لیکنه: محمد عالم امین
کریټیکل یا د نیوکې تیوري یوه نړیواله تیوري ده، چې په مختلفو برخو کې خپل نظریات د نیوکو پر اساس وړاندې کوي، تر څو ټولنه او خلک د پرمختیا په لور بوځي. د یادې تیوري په نړیوالو اړیکو کې هم ډير نظریات لري، خو دا چې زموږ موضوع کریټیکل تیوري او نړیوال سازمانونه دي، نو د نړیوالو اړیکو په اړه به ېې د نظریاتو څخه تیر او د نړیوالو سازمانونو په اړه به ېې نظریاتو څخه یادونه وکړو. وړاندې له دې چې د موضوع منځ ته سر ورښکاره کړو، لومړی به د کریټیکل تیوري پيژندنه، بیا د نړیوالو سازمانونو پیژندنه او بیا د کریټیکل تیوري له نظره نړیوال سازمانونه تر څیړنې لاندې ونیسو.
پیژندنه (تعریف): دا یوه ټولنیزه یا اجتماعي تیوري ده، چې د عرفي یا سنتي تیوري برعکس پر ټولنه انتقاد کوي، تر څو په عمومي ډول ټولنه تغیر ومومي. یعنې ټولنې ته په کتو سره په پخوانیو عرفونو انتقاد کوي، تر څو ټولنه وړاندې بوځي.
نړیوال سازمانونه (تعریف): د هېوادونو هغه ټولګه چې نړیوالو حقوقو ته ژمنه وي، د یو سند په اساس د ګډو او دوامدارو موخو دلاسته را وړلو په منظور سره را ټول شوي وي. لکه د ملګرو ملتونو یا ملل متحد United Nations، د ملتونو ټولنه یا جامعه ملل League of Nations او داسې نور…
اوس به خپل اصلي بحث ته راشو:
کریټالیستان لومړی د نړیوالو سازمانونو په اړه یو سوال لري: وايي، ایا نړیوال سازمانونه د ټولې نړۍ لپاره دي او که یوازې د زبرځواکو هیوادونو د ګټو لپاره ؟
په ځواب کې کریټالیستان وايي، چې په اوسني نړیوال سیاسي جوړښت کي نړیوال سازمانونه یواځي د ځواکمنو (ابر او سوپر پاور) هیوادونو د نظریاتو خپرولو او په نړۍ کې د هغوۍ د ګټو لاسته راوړلو او خوندي ساتلو په برخه کې کار او د دوۍ په اشاره څرخیږي.
په ورته وخت کې دوی دا هم وايي، چې نور یا کمزوري هیوادونه هم کولی شي چې په نړیوالو سازمانونو کې اغیزمن رول ولوبوي، خو چې کله زبر ځواک هیوادونه وغواړي. دوی باور لري، کله هم چې په نړیوالو سازمانونو کې د زبرځواکه هیوادونو ګټه وي، نو بیا د کوچنیو او کمزورو هیوادونو رول، اهمیت او خبرو ته په احترام قایلیږي. د ساري په توګه، امریکا پر دې ډیره راضي او خوښه ده، چې د تجارت په نړیوال سازمان World Trade Organization کې اروپايي هیوادونه او بلخصوص د جاپان هیواد غړیتوب ولري. په یاد سازمان کې د دغو هیوادونو په غړیتوب کې د امریکا متحده ایالات خپله مالي ګټه ویني. دا پدې معنا نده، چې د امریکا هیواد دغه هیوادونه ډیر خوښوي، بلکې دوی وايي چې په دې کار سره به مونږ ډیره ګټه تر لاسه کړو.
همدارنګه دوی دا هم وايي، چې ډیری نړیوال سازمانونه د امریکا لخوا رامنځته شوي او د هغوی د ګټو لپاره کار کوي. د مثال په توګه دوی د نړیوال بانک World Bank او د پيسو نړیوال صندوق International Monetary Found سازمانونو یادونه کوي، چې دغه دوه سازمانونه په نړۍ کې د پیسو په برخه کې تر ټولو لوي او ستر سازمانونه دي، چې له دوهم نړیوال جنګ څخه روسته دغه سازمانونه د امریکا لخوا جوړ او هغوۍ ورته اصول کیښودل او پر همدغو اصولو سره سم مخته درومي او امریکا پکې خپله ګټه ترلاسه کوي.
د کریټلیستانو یوه بله مهمه خبره په نړیوالو سازمانونو کې دا هم ده چې زبرځواک هیوادونه نړیوال سازمانونه د یوې وسیلي په توګه له دې کبله استعمالوي ترڅو د خپلو کورنیو او بیرونیو پالیسو غیر قانوني کړنې پرې قانوني وښي. د بیلګې په توګه پر افغانستان، عراق، لیبیا، سوریا او په نورو هیوادونو بریدونه د ملګرو ملتونو د موافقې له مخې ترسره شول. دا چې وړاندې په یادو هیوادونو کې دوۍ خپلې ګټې درلودې، بل وخت ېې نشو کولی چې په مسقیم او په قانوني ډول په یادو هیوادونو کې خپل بریدونه وکړي او خپلې ګټې تر لاسته کړي. دا چې ملل متحد سازمان د امریکا لخوا د همدې کړنو لپاره رامنځته شوي، نو د ملل متحد سازمان په اشاره او د یوه قانوني سند پر اساس ېې پر یادو هیوادونو بریدونه وکړل. اوس خو نو دوۍ ته نړیوال څه نشی ویلی ځکه خپله غیرقانوني اشغال ېې په ملل متحد سازمان قانوني کړ او خپلې ګټې به اوس په قانوني ډول سره لاسته راوړي. که داسې ووایو چې ملل متحد او د ملل متخد سازمان نور فرعي او خصوصي سازمانونه دوۍ د دې لپاره رامنځته کړي، چې په نړۍ کې ېې هره غیر قانوني کړنه په قانوني بدله کړي. لنډه دا چې، نړیوال سازمانونه په اوسني نړیوال سیاست کې د لویو هیوادونو لپاره یو ځواک او واک دی. په پای کې کریټالیستان یو ډیر ښه وړاندیز د نړیوالو سازمانونو د موثریت لپاره کوي:وايي، که دغه نړیوال نظام (د یو څو ابر قوتونو په لاس) بدلون ومومي، نو بیا کیدی شي چې نړیوال سازمانونه د ټولو هیوادونو لپاره په خپلواکه توګه کارونه تر سره کړي او کنه بیا د نړیوال سازمانونو څخه د بې طرفه (کار کولو) هیله درلودل یوه اشتباه ده.
You also might be interested in
لیکنه: محمد عالم امین نن د اکتوبر ۲۴ نیټه ده. [...]
لیکنه: محمد عالم امین معمر القدافي د لیبیا هیواد یو[...]
لیکنه: محمد عالم امین وړاندې مې یوه لیکنه د (Four[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی