چمتو کونکې: مشتاق م. رحیم
د نړیوالو سکالرشیپونو / بورسونو د ترلاسه کولو لارښونې
لوړې زدکړې، په ځانګړي ډول د پوهنتون څخه د لسانس دورې څخه وروسته، د هر زدکړیال ارمان وي- خو له بده مرغه په افغانستان کې دننه دغه د لوړو زدکړو مینه والو ته خورا کم امکانات شتون لري او له دې کبله دغه ډله افغانان باید لوړو زدکړو ته د لاسرسي دپاره له هیواده دباندې شته امکاناتو څخه ګټه پورته کړي- خو له هیواده دباندې زدکړې بیا له اقتصادي پلوه ډیرې وخت د افغانانو له توانه دباندې وي- خو هغه ځوانان یا پیغلې چې د ښې وړتیا خاوندان دي کولې شي نړیوال سکالرشیپونه ترلاسه کړي او همدا راز لوړو زدکړو ته د لاسرسي خپله تنده ماته کړي-
د پرمختللیو او مخ په پرمختګ هیوادونو کابو ټول پوهنتونونه باندنیو زکونکو دپاره د لوړو زدکړو د ترلاسه کولو دپاره سکالرشیپونه یا بورسونه لري- دا سکالرشیپونه د لسانس، ماسټرۍ، او دکتورا د کچې د زدکړو دپاره ورکول کیږي- د یادونې وړ ده چې د لسانس دپاره دغه ډول موکې کمې خو ماسټرۍ او دکتورا دپاره خورا ډیر سکالرشیپونه شتون لري- د یادونې وړ ده چې
ځیني هیوادوننه د افغانستان دپاره ځانګړي پروګرامونه لري چې دغه پروګرامونه بیا یوازې د افغانانو دپاره ځانګړي کړې شوي دي-د نړیوالو سکالرشیپونو یوه ځانګړتیا دا هم ده چې دا د ازادر رقابت له لارې ورکول کیږي او د ټاکنې بهیر یې تر ډیره بریده شفافه وي-
د نړویوالو سکالرشیپونو دپاره د غوښتنلیکونو د چمتووالي بهیر کې بیلا بیلې اړتیاوې او شرطونه دي چې باید د لوړو زدکړو مینه وال یې پوره کړي- دلته دغه اړتیاوې او شرایط وړاندې کیږي-
د سکالرشیپونو بنسټیزې اړتیاوې- عمومي
شخصي وړتیاوې:
انګریزي ژبه:
په نړیواله کچه د لوړو زدکړو دپاره انګریزي ژبه لومړۍ او بنسټیزه اړتیا ده-د سکالرشیپ مینوال باید د انګریزي لیک، لوست او خبرو اترو وړتیا ولري- د انګریزي ژبې سره د بلدتیا امتحان (ټوفل، ایلټس) کې بریا ډیرې وخت اړین شرط وي- دا ځانګړې د انګریزي ژبې نړیواله ازموینه د ځانګړو ادارو لخوا اخیستل کیږي چې په کې بریا ازموینه کې برخه اخیستونکي ته په انګریزي ژبه د پوهیدو نړیوال سند ورکوي-د دکتورا په کچه د زدکړو د بورسونو دپاره اړینه ده چې په انګریزي چاپ شوي اثار هم شتون ولري-
رهبري:
د نړیوالو سکالرشیپونو د ترلاسه کولو مینه وال باید په عملي ژوند کې د یو رهبر په توګه ځان څرګند کړي-ټولنه کې فعاله و اوسي او د بدلون او د مثبت پرمختګ د کیټلسټ په توګه ځان وړاندې کړي- همدا راز یو زدکړیال په راتلونکې کې د خپلو کړیو زدکړو څخه د ګټه پورته کونې پلان هم له ځان سره ولري- د دې تر څنګ باید دغه زدکړیال د خپل شخصي، مسلکي او ټولنیز ژوند په اړه واضحه پلان، موخې او لرلید هم ولري-
فعاله ژوند درلودل
زدکړیال چې غواړي نړیوال سکالرشیپ ترلاسه کړي باید یو فعاله ټولنیز ژوند ولري- دغه خلک باید په ټولنه کې د مثبت بدلون په موخه عملي هلو ځلو کې بوخت وي او د ټولنیزو خوځښتونو سره ملګرتیا او فعاله ونډه ولري-
کاري تجربه درلودل هم یوه اړتیا ده چې ډیرې وخت د نړیوالو سکالرشیپونو دپاره غوښتل کیږي- کاري تجربه بیا د تحصیل اړونده برخه کې ډیره ګټه کوي (کاري تجربه که ایله جاري یا رضا کاره کارونه وي هم په نظر کې نیول کیږي)
د بورسونو بنسټیزې اړتیاوې- اسناد (عمومي)
د نړیوالو بورسونو مینه وال باید تعلیمي او تحصیلي اسناد (ډیپلوم، نمرې) په لاس کې ولري- د دغه اسنادو انګریزي بڼه پکاریږي نو که اسناد په کورنۍ ژبه وي باید د دغه اسنادو انګریزي بڼه ترلاسه کړې شي او وار له مخه چمتو وي- د ژبې (انګریزي) د فراغت اسناد درلودل (ټوفل، آیلټس سرټیفیکیټ) هم اړین دي چې چمتو وي- همدا راز د کاري تجربې سند یا تصدیق پاڼه هم باید شتون ولري-
د بورسونو بنسټیزې اړتیاوې- اسناد (ځانګړي)
شخصي څرګندونو لیک (Personal Statement)
دا سند کابو د ټولو بورسونو اړتیا وي- دې سند کې غوښتنلیک وړاندې کونکې په ځانګړیو الفاظو کې خپله وړتیا د بورس د موخو په رڼا کې وړاندې کوي- د دغه سند د چمتو کولو دپاره پوهنتونونه او یا د بورس وړاندې کونکې پروګرام تفصیلي لارښود وړاندې کوي چې د دغه سند په چمتو کولو کې مرسته کوي- دا سند خورا بنسټیز دې او ډیرې وخت برخلیک ټاکونکې ثابتیږي- دغه سند کې په لګو تورو ډیرې خبرې د خپل تیر، اوس او راتلونکي په اړه په داسې بڼه وړاندې کیږي چې لوستونکي ته قناعت ورکړي چې تاسې د دغه بورس څخه غوره ګټه اخیستونکي کیدې شئ-
سپارښت پاڼې (Reference/Recommendation Letter)
د معتبرو مراجعې چې غوښتلیک وړاندې کونکې وپیژني څخه سپارښت پاڼې غوښتل کیږي- معتبره مراجعې ستاسې د پوهنتون استادان او یا هم د مسلکي ژوند مدیران کیدې شي- که په ټولنیزو چارو کې مو بوختیاوې درلودلې وي نو ستاسې د ایله جاري کارونو ملګري هم کیدې شي چې ستاسې په اړه سپارښتنې وړاندې کړي- باید معتبره مرجع ستاسې په اړه سپارښتنې وکړي-
د افغانستان دپاره هغه نامتو بورسونه چې هر کال په بیلا بیلو وختونو کې اعلانیږي دا دي:
فل برایټ (امریکا)، چیوننګ (انګلستان)، ډآډ (جرمني)، فرنچ (فرانس)، نوفیک (هالینډ)، کې ډي آی سکول (کوریا)، جاپان، انډیا، پاکستان-
د دې ترڅنګ د نړۍ کابو هر پوهنتون د نړیوالو محصلینو دپاره سکالرشیپونه لري چې د دغه پوهنتونو په وبیپاڼو باندې وخت په وخت خپریږي چې ورسره یې اړتیاوې هم اعلانیږي- د سکالرشیپونو مینه وال د پورته یادو شویو اړتیاو د پوره کولو سره سم کولې شي چې دغه سکالرشیپونه په دغه پاڼو ولټوي او ګټه ترې پورته کړي-
همدا راز لوستې افغان ځوان خوځښټ د سکالرشیپونو په اړه خبرتیاوې په خپله پاڼه خپروي او ډیرې وخت دغه سکالرشیپونو دپاره د چمتو والي پروګرامونه هم جوړوي چې په اړه یې خبرونه په لاندې فیسبوک پاڼه خپریږي:
https://www.facebook.com/groups/383359368516456/
لوستې افغانستان راته پرمختللې افغانستان ګټلې شي-
انځور له http://unhcrpk.org/ څخه کاپي شوی