د سترګو د ګاټو له تیزو، منظمو، غیر ارادي حرکاتو څخه عبارت دي چې موجودیت یې په بیلابیلو عصبي او visual آفاتو دلالت کوي.
Nystagmus د nystaxis ، jumping eye moment او dancing eye moment په نومونو سره هم یادیږي کوم چې د سترګو د خوځښتونو کنترولونکو عضلاتو ته د نامناسبو عصبي سیالو د دوامداره رسیدو له کبله؛ رامنځته کیږي.
نیستګموس معمولاً افقي (horizontal) وي، کیدای شي چې په عمودي (vertical) او یا دایروي شکل هم رامنځته شي. معمولاً داوړه سترګې په ګډه حرکت کوي.
نیستګموس کیدای شي په فزیولوژیک او یا پتالوژيک ډول رامنځته شي. د نمونې په ډول فزیولوژیک نیستګموس کیدای شي د یوه خوځنده جسم په دقیق او دوامداره کتلو سره رامنځته شي. پتالوژیک نیستګموس د بیلابیلو ناروغیو ( د سترګو آفات، د داخلي غوږ آفات، د عصصبي سیستم آفات او داسې نور) په پایله کې رامنځته کیږي.
د نیستګموس تر ټولو عام شکل د jerky nystagmus په نوم یادیږي په کوم کې چې سترګې په تکراري او آهسته ډول یوه لوري ته او بیا بیرته په تیزۍ سره مخالف لوري ته خوځښت کوي. په دې حالت کې سترګې په افقي ډول حرکت کوي.
jerky nystagmus معمولاً د دید د ولادي آفاتو له کبله رامنځته کیږي، که چیرته د ماشوم د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې راښکاره شي نو د خودبخودي نیستګموس (spontaneous nystagmus)، مقدم نیستګموس (early onset nystagmus) یا ولادي نیستګموس (congenital nystagmus) په نوم یادیږي.
هغه نیستګموس چې په کاهلو خلکو او یا له شپږ میاشتنۍ عمر څخه وروسته رامنځته کیږي د کسبي نیستګموس (Acquired nystagmus) په نوم یادیږي.
کسبي نیستګموس کیدای شي د داخل قحفي تومورونو او یا نورو عصبي آفاتو، وعایي آفاتو، Multiple sclerosis ، د درملو تسمم او میتابولیک ناروغیو له کبله؛ رامنځته شي.
د نیستګموس یو بل ډول د pendular nystagmus په نوم یادیږي، په دې نیستګموس کې سترګې دواړو خواوو ته په مساوي سرعت ( د jerky nystagmus برعکس چې په هغه کې یوه لوري ته بطئ او بل لوري ته سریع خوځښت رامنځته کیږي) خوځښت کوي.
په دایروي نیستګموس (Circular nystagmus) کې سترګې په دایروي ډول تاویږي. دا حالت معمولاً د داخلي غوږ د آفاتو له کبله رامنځته کیږي.
عمومودي نیستګموس (vertical nystagmus) له هغه حالت څخه عبات ده چې په هغه کې سترګې په تیزۍ سره ښکته- پورته خوځښت کوي. دا حالت معمولاً د دماغو د قاعدې (brain stem ) د آفاتو په پایله کې رامنځته کیږي.
په عمومي توګه د نیستګموس لامل نه دی څرګند خو دا جوته ده چې یو شمیر ناروغۍ د دې آفت د تشدیدیدو لامل ګرځي.
Jerky nystagmus کیدای شي د داخلي غوږ د التهاب (labyrinthitis) او یا د ولادي آفاتو له کبله رامنځته شي. Persistent nystagmus کوم چې په مسنو خلکو کې رامځته کیږي؛ د عصبي سیستم آفاتو ( لکه multiple sclerosis، دماغي تومورونو، د داخلي غوږ آفات) ته اشاره کوي.
د الکهولو او یو شمیر درملو ( لکه barbiturates ) بیځایه کارونه هم نیستګموس رامنځته کوي.
د نیستګموس درملنه ستونزمنه ده ځکه چې د لامل معلومول یې ستونزمن کار دی، په دې معنې چې درملنه یې سببي ده او د لامل په تداوي کولو سره نیستګموس له منځه ځي، د نمونې په ډول که چیرته نیستګموس د داخلي غوږ د انتان له کبله رامنځته شوی وي نو د مناسو درملو په توصیه کولو سره ښه کیږي.
نیستګموس د عینکو په واسطه نه ښه کیږي ځکه چې آفت په نوري سیستم کې نه بلکه په عضلاتو او اعصابو کې موجود دی.