهي قوانینو ) د نقض په جرم محاکمه کړ، ځکه نوموړي اجازه ورکړې وه چې تر لاس لاندې ځواکونه یې بې ګناه او ملکي خلکو باندې تجاوز وکړي، ویې وژني او مالونه یې چور کړي. له دې وروسته د ۵ پيړیو لپاره دا ډول محاکمې نه دي ترسره شوې او یو سکوت حاکم و،
بالاخره له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د (ورسای) د سولې د موافقې پر اساس، په ۱۹۱۹ م کال کې د لومړي ځل لپاره د نړیوالې محکمې طرح وړاندیز شوه، دغه نوښت د (ټولو جګړو پای ته رسولو نوښت ) نوم ورکړل شو، په دغه توافق کې ۳ مادې کې د المان هیواد امپراتور دویم ویلیم د نړیوالې محاکمې د ایجاد لپاره ځانګړې شوې وې د ۵ تنو قاضیانو له لوري پر نړیوالو اخلاقو او معاهداتو باندې د تجاوز په تور محاکمه کړل شو. نوموړی د همدغه محاکمې له کبله هالنډ هیواد ته وتښتید او د بیرته سپارلو ته یې اماده نه و. دغه شان د ګټونکو هیوادونو لخوا پر المان هیواد د ۸۹۰ تنه الماني جنایتکارانو د ورسپارلو لپاره کوم سیاسي هوډ نه وه
په لومړي ځل بیا د نړیوالې ټولنې لخوا په ۱۹۳۷ م کال کې د نړیوالې جنایي محکمې د جوړیدو لپاره یوه معاهده وشوه، خو د هیڅ دولت لخوا ونه منل شوه او بې تصویبه پاتې شوه. له هغه وروسته، د امریکا، انګلستان، روس، فرانسې هیوادونو له لوري په ۱۹۴۵ م کال د موافقې له مخې د نورنبورګ محکمه جوړه شوه، چې د نازي جنایتونو د مشرانو محاکمه پکې ترسره شوه. د نازيانو له لوري ستر جنایتونه ترسره شول، هغوی تقریبا ۹ میلیونه یهودیان ووژل، په دغه محکمه کې ۲۴ تنه د نړیوالې محکمې د څارنوال له لوري د سترو جنګي جنایت کارانو په توګه تورن شول، ۲۲ تنه یې محاکمه او ۱۹ نور یې محکوم شول او له دې ډلې څخه ۱۲ تنه یې اعدام هم شول.
یو کال وروسته، په ۱۹۴۶ م کال کې جنرال (مک ارتور) د یو ې اعلامیې په صادرولو سره د جاپاني نظامیانو د جنایتونو د محاکمې لپاره د توکیو د محکمې جوړیدل اعلان کړل.  او د توکیو محکمې په ۱۹۴۸ کې یې خپل کار ته د پای ټکی کیښود.  د نازیانو د محاکمې سرچپه، چې ۱۵ زره المانیان د څلورو متفقو (امریکا، روسیه، انګلستان او فرانسې) هیوادونو له لوري محاکمه شول، په توکیو محکمه کې بیا کوم جاپاني اتباع تعقیب نه شول.
په دې لړ کې ملګرو ملتونو هم په ۱۹۴۶ م کال کې په خپله لومړنۍ ناسته کې د یوې نړیوالې جنایي محکمې د ایجاد لپاره هڅې ګړندۍ کړې او ددغه نړیوالې جنایي محکمې د اساسنامې د جوړیدلو دنده یې د ملګرو ملتونو د نړیوالو حقوقو کمیسیون ته وروسپارله. د یادولو وړ ده چې ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۸، ۱۹۵۲، ۱۹۸۹، ۱۹۹۰ او ۱۹۹۱م کلونو کې هم ځينې پریکړه لیکونه (قطع نامې) صادرې کړې دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۹۹۳ کال د مۍ میاشتې په ۲۵مه نیټه د پخوانۍ یوګسلاویا د جنایاتو ته د رسیده ګۍ په هدف نړیواله محکمه جوړه کړه او په ورته بڼه، د رواند هیواد د جنایاتو ته د رسیده ګۍ په موخه یې هم په ۱۹۹۴ م کال د نومبر په ۸مه نیټه یوه نړیواله محکمه تشکیل شوې دي خو دا ټولې موردي یا موقتي کوې، کله یې چې د محاکمې پروسه پای ته رسیدلې، محکمې هم خپل کار ته د پای ټکی ورکړی دی.
د نړیوالې جنایي محکمې لنډه پيژندنه:
د یوې دایمي نړیوالې جنایي مرجع د ایجاد لپاره لومړی د ایټالیا هیواد په روم ښار کې یو نړیوال کنفرانس جوړ شو. ددغه کنفرانس اساسنامه د نړیوالې جنایي محکمې د تاسیس سند دی/بلل کیږي، چې په ۱۹۹۸م کال /جون/۱۷ نیټه  د ۱۶۰ حاضرو هیوادونو، ۳۱ نړی والو سازمانونو او ۱۲۴ ولسي بنسټونو څخه، د ۱۲۰ هیوادونو د استازو له لوري تایید شوه(یعنې جمعا دغه سند د ۵۰۰ بنسټونو له لوري ملاتړ کیده)  دغه اساسنامه د ۲۰۰۲ کال د جون په لومړۍ نیټه تصویب شوه او محکمې په رسمي بڼه خپل کارونه پيل کړل.
د نړیوالې جنایي محکمې اساسنامه یوه مقدمه، ۱۳ فصلونه او ۱۲۸ مادې لري. لومړی فصل د محکمې د تاسیس، دویم فصل د محکمې د واکونو او صلاحیتونو او په دې اړه چې دغه محکمه یوازې په نړیوالو جرایمو تورن افراد محاکمه کولی شي نه هیوادونه، په دریم فصل کې د جزایي حقوقو کلي اصول، په څلورم فصل د محکمې تشکیل او جوړښت، پنځم فصل کې د تحقیق او تعقیب مراحل، شپږم فصل کې د محاکمې او اووم فصل کې د مجازاتو مسایل بیان شوي دي.
اتم فصل د تجدید نظر او بیارسیده ګۍ په اړه خبرې کړي دي. نهم فصل له دغه دیوان سره د هیوادونو د مرستو او همکاریو په اړه وضاحت ورکوي، د محکمې د صلاحیتونو په رڼا کې غړي هیوادونه د شته جنایاتو د تحقیق، تعقیب په مراحلو کې او دغه شان، د مجرم د مربوطه مالونو د توقیف او پلټنې، له شاهدانو او قربانیانو څخه ملاتړ، د متهمانو موقت توقیف او د قضايي اوراقو د ابلاغ په برخو کې له محکمې سره په همکارۍ ددغه نړیوالې محکمې غړي هیوادونه مکلف دي.
لسم څپرکی د محکمې له لوري د مجازاتو او جزاګانو د تطبیق او اجرا لپاره اختصاص شوی دی. په اساسنامه کې وایي چې مجازات به د هغه هیواد په ځمکه کې ترسره کیږي چې محکومان یې ومني که چیرته دا نه وي بیا د کوربه( میزبان) هیواد یعنې هالند په خاوره کې مجازات ترسره کیږي.
یوولسم فصل بیا د غړیو هیوادونو د ټولنې په اړه دی. هره هیواد په دغه مجمع یا ټولنه کې یو استازی او یوه رایه کارولی شي. هغه هیوادونه چې اساسنامه یې امضا کړې کولی شي چې د ناظر په توګه په غونډو کې ګډون وکړي. یاده دې وي چې امریکا هم د خپلو ګټو له مخې دغه سند امضا کړی خو د محکمې غړیتوب یې تر اوسه نه دی منلی. د ټولنې رییسه پلاوی( هیات) له یو رییس او دوه نائبانو څخه جوړ دی، چې د ۳ کلونو لپاره ټاکل کیږي. د محکمې عمومي مجمع په کال کې یو ځل د محکمې په مقر(لاهه) یا د ملګرو ملتونو په سازمان (نیویارک) کې غونډه کوي. که اړتیا وي مجمع ځانګړي جلسات هم دایرولی شي.
دولسم فصل د محکمې د مالي لګښتونو او بودجې په اړه دی. او د هر هیواد مالي سهم د هغه جدول په اساس دی چې غړي هیوادونو ورباندې توافق کوي. د هیوادونو پر سهمیو سربیره، د محکمې یو لړ مصارف او لګښتونه د ملګرو ملتونو له خوا ورکول کیږي. په ۱۳ فصل کې (( نهايي شرطونه)) او د اساسنامې د بازنګرۍ مسلې پکې واضح شوې دي. له معمول سره سم، په اساسنامه باندې بیا کتنه باید په ۲۰۰۹ کال کې شوې وای خو دا نیټه یو کال د ۲۰۱۰ د جون ۱۱مې نیټې ته وځنډیده. او په همدې کال په اوګاندا هیواد کامپالا ښار کې د بیا کتنې کنفرانس جوړ شو او بالاخره په دغه کنفرانس کې د تجاوز (تیري) جنایت ته هم تعریف پیدا او د مجمع له خوا تصویب شو. په دغه فصل کې له محکمې څخه د یو هیواد د عضویت د بیرته اخستو په اړه معلومات هم شته، چې عضو هیواد کولی شي په لیکلې توګه د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د خپل غړیتوب د سلب په اړه یادونه وکړي خو دغه ګوښه توب یو کال وروسته نافذ کیږي. د اساسنامې په پای کې راغلي چې ددغه اساسنامې انګلیسي، فرانسوي، هسپانوي، چیني، روسي او عربي متنونه له یو ډول اعتبار څخه برخمن دي.
باید ووایو چې افغانستان په ۲۰۰۵ کال کې غړیتوب ترلاسه کړ. جمعا ۱۴ هیوادونه د اسیا او ارام اقیانوس له حوزې، ۳۰ هیواودنه له افریقا براعظم څخه، ۲۴ هیوادونه له لاتینې امریکا، ۲۵ هیوادونه له غربي اروپا څخه او ۱۷ هیوادونه له شرقي اروپا څخه ددغه محکمې غړیتوب لري. په ۲۰۰۹ م کال کې ددغې محکمې د غړو هیوادونو ټول شمیر ۱۱۰ ته ورسید. د اساسنامې د ۳مادې له مخې، د محکمې مقر د هالند (لاهه) ښار دی.  د محکمې د پلازمینې په توګه د المان نورنبورګ ښار هم نامزد و، خو د المان دولت ددې خبرې ملاتړ نه کاوه.
نړیواله جنایي محکمه کومو جنایاتو ته رسیده ګۍ کولی شي:
       د نسل وژنې جنایت، (د یوې ملي، قومي، نژادي، مذهبي ډلې له منځه وړل یا یې یوه برخه له منځه وړلو ته نسل وژنه ویل کیږي)
       د بشر پر وړاندې جنایت، (د ملکي خلکو پر وړاندې یو سازمان شوی پراخه برید چې پر دې هم پوهیږې چې دوی ملکی خلک دي، د بشر پر وړاندې جنایت بلل کیږي، لکه قتل، په غلامۍ نیول، له منځه وړل، د یوې ډلې خلکو اجباري ایستل، شکنجه، تجاوز، نژادي تبعیض…)
       جنګي جنایاتونه،
       د تجاوز(تیري) جنایت. (د اساسنامې په ۵ ماده کې یې اوږد او مفصل تعریف بیان شوی دی)
په ۲۰۱۰ م په اوګاندا هیواد کې د بیا کتنې کنفرانس:
د محکمې په اساسنامه کې دا منل شوې چې په اوو کلونو کې به پر اساسنامه باندې بیا کتنه کیږي. دغه کنفرانس په یو کال وروسته والي سره د اوګاندا هیواد په پلازمنیه کمپلا د ۲۰۱۰ کال په جون کې جوړ شو، د تجاوز( تیري) جنایت لپاره هم په تعریف روښانه شو، چې پخوا تر دې د ستونزو له کبله له تصویب پاتې و. په دغه کنفرانس کې امریکا او ځینو غربي هیوادونو پر دې ټینګار کاوه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د تجاوز جنایت یوازې د احراز مرجع او بیا وروسته دې محکمه وي، دوه تګلارې نورې هم وړاندیز شوې، یو د هیوادونو له لوري د ارجاع له او بل د محکمې د څارنوال لخوا، چې دا هم په همدې کنفرانس کې تصویب شول. یعنې محکمې ته درې مراجع یوه دوسیه راجع کولی شي، د امنیت شورا، مربوطه هیواد او د محکمې د څارنوال بې پرې تحقیقات او دوسیې ته د رسیده ګۍ پيل.

د نړیوالې جنایي محکمې ترکیب او جوړښت:
لکه چې مخکې مو وویل، د اساسنامې په ۴ فصل کې د محکمې په جوړښت خبرې شوي دې، (له ۳۴ مادې تر ۵۲) په همدې اساس، دغه محکمه له ۴ اساسي برخو او رکنونو څخه جوړه شوې ده:
لومړی، رییسه هیات، چې له یو رییس/ مشر، لومړی مرستیال، دویم مرستیال څخه جوړ شوی ده. دغه هیات د محکمې د قاضیانو د اکثریت مطلق رایو پر اساس د ۳ کلونو لپاره ټاکل کیږي. بیا ځلې ټاکنه یې هم کوم مانع نه لري.
دویم، د محکمې شعبې( مقدماتي محکمه، ابتدایي محکمه او د تجدیدنظر شعبه)
دریم، د څارنوالۍ برخه او،
څلورمه، یې درالانشا برخه ده.
د نړیوالې جنایي محکمې د قاضیانو شمیر:
د جنایاتو نړیواله محکمه ټول ۱۸ تنه عضو قاضیان لري. تر ۱۸ تنو څخه د قاضیانو شمیر د رییسه هیات په وړاندیز او د غړیو هیوادونو د مجمع د دوه پر دریو غړیو له لوري د تایید په صورت کې زیاتیدلی هم شي، دغه شان رییسه هیات د قاضیانو د کمیدو غوښتنه او وړاندیز هم کولی خو په دې شرط چې تر ۱۸ تنو به نه کمیږي.
د نړیوالې جزایي محکمې صلاحیتونه او واکونه:
محکمه ګڼ شمیر صلاحیتونه لري، کولی شو په ۵ برخو کې یې مهم صلاحیتونه تر څيړنې لاندې ونیسو:
الف) موضوعي صلاحیت: دا چې د هر هیواد په حقوقي سیستمونو کې بیلا بیل جرمونه د قانوني والي له مخې منل شوي دي، نو نړیوالې محکمې یوازې نړیوالو فجیعو/ لړزوونکو جنایاتو ته د رسیده ګۍ صلاحیت لري. دغه جنایات د اساسنامې په ۵مه ماده کې روښانه شوي دي، چې مخکې مو شرح کړل (نسل وژنه، د بشر پر وړاندې جنایت، جنګي جنایات او د تجاوز جنایت)
ب)شخصي صلاحیت:   د اساسنامې ۲۵مه ماده په دې اړه وضاحت ورکوي چې یوازې د حقیقي اشخاصو جنایاتو ته دا محکمه رسیده ګي کوي، د دولتونو له لوري ترسره کیدونکي جنایات ددغه محکمې په صلاحیت کې شامل نه دي. دغه شان، جنایت کوونکی باید د جنایت د ترسره کیدو پر مهال تر ۱۸ کلونو لوړ عمر نه لري، که چیرته جنایت کوونکی په کومه ناروغۍ اخته وي، له جزایي مسوولیت څخه مبرا دی. که چا څوک د جنایت لپاره تشویق یا یې دستور او یا یې د جنایت د ترسره کیدو په برخه کې مرسته یا مساعدت کړی وي، هم په دغه مسوولیت کې شامل دي. دیته ورته، هغه کسان چې په کوم موقف کې وي، دا موقف یې د دوی پر جزایي مسوولیت باندې هیڅ اغیز نه لري، او د دولتونو له لوري د مقاماتو مصوونیت د دوی جنایاتو ته د رسیده ګۍ مانع نه شي کیدلی.
ج) تکمیلي صلاحیت: دا معنی چې کله یو جنایت ته ملي محاکم هم د رسیده ګۍ نیت لري، نو ایا نړیواله جزایي محکمه د لومړیتوب حق لري که ملي محاکم؟ د نورنبورګ محکمې منشور بیا دغه مسله ملي محاکمو ته راجع کړې وه،خو د پخوانۍ یوګسلاویا نړیوالې جنایي محکمې بیا د نړیوالو محاکمو صلاحیت پر ملي محاکم باندې مقدم بللی وو، دغه مسله د روم په کنفرانس کې ( د محکمې د تکمیلي صلاحیت) په طرح کولو سره حل شوه. ددغه مادې له مخې، نړیواله محکمه هغه مهال جنایت ته رسیده ګي کوي چې واکمن هیواد د خپل صلاحیت اعمال لپاره یا قادر یا مایل نه وي. دغه تشخیص به هم د نړیوالې محکمې له لوري کیږي، دا کار په دریو حالاتو کې کیږي، یو دا چې اړونده هیواد غواړي جنایت کوونکی فرد د دغه محکمې له واکونو څخه مصوون کړي، او یا دا چې له توجیه پرته د هغه د جنایت په رسیده ګۍ کې تاخیر کوي او دریم دا چې تر لاس لاندې رسیده ګي بې طرفه او خپلواکه نه وي، او د عدالت له تطبیق سره مغایرت ولري.
د) مکاني صلاحیت:  مخکې مو هم وویل، د اساسنامې ۱۲ او ۱۳مادو بیا د محکمې چاپيریالي صلاحیت تر څیړنې او وضاحت لاندې نیولی دی، ۱۳ ماده په دې اړه ۳ حالته وړاندیز کوي:
       کله چې یو غړی هیواد په خپله خوښه چې ګواکې هلته یو یا څو جنایتونه ترسره شوي دي، د اساسنامې د ۱۴ مادې په اساس یې د محکمې څارنوال ته راجع کړي،
       داسې مهال چې یو یا څو جنایته ترسره شوي وي او د امنیت شورا یې د ملګرو ملتونو د منشور د ۷ فصل په اساس د محکمې څارنوال ته راجع کړي، په دغه حالت کې بیا د محکمې صلاحیت نړیوال شموله دی او که هغه هیواد د اساسنامې غړی وي یا نه، چیرته چې جنایت ترسره شوی وي، هغه که د متبوع هیواد یا هغه هیواد چې جنایت پکې ترسره شوی دی، خوښه یې وي یا نه، محکمه ورته رسیده ګي کولی شي.
       هغه  مهال چې څارنوال د اساسنامې د ۱۵مادې په اساس د جنایت په اړه، څیړنې او تحقیقات پيل کړي وي.
و) زماني صلاحیت: د محکمې د زماني صلاحیت په اړه اساسنامه داسې وايي( محکمه یوازې د هغو جنایاتو په اړه صلاحیت لري چې د دغه اساسنامې له لازم الاجرا کیدو وروسته ترسره شوي وي او که کوم هیواد د اساسنامې له لازم الاجرا کیدو وروسته، ددغه محکمې غړی شي، محکمه یوازې د هغو جنایاتو په اړه خپل صلاحیت اعمالوي، چې ددغه اساسنامې له لازم الاجرا کیدو وروسته په اړونده دولت کې ترسره شوي وي، مګر هغه چې تر هغه وړاندې هغه دولت د ۱۲ مادې له ۳ بند سره سم، د محکمې د صلاحیت د اعمال د منلو په اړه یې مخکې اعلامیه صادره کړې وي. دغه شان، هغه جنایات چې ددغه محکمې په صلاحیت کې دي، تر مرور زمان لاندې نه راځي( ماده ۲۹)
د نړیوالې جنایي محکمې د قاضیانو ټاکل کیدل:
د اساسنامې ۳۶ماده په دې اړه وايي چې د اساسنامې هر غړی هیواد کولی شي د خپل هیواد تر ټولو لوړ قضايي مقام د نړیوالې جنایي محکمې غړیتوب ته معرفي کړي. په لومړي سر کې د انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره د داوطلبانو دوه فهرسته په دوو برخو (د عدالت تامین او جزایي حقوق او د بشر حقوق او د بشر نړیوال دوستانه حقوق) کې اماده کیږي. له دغو دواړو لیستونو څخه لږ تر لږه ۹ تنه غړي له لومړي او ۵تنه غړي له دویم لیست څخه ټاکل کیږي. دغه قاضیان د اساسنامې د غړیو هیوادونو لخوا د پټې رایې له لارې د ۹ کلونو لپاره چې دغه دوره د تمدید وړ نه ده، ټاکل کیږي. دوی په بشپړ استقلالیت خپلې دندې مخته وړي، قاضیان باید نور حرفوي فعالیتونه د خپل ماموریت په دوران کې ترسره نه کړي، په ټولو مسایلو کې اکثریت قاطع رایه د اعتبار وړ ده، د دندې تر پيل وړاندې، په عمومي رسمي جلسه کې تعهد کوي چې په پوره بې طرفۍ به خپله دنده مخته وړي، له یو هیواد څخه تر ۱ کس زیات نه شي کولی چې د محکمې غړیتوب دې ولري. د قاضیانو ۱/۳ برخه له دریو کلونو پس، ۱/۳ برخه یې له ۶ کلونو پس او ۱/۳ برخه یې له نهو کلونو پس تغییر کوي. له هر هغه فعالیت څخه به ډډه کوي چې د نوموړي قضایي دندې ته لطمه واردوي. د یو قاضي عزل او ګوښه کیدل هم د نورو قاضیانو د ۲/۳ د توصیې له مخې او ۲/۳ برخه غړیو هیوادونو د پټې رایې له لارې ترسره کیږي. په لاندې حالاتو کې قاضي ګوښه کیږي:
الف) کله چې قاضي د خپلو مهمو وظایفو په اړه چې د عدالت د تامین په اړه دي، د قصور او تقصیر مرتکب شي،
ب) یا دا چې کومې دندې په دغه اساسنامه کې ورته سپارل شوې دي، د ترسره کولو توان یې ونه لري.

د نړیوالې جنایي محکمې د قاضیانو خصوصیات او ځانګړتیاوې:
د محکمې غړي قاضیان به لوړ اخلاق لري، په مسائلو کې به بشپړه بې طرفي ساتي او په خپل هیواد کې به یې په سترو قضايي دندو کار کړی وي، پر دې سربیره لاندې درې شرطونه به هم لري:
اول: د عدالت د تامین او د جزایي حقوقو په برخه کې د پيژندل شوي صلاحیت، واک او لازمې تجربې لرونکی به وي، هغه که د قاضي، څارنوال یا وکیل او یا نور دیته ورته پوستونو او دندو کې وي،
دویم: د نړیوالو حقوقو لکه د بشر حقوق او یا د بشر دوستانه نړیوالو حقوقو په برخو کې به په پوره صلاحیت لرلو باندې پيژندل شوی وي،
دریم: په نړیواله جنایي محکمه کې هر پست د ترلاسه کولو لپاره به نوموړی لږ تر لږه ددغه محکمې له کاري ژبو څخه (انګلیسي او یا فرانسوي) ژبه باندې عملي تسلط لري.
د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال دفتر:
د محکمې له څلورو رکنونو یو هم د څارنوال دفتر دی، چې د تحقیق، تعقیب او نورې مرحلې په خپلواکه توګه پيلوي، د کارونو د مخته تګ لپاره نور مرستیالان او څارنوالان هم لري، دوی باید لوړ اخلاق، په اړونده علومو کې لوړه تجربه او د محکمې له کاري ژبو سره عملي بلدتیا ولري، څارنوال هم د غړیو هیوادونو د مطلق اکثریت مخفي رایو پر اساس ټاکل کیږي، د څارنوال مرستیالان هم د هغه لیست له مخې چې د څارنوال له لوري تهیه کیږي، ټاکل کیږي. څارنوال له مرستیالانو سره د ۹ کلونو لپاره او بیا ځلې یې ټاکنه امکان نه لري. څارنوال د خپل ماموریت پر مهال نور هغه حرفوي چارې چې د دوی د دندې استقلالیت ته ضربه رسوي، نه شي ترسره کولی. په هغو قضایاوو کې چې په هر دلیل د دوی بې طرفي تر سوال لاندې راولي، نشي کولی په هغه قضیه کې شرکت وکړي، رییسه هیات کولی شي د څارنوال په غوښتنه نوموړی د مشخصې دوسیې له رسیده ګۍ څخه عفو کړي.  څارنوال کولی شې په مختلفو کې برخو کې د ځان لپاره مشاوران وټاکي.
د نړیوالې جنایي محکمې دارالانشا:
د محکمې دارالانشا په محکمه کې شامل غیرقضايي – اداري رکن دی، یو رییس، مرستیال او یو شمیر اداري کارکوونکي لري او د رییسه هیات تر لارښونې لاندې دنده ترسره کوي. د دارالانشا رییس باید د دغه محکمې د کاري ژبو پر یوه باندې عملي تسلط لري. د دارالانشا رییس د غړیو قاضیانو په پټه رایه او د غړیو هیوادونو د توصیو په نظر کې نیولو سره د ۵ کلونو لپاره په اکثریت ټاکل کیږي. بیا ځلې انتخاب یې هم کوم مانع نه لري. د دارالانشا مرستیال هم په عین شکل د ۵ کلونو لپاره ټاکل کیږي. د محکمې مدیریت، د شاهدانو او قربانیانو مسایل، د متهمانو لپاره د دفاع خدمات او نور اداري کارونه لکه د بودجې تامین، ترجمه د ساختمان مدیریت او د کارکوونکو مسلو ته رسیده ګي د دارالانشا مهم مسوولیتونه دي.
د نړیوالې جنایي محکمې په مخ کې  پرتې دوسیې:
تر اوسه ۴ موارد دغه محکمې ته راجع شوي او په ټوله کې یې ۱۴ دوسیې په محکمه خلاصه کړې دي. چې له دې ډلې په اوګاندا کې د شته خشونتونو، عمد قتلونو، سړي تښتونو، مثله، جنسي وینځې نیولو، د کورنو چور او غلاوو په رابطه د اوګاندا د دولت له لوري دغه محکمې ته په ۲۰۰۳ کال کې راجع شوه او د ۵ کسانو په اړه یې د نیولو امر صادر کړی دی. دغه شان د کنګو د دیموکراتیک جمهوریت لخوا یوه دوسیه ورته راجع شوې او اوس تر بررسۍ لاندې ده، چې په ۲۰۰۲ کال کې تر ۲۰۰۳ تر پورې پکې د شورشي ډلو له لوري تر ۱۵ کلونو ټیټو کسانو د سربازګیرۍ، او نور جنګي جنایات ترسره شوي دي او د کنګو هیواد لخوا په ۲۰۰۴ کال کې دغه دوسیه هم محکمې ته راجع شوه، تر اوسه ددغه دوسیې د ۴ تنو تورنو کسانو د نیولو امر صادر او ۳ تنه یې نیول شوي دي. په دې سربیره، په مرکزي افریقا کې د پراخه جنسي جرایمو په اړه هم یوه دوسیه محکمې ته راجع شوې ده، په داسې حال کې چې د مرکزي افریقا تر ټولو لوړ قضايي مقام اعلان کړه چې په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کال کې د شورشي ډلو له لوري د ترسره شویو جنایاتو په اړه دوی ناتوانه دي او په ۲۰۰۴ کال کې یې اړونده دوسیه نړیوالې محکمې ته د رسیده ګۍ په موخه ارجاع کړه. په دې سربیره، څلورم مورد چې دغه محکمې ورته رسیده ګۍ پيل کړې، د ۲۰۰۵ کال د مارچ په ۳۱مه نیټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د سوډان په دارفور سیمه کې نظامي نښتې چې د نړیوالې سولې او ټیکاو لپاره د اندښنې وړ او ګواښ وبلل شوې او دغه موضوع د امنیت شورا له لوري محکمې ته د رسیده ګۍ په هدف ارجاع او اوس هم په لومړۍ شعبه کې تر څیړنې لاندې ده. د محکمې په تعقیبي کسانو کې د سوډان ولسمشر عمر البشیر هم شامل دی.

[review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

سرابي سوله، د عقدو په کش‌مکش کې!

سرابي سوله، د عقدو په کش‌مکش کې!

Feb 13, 2016

لیکنه: امان الله اېمان په وسیع تحلیل کې د سولې[...]

د بیرونیو اړیکو ناانډولي؛ د جګړې وروستۍ شدت

د بیرونیو اړیکو ناانډولي؛ د جګړې وروستۍ شدت

Sep 7, 2015

لیکنه: امان الله اېمان ولسمشر غني واک ته له رسیدو[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022