• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

نیوکه!

Home ټولنپوهنهنیوکه!
نیوکه!

نیوکه!

– هارون همت
– له انسان سره تل خطاوي مل دي او له الله ج پرته هيڅوک بشپړ نه دی. څنګه چي زموږ څخه خطاوې کیږي، نو ځیني کسان به هغه د نیوکي په ډول را په ګوته کوي، خو پر یو چا نیوکه کول یا د یو چا له لوري پر تا نیوکه کېدل اسانه کار نه دی. که نیوکي په سمه او مناسبه توګه وسي، نو په ځان او بل جوړونه کي مهم رول لوبوي. نیوکه ډیر کله په منفي مهفوم تعبيریږي، کېدای سي تاسي هم تجربه کړې وې چي د نیوکي له امله څوک له تاسي څخه خوادبدی سوی وي. خو خلک اړ دي چي یو له بل سره خبرې وکړي او یوبل ته څه ووايي څو خپل منځي ستونزي حل کړي. دا ستونزې کېدای سي د کار په چاپېریال ، ښوونځی، پوهنتون او نورو ځایونو کي چېري چي خلک یو له بل سره ګډه کار کوي او اړیکې لري، پېداسي.
مهمه داده چې موږ له ستونزو سره د ستونزو په توګه چلند وکړو او له انسان څخه ستونزه جوړه نه کړو.
داسې کسان زیات نه دي چې نیوکه مني او په سمه کره کتنه پوهېږي. خو باید وویل سي چي په سمه توګه کره کتنه او نیوکه او دهغې منل د بشري ټولنې د پرمختیا او ودې ډیر ستر عامل جوړوي. د هر انسان خپله ژبه په خپل ولکه کي وي، که دی غواړي ښه يې وکاروي؛ نو مېنوال به يې ډېر وي او په هره ناسته او ځای کي به ښه ياديږي، او څوک چي ژبه بې واکه کاروي او پر هر چا نيوکي کوي؛ نو تل به د نورو خلکو له خوا تر نيوکو لاندي راځي او زړه به يې تل خپه وي، نيوکه د بل زړه ازاروي، نيوکه ستا او د اورېدونکي ترمنځ ترينګلتيا زياتوي، نيوکه ستا او د ملګرو ترمنځ مينه له منځه وړي. هو ښياران وايي: “ژبه هډوکي نه لري؛ خو هډوکي ماتولای سی مخکي له دې چي پر چا نيوکه وکړې لومړی د يوې شېبې د پاره باید انتظار وباسې او فکر وکړې چي کېدای سي ستا نيوکه به ستا او د بل چا ترمنځ منفي احساسات و زيږوي. . . بيا چي کله غواړي پر هغه نيوکه وکړې ؛ نو له زړه څخه دي هر ډول منفي فکرونه وباسه او د هغه په درې مثبتو خويونو کي فکر وکړه او په هغه کي د کوچنی نيمګړتيا پر ځای لويه نيمګړتيا په نښه کړه او په ډېره نرمه او خوږه لهجه ورسره چلند وکړه؛ خو پام دي وي چي په کوم مجلس کي دي پر چا نيوکه وکړه په هغه مجلس کي د يوې نيوکي په بدل کي يې دوه ځله ستاينه هم وکړه، پر بل چا له نيوکي وروسته د هغه ستاينه کول ستا او د هغه ترمنځ باور زياتوي او هغه ته خپلي نيمګړتيا وي ور په ګوته کوي.
[review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

هارون همت
هارون همت

افغان ځوانان د ژوند سمېدو لپاره ژوند خرابوي

May 17, 2015

ليکنه: هارون همت په افغانستان کي د ناامنیو، بې کاریو،[...]

برېښنا

برېښنا

Jan 26, 2015

افغانستان چي خپله پراخه بريښنا ولري تر ټولو لومړۍ هغه[...]

د ستونزو حل‎

د ستونزو حل‎

Feb 4, 2015

ليـکــوال: هـارون هـمـت تاريخ دا ښودلې او هر چاته د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022