لیکنه: عابدالله یوسفزی
نړیوال سودا ګریز سازمان یو څو ملیتي نړیوال سازمان دی چې د نړیوالې سوداګرۍ قوانین تنظیموي او د غړو ترمنځ اختلافات او ناسم پوهاوی حل او فصل کوي. نوموړی سازمان د سویس هیواد په ژنیو ښار کې موقعیت لري او د کارکوونکو شمیر یې ۶۲۵ تنو ته رسیږي، د دغه سازمان غړو هیوادونو د همدې سازمان ۳۰ پریکړه لیکونه لاسلیک کړي او د پریکړو حقوقي او تطبیقي اړخونو ته یې ژمن دي .
د ۲۰۰۶ زیږدیز کال د نومبر ترمیاشت پورې د دغه سازمان ټول د غړو شمیر ۱۵۰ هیوادونو ته رسیدل. ویتنام د دغه سازمان وروستۍ ګډونوال غړی دی. دا سازمان دیرش ناظر غړي لري چې په لاندې ډول یې غړیتوب منل شوی.
۱ـ الجزایر، روسیه، سعودی عربستان، بلاروس او اوکراین په کال ۱۹۹۳ زیږدیز کې د دغه سازمان ناظر غړي شول.
۲ـ سوډان او ازبکستان په کال ۱۹۹۴زیږدیز کې د دغه سازمان ناظرغړي شول.
۳ـ ویتنام، چیلي او تونګا په کال ۱۹۹۵زیږدیز کې د دغه سازمان ناظر غړي شول.
۴ـ قزاقستان په کال ۱۹۹۶زیږدیز کې د دغه سازمان ناظر غړی شو.
۵ـ آذربایجان او دلایو جمهوري دیموکراتیک په کال ۱۹۹۷ زیږدیز کې د دغه سازمان ناظر غړي شول.
۶ـ سموا په ۱۹۹۸ کال زیږدیز کې د دغه سازمان ناظر غړی شو.
۷ـ آرندروا، لبنان، بوسني هرزاګوین، بوټان او کیپ ورډ په ۱۹۹۹ زیږدیز کې د دغه سازمان ناظر غړي شول.
۸ـ یمن په ۲۰۰۰ کال زیږدیز کې د دغه سازمان ناظر غړی شو.
۹ـ باهاماس او تاجکستان په ۲۰۰۱ زیږدیز کې د دغه سازمان ناظر غړي شول.
۱۰ـ ایران او سایوتومه په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې د دغه سازمان ناظر غړي شوي دي.
د نړیوال سوداګریز سازمان غړي هیوادونه مکلف دي چې د دغه سازمان ټولې هغه معاهدې اواصولنامې قبولې کړي چې د غړو هیوادونو له خوا پری هوکړه شوې ده.
د غړیتوب په مرحله کې یو نوی غړی دې ته اړتیا لري چې د غړیتوب له ترلاسه کولو دمخه په پیل کې د سازمان د ناظر هیواد په توګه د سازمان په غونډو کې ګډون وکړي. د دغه هیواد د غړیتوب له وړاندیز وروسته د نوی غړی د تجارتي سیاستونو راپور غوښتل کیږي. د پیوستون د ارزونی ډله په مختلفو مراحلو کې پر وړاندیز غور کوي او د غړیتوب لپاره یو لړ شرایط وضع کوي، د شرایطو له بشپړیدو وروسته عمومي شورا د وزیرانو کنفرانس ته خپل نظر وړاندې کوي، هلته بیا د اکثریت اراوو په تایید سره په دغه سازمان کې د یوه هیواد غړیتوب منل کیږی
په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ګټې
د نړیوال سوداګریز سازمان د غړیتوب له تر لاسه کولو وروسته افغانستان به وکولی شي چې خپلو تولیداتو او خدماتو ته په نړیوال بازار کې ځای پیداکړي، دا کار به د دې سبب شي چې افغانۍ تولیدات او خدمات په لوړ قیمت و پلورل شي او د نړیوالو پانګوالو پاملرنه به افغانستان ته واړولی شي.
د ګاونډیو هیوادونو په تیره پاکستان سره به د ترانزیت په برخه کې دایمي ستونزې حل شي او یاد هیواد به خپل لوړ بیه ګمرکي محصول په افغاني تولیداتو راکم کړي، په دې ډول به د افغانې سودا ګرو د ګټې کچه لوړه شي او به نړیوالو مارکیټونو کې به افغاني تولیداتو د خرڅلاو لپاره لاره هواره او ښه بازار موندنه وشي.
د نړیوال سودا ګریز سازمان دایمي غړي کولی شي د تولیداتو او خدماتو د معیاري کولو په برخه کې یوه له بل سره مرسته وکړي، هغه ګاونډي هیوادونه چې د دغه سازمان غړیتوب لري، کولای شي د سوداګرۍ په برخه کې یو له بل سره ډول ډول تړونونه لاسلیک کړي.
افغانستان کولی شي چې د یاد سازمان له غړو هیوادونو څخه د خپلې سودا ګرۍ په تخنیکي او غیر تخنیکي برخو کې مرستې وغواړي چې دغه چاره به د افغانستان د اقتصادي حالت په ښه کېدو کې د پام وړ مرسته وکړي. د دغه سازمان غړیتوب به افغانستان د دې جوګه کړي چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د پانګې اچونې په برخه کې د فرصتونو د برابرولو وړتیا پېدا کړي.