ژباړه: خوشحال آصفي
نړیواله ټولنه International Community
د یو نړیوال سازمان د جوړیدو بنسټ، د تاسیس تړون دی چې د سازمان د اساسنامې په منزله دی او په حقیقت کې حکومتونه ددغه ډول تړون په پلي کیدو سره په یوه ټاکلي او ځانګړې محدوده کې د خپلې منظمې همکارۍ څرګندونه کوي. نړیوال سازمانونه په دوه ډوله دي . یو نړیوال دولتي سازمانونه او بل غیر دولتي.
نړیوال دولتي سازمانونه هغه ډله دولتونه دي چې د ځانګړو اهدافو د تحقق لپاره په اقتصادي، فرهنګي، سیاسي او نورو په برخه کې یو تر بله سره په همکارۍ کولو پیل کوي، دا ډول سازمانونه هم په دوه ډوله دي.
نړیوال سازمانونه لکه د ملګروملتونو سازمان، سیمه ییز سازمان لکه د سیمه ایزې رغاونې د همکارۍ سازمان. د اهدافو له نظره هم سازمانونه په دوه برخو (سیاسي او غیر سیاسي) ویشل کیږي. سیاسي سازمان لکه د ملګرو ملتونو سازمان او غیر سیاسي لکه اقتصادي او مالي سازمانونه. غیر دولتي سازمان هغه ته ویل کیږي چې دولتونه په مستقیم ډول د هغه په جوړیدو کې ګډون نه لري او له سیاسي ځانګړتیا څخه هم بې برخې وي لکه د سرې میاشتې نړیواله ټولنه او د نړیوال هوایې چلند اتحادیه.
نړیوال مسولیت International Responsibility
د هغو حقوقو بنسټ جوړوي چې د هغو له مخې هر هیواد چې د یو داسې عمل په کولو تورن شي چې د نړیوالو حقوقو له مخې ناروا وي نو ګرم شمیرل کیږي، نو هغه تاوان چې ددغه عمل له امله بل هیواد ته اړول شوی دی نړیوال مسولیت دا دی چې دغه تاوان باید رفع او جبران کړي، کیدای شي دغه زیان په لاندې ډول وي.
۱ــ تیروتنه یا مستقیم تیری لکه فحاشي یا د بیرغ سپکاوی
۲ــ د نړیوالو حقوقو د موازینو مخالفت لکه د تړون ماتول
۳ــ د هیواد اتباعو ته تاوان او زیان رسول