لیکنه: ارش ننګیال
هغه څوک چې کیسه لولي یا یې وايي، هغه ته نکلچي ویل کېږي.
که چېرې کېسه ښه په زړه پورې هم لیکل شوې وي خو که نکلچي یې په خوند او څنګه چې پکار ده ونه لولي یا یې ونه وايي نو کیسه به ډېره بې خونده او زړه تنګوونکې شي.
هر څوک کولای شي چې ښه نکلچي شي، خو لږ کوښښ به خامخا کوي.
مخکې له دې چې (راشئ چې هوا وکوو) کیسه پېل کړئ، ځینې لار ښوونې درسره شریکوم چې که د کیسې د لوستلو پر مهال یې په پام کې ونیسئ نو دا درته په ډاګه وایم چې د کیسې په پای کې به ټول درته حیران پاتې وي او چکچکې به درته وهي.ک
لومړی
ـ خپل ټول مهم کارونه خلاص کړئ.
ـ کیسه لومړی له ځانه سره ښه په غور ولولئ.
ـ بیا یې خپلو ملګرو، دوستانو یا هم خوېندو ورونو ته په لوړ غږ ولولئ.
ـ حالتونه یې وپېژنۍ، یانې کوم ځای کې خواشیني شئ.
ـ کوم ځای کې په لوړ غږ خبرې وکړئ.
ـ کوم ځای کې په قهر شئ.
ـ کوم ځای کې جدي او کوم ځای کې ارامه اوسئ.
او…..
ـ فکر مو راټول کړئ او له کیسې بله خوا مه ځئ.
ـ کیسه په ډېر خوند ولولئ.
ـ زړه مه تنګوئ! ښه په ارامۍ او حوصلې یې ولولئ.
ـ د کیسې د خلاصولو لپاره بېړه مه کوئ.
ـ کېدای شي چې کیسه په څو برخو ووېشئ او څو شپو کې یې خلاصه کړئ.
ـ کوم ځای کې چې ټکی او کامه راځي هلته لږه دمه وکړئ! بیا کیسه پیل کړئ.
ـ کله چې یوه برخه خلاصېږي، دمه وکړئ او څه چې تېر شوي پرې فکر وکړئ.
ـ د کیسې په ښو او غوره خبرو باندې خپلو کې لنډکی بحث وکړئ.
ـ کله چې یوه برخه خلاصېږي او بله پېلېږي نو کېدای شي چې تاسو په خپلو کې ځینې وړاند وینې وکړئ، یانې چې وړاندې په څه پېښېږي.
ـ که تاسو څو کسان یاستئ، نو هر کس دې یوه، یوه برخه کیسه ولولئ، کوښښ وکړئ چې له یو بل نه یې ښه او په تمثیل ولولئ.
ـ د کیسې پای کې خپلو مشرانو ته ووايئ چې تاسو ته بله کیسه یا بل کتاب هم راوړئ.
اوس نو تاسو ته ښه وخت غواړم، کیسه پیل کړئ او پورتنۍ خبرې خامخا په پام کې ونیسئ.