لیکنه: مصطفی صفا
زیاتره خلک وايي:«د ژوند ترټولو ستر هدف د نېکمرغۍ لاسته راوړل دي»، خو دلته پوښتنه دا ده، چې په خپله دا نېکمرغي څه شی ده؟
- د زیاتو پیسو درلودل دي؟
- لوړ تحصیلات دي؟
-
یو ښکلی او استثنایي کور دی؟
-
وروستی ماډل موټر دی؟
-
د زیاتو اولادونو درلودل دي؟
-
شهرت او محبوبیت دی؟
-
په خلکو باندې واک چلول دي؟
-
په ګڼو مسلکونو کې رسېدل دي؟…
په رښتیا چې موږ ټول په دې هڅه کې یو، چې هرڅه مو دې ښه وي. کله چې خپل ځان، خپله کورنۍ، خپل اقتصادي وضعیت او اجتماعي موقف ښه ووینو، نو د نېکمرغۍ د احساس کچه مو لوړېږي. خو په ټولنه کې داسې خلک هم وینو، چې تر ډېره بریده پورې له ښو امکاناتو څخه برخمن دي، مګر بیا هم د آرامۍ او نېکمرغۍ احساس نه کوي.
که واقعیت ته ځیر شو، له مسایلو سره چلند او له هغو څخه ښه یا بد تصویر اخیستل او بیا خپل ځان ورسره نېکمرغه یا بدمرغه لیدل، دا ټول زموږ په هغه احساس او فکر پورې اړه لري، چې موږ یې ددغه ټولو مسایلو پر وړاندې لرو. د ژوند او مسایلو پر وړاندې ښه او خوشبینانه فکر زموږ د نېکمرغۍ احساس پیاوړی کوي او ددې په مقابل کې بدفکري برداشتونه او بد اټکلونه خفګانونه منځته راوړي.
که موږ په رښتیني ډول دقیق شو، زموږ په سلو کې نوي اندېښنې زموږ د منفي فکرونو له امله دي، نه د مسایلو د منفي والي له مخې. معلومه خبره ده، هرڅوک په ژوند کې بوختیاوې او نیمګړتیاوې لري، چې سړی ورڅخه خلاصېدلی نه شي، مګر ددغه یادو مسایلو پر وړاندې زموږ برداشتونه زموږ باورونه او فکرونه جوړوي، چې وروسته زموږ همدغه باورونه او فکرونه ددې لامل کېږي، چې له یوې موضوع څخه یا رنځ وړو او یا خوند. که دقت وکړو، په ژوند کې بلاوې دومره نه وي، لکه څومره یې چې موږ خپل ځانته په خپله راجوړوو، هغه بلاوې چې له امله یې موږ د یو عمر بدمرغۍ احساس کوو، زیاتره زموږ د بدبینۍ، بدفکرۍ او بدغوښتنې زېږنده دي.
موږ هغه مهال ځانته د بدمرغۍ او بدبختۍ احساس راجذبوو، چې په شته امکاناتو کې ځان د زوال پرخوا وینو او له خپل هېڅ شي څخه خوند نه شو اخیستلای. موږ تل نورو ته ګورو، له نورو سره ځان مقایسه کوو او په سلو کې نوي د نورو سره د مقایسې له لارې خپلو احساساتو ته منفي یا مثبت مخ وراغوندو. په دې سبب موږ هغه مهال ځان سرګردانه او بدمرغ احساسوو، چې خپل ځان پوچ ووینو او نور د ښو امکاناتو خاوندان؛ خو حقیقت داسې نه دی، خدای(ج) ټولو انسانانو ته نعمتونه وېشلي دي، مګر ددغه نعمتونو په نوعیت کې فرق شته، ممکن نورو ته یې زیات مال او پیسې ورکړې وي، مګر تاته یې روغتیا او سالم بدن!
یو انسان نه شي کولی، چې په یوازې سر هرڅه ووسي، هم ډاکتر وي، هم انجنیر وي، هم سیاسپوه وي، هم لیکوال او ادیب وي، هم میلیونر وي، هم د فوټبال نړیوال لوبغاړی، هم د زیاتو ځمکو، جایدادونو او بلډنګونو خاوند، هم په خلکو کې مشهور وي، هم ملا وي، هم فلمي لوبغاړی او هم له ټولو شیانو پوره او په ټولو شیانو کې مخکښ وي. دغه ډول زیاتې غوښتنې زموږ اروا ستړې کوي، زموږ ژوند پېچلی کوي او له موږ څخه آرام اخلي؛ ددې پرځای د خپل زړه او ذهن د آرامۍ لپاره رضایت پکار دی، په خپله وړه او سوچه دنده رضایت، پر خپل ځان او کورنۍ باندې رضایت او پرخپله هڅه او کوشش باندې رضایت، زموږ په اروا کې د خوشالۍ، آرامۍ او نېکمرغۍ احساس ته لاره پرانیزي.
که له پورتنیو خبرو څخه یوه جمله د مطلب د ټکي په توګه را اخلو، نو هغه به دا وي، چې «نېکمرغي په اصل کې یو ذهني کیفیت دی او یو احساس دی!»
- د ژوند له امکاناتو څخه یو آرام بښوونکی احساس
- پرځان د باور احساس
- د ځان د ګټور انګېرلو احساس
- د خوښۍ او خوشبینۍ احساس
- د شکر ایستلو احساس
- د قناعت او رضایت احساس
- له ماحول سره د جوړجاړي احساس
- د ښه راتلونکي د لیدلو احساس
- له خپل کار څخه د خوند اخیستلو احساس
- او بالاخره له خپل ژوند څخه د خوند اخیستلو احساس
که چېرې دغه ډول مثبت پلوه احساسات راخپل کړو او بیا یې په خپل عادت بدل کړو، نو خپل ژوند به د نېکمرغۍ په لار کې ومومو او که چېرې د یوې بدفکرۍ، بدبینۍ او بد غوښتنې په شورماشور کې دغه شان مثبت احساسات له لاسه ورکړو، په هرڅومره شتو او امکاناتو کې به دې بدمرغۍ، نارامۍ او پرېشانۍ احساس کوو.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.