مجیبالرحمن لمر
تعریف
هاټ لاین داسې تعریف شوی: «د ټيلیفون یوه مستقیمه عملیاتي کرښه چې بېړني ارتباطات ټينګوي. ). همداراز د دغې کرښې په اړه ویل شوي: «هاټلاین د دوو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د اړیکو د ټينګښت یوه چټکه کرښه ده چې هدف یې د یوې پېښې د خطر کموالی، د ناسم پوهاوي لهمنځه وړل، له بېړنیو بریدونو څخه د مقابل لوري پوهول او حتی د اتمي جګړې له رامنځته کېدو څخه مخنیوی دی. »
خو د هاټ لاین ساده تعریف داسې کېدای شي چې، هغه مصوونه ټیلیفوني کرښه ده چې د دوو لوریو ترمنځ په مصوونه، آسانه او چټکه توګه ټيلیفوني اړیکې ټینګوي. د هاټ لاین یا مصوونې کرښې اصلي هدف په خوندي توګه د دوو لوریو ترمنځ د اړیکو ټینګښټ دی.
تاریخي شالید
له تاریخي اړخه لومړنۍ مصوونه کرښه د انګلیستان او امریکا ترمنځ موجوده وه. د تاریخي لاسوندونو پر اساس د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال (۱۹۴۳-۱۹۴۶) د دواړو هېوادونو (انګلیستان او امریکا) ترمنځ دغه کرښه موجوده وه چې موخه یې د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د دواړو لوریو (متفقینو) ترمنځ په مصوونه توګه اړیکې ټینګې او په سمه توګه د جګړې همغږي رامنځته کړي.
اما لومړنۍ مصوونه کرښه چې په ترڅ کې یې د دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې ټینګې شوي، د سړې جګړې پر مهال او د کیوبا توغندويي کړکېچ (د برلین کړکېچ په لړ کې روسانو خپلې اټمي آزموینې بیا پیل کړې او په کړکېچن حالت کې د ۱۹۶۲ کال په مني کې د کیوبا کړکېچ پیل شو. له ۱۹۵۵ کال څخه فیډل کاسټرو او ارنسټو چه¬ګوارا د امریکا لاسپوڅي حکومت؛ یعنې باټيسټا د نسکورولو په موخه خپلې هڅې پیل کړې تر هغه، چې د ۱۹۵۹ کال په جنورۍ کې باټيسټا و تښتېدل او کاسټرو پر کیوبا واکمن شو. ځمکني سمونونه پیل او د مریکايي شرکتونو ډېری ځمکې هم پدغه قانون کې شاملې شوې. دغه سمونونه د امریکا د اندېښنې لامل شوې او له امله امریکا د کیوبا د ګڼډېریو له پېر څخه ډډه وکړه او د دغه هېواد پر وړاندې اقتصادي بندیزونه پلي کړل. په بدل کې د ۱۹۶۰ کال په فبرورۍ کې د شوروي او کیوبا ترمنځ یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې شوروي د پنځو کالونو په اوږدو کې د کیوبا پنځه مېلیونه ټنه ګڼډېري پېرل. امریکا د کیوبا له پاڅون ضد کسانو څخه ملاتړ کاوه او شوروي له کاسټرو څخه. د ۱۹۶۰ کال په جولای کې چه¬ګوارا اعلام کړه، چې لدې وروسته کیوبا د سوسیالیزم بلوک یوه برخه ده. پر وړاندې یې امریکا خپلې کړنې چټکې کړې او د امریکا د څارګرې ادارې مشر آلن ډالس د کیوبا پر ټاپو برید طرحه کړ. د ۱۹۶۱ کال د اپرېل په ۱۴ وروسته له هغه، چې د امریکا بي ۲۶ الوتکې د کیوبا الوتکو په نښو سمبال او د پاڅون ضد کسانو په لارښوونې یې دغه هېواد بمبار کړ د پاڅون ضد یو شمېر کسان پدې هیلې د خوکانو په خلیج کې پیاده شول، چې د عامه وګړیو له هرکلي سره به مخ شي. خو نه یوازې د عامه وګړیو هرکلی نه و؛ بلکې ټول یا ونیول شول او یا هم سیند ته واچول شول. برعکس دغې کړنې د کیوبا او شوروي اړیکې ټینګې کړې. د ۱۹۶۲ کال په سټمبر کې شورویانو اعلام کړه، چې د کیوبا پر خاورې هر ډول برید به د یوې نړۍوالې جګړې شونتیا له ځانه سره ولري. له بل لوري امریکایانو د مونریه ډوکټورینو څخه په یادونې د لوېدیځې نړۍ په سیمه کې له هر ډول «ویجاړۍ» سره د مقابلې په موخه خپل هوډ په ډاګه کړ. د دغو لفظي شخړو په لړ کې د ۱۹۶۲ کال د اکټوبر په ۱۴ د امریکا یو ۲ الوتکو د کیوبا په خاوره کې د منځني واټن ویشتونکو توغندیو له ځای پر ځای کولو څخه خبر ورکړ (کیوبا د فلوریډا له سواحلو سره یوازې ۱۵۰ کیلو متره واټن لري). په لړ کې یې کېنډي دا خبر ترلاسه کړ، چې د «الیوشین» بم غورځوونکو او توغندیو لېږدوونکې بېړۍ د کیوبا پر لور د حرکت په حال کې دي ) په لړ کې د امریکا متحده ایالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ رامنځته شوې ده.
د دې لپاره چې په راتلونکې کې له دا ټول کړکېچ او حتی اتمي جګړو څخه مخنیوی وشي، د دواړو هېوادونو مشرانو ترمنځ د ټيلیفون مستقیمه کرښه (هاټ لاین) رامنځته کړی شوه. دغه کرښه د ۱۹۶۳ کال د جون په ۲۰مه رامنځته شوه چې پر اساس یې د دواړو هېوادونو مشران نېغ په نېغه په تماس کې شول.
د هاټلاین په ذریعه لومړنی مسج دا و (The quick brown fox jumped over the lazy dog’s back 1234567890) چې د امریکا متحده ایالاتو لهخوا، شوروي اتحاد ته لېږل شوی او په وړاندې یې شوروي اتحاد هم په مستقیمه توګه خپل پيغام مخابره کړ چې په روسۍ ژبه و. په پورتني پیغام کې ټول اعداد او حروف د کوډ په بڼه راغلي چې مشخص پيغام لېږدوي.
بېلګې
د شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د لومړنۍ مصوونې کرښې له رامنځته کېدو څخه وروسته د ګڼشمېر نورو هېوادونو ترمنځ هم دېته ورته کرښې رامنځته شوي چې د بېلګې په توګه لاندې ترې یادونه کېږي :
• په ۱۹۶۹ کال کې د روسیې او چین ترمنځ؛
• په ۱۹۶۶ کال کې د فرانسې او شوروي اتحاد ترمنځ؛
• په ۱۹۷۲ کې د سوېلي او شمالي کوریاګانو ترمنځ؛
• په ۱۹۹۲ کال کې انګلیستان او روسیې ترمنځ؛
• په ۲۰۰۴ کال کې د هند او پاکستان ترمنځ؛
• په ۲۰۰۸ کال کې د چین او امریکا ترمنځ؛
• په ۲۰۱۳ کال کې د جاپان او چین ترمنځ؛
• په ۲۰۱۵ کال کې د چین او هند ترمنځ؛
• په ۲۰۱۵ کال کې د هند او امریکا ترمنځ؛ او
• په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ.
د افغانستان او پاکستان مصوونه ټيلیفوني کرښه
په ۲۰۰۱ زېږدي کال کې د افغانستان او پاکستان اړیکې نوي پړاو ته دننه شوې خو لهدې سره جوخت د پاکستان لاسوهنو هم دوام وموند چې وخت ناوخت دواړو لوریو یو بل تورنول. پهدې لړ کې پر پاکستان د تورونو له زیاتوالي سره فشارونه هم زیات شول. د دې لپاره چې د بېباورۍ فضا لهمنځه یوړل شي او ځای یې باور ومومي، دا وړاندیز وشو چې د دواړو هېوادونوترمنځ دې له واسطې پرته نېغ په نېغه اړیکې ټینګې شي.
د پاکستاني رسنیو د رپوټ لهمخې افغان حکومت او پاکستان په ۲۰۱۱ کې د مصوونې کرښې (هاټ لاین) پر رامنځته کولو هوکړه کړې وه؛ خو دغه چاره عملي نهشوه. همداراز په ۲۰۱۲ کال کې د ملي امنیت پر پخواني مشر اسدالله خالد له برید وروسته، د کابل، اسلاماباد او انقرې ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په ترڅ کې هوکړه وشوه چې د درېواړو هېوادونو ترمنځ به دغه کرښه رامنځته کېږي. هغه مهال یوه ترکي چارواکي چې له نوم له اخیستلو یې ډډه کړې، د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي، د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ هاټ لاین رامنځته شوی، څو د ناورین پر مهال د درېیو هېوادونو مشران سره په اړیکه کې شي. خو د دغه ترکي چارواکي په وینا، تر دېدمه (د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر ۳۰مه) د دغې کرښې له لارې اړیکه نهده نیول شوې.
بالاخره کابل ته د پاکستان د لوی درستیز راحیل شریف وروستي سفر (۲۰۱۵، د ډسمبر ۲۷مه) په ترڅ کې د کابل-اسلاماباد ترمنځ دغه کرښه رامنځته شوه. د پاکستان د پوځ ویاند آصف بجوا د ډسمبر په ۳۰مه (۲۰۱۵) پهخپل ټویټر ګڼوڼ کې لیکلي: (د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۲۷مه کابل ته د جنرال راحیل سفر په لړ کې د دواړو هېوادونو لوی درستیز اورګانونو ترمنځ مصوونه کرښه رامنځته شوه. لومړنۍ اړیکه ټينګه شوه )
ګټې او اندېښنې
د هاټ لاین تاریخي شالید او بېلګو ته په کتو سره د ټيلیفوني اړیکو دغه مصوونه کرښه معمولا هغه مهال رامنځته شوې چې هېوادونه په بحراني حالاتو کې ول، څو د مستقیمو او مصوونو اړیکو ټينګښت له لارې د بېباورۍ فضا لهمنځه لاړه شي او پر ځای یې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور رامنځته کړی شي. د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ د دغه کرښې موجودیت، له اتمي جګړې څخه مخنیوی کړی دی. همداراز د دغې مصوونې کرښې رامنځته کېدل د دې لامل شوې چې بحران کنټرول او همغږي زیاته شي.
په اوسنیو شرایطو کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېباورۍ فضا حاکمه ده؛ هاټ لاین د بېباورۍ په لهمنځه وړلو کې رغنده رول لوبولای شي. د دغې کرښې موجودیت د دې لامل هم کېدای شي چې د دواړو هېوادونو له اړیکو څخه د درېیمګړیو چې تر ډېره بریده د پاکستان او افغانستان ګوندونه، کړۍ او افراد دي، لاسونه لنډ شي. همداراز دغه کرښه د دې لامل کېدای شي چې د ترهګرو په نښه کولو، ترهګریزو پېښو څخه مخنیوي او د همغږۍ زیاتوالي لپاره پوره ګټه پورته کړی شي.
د نورو هېوادونو ترمنځ د دغې کرښې موجودیت او ترې اعظمي استفادې ته په کتو سره، ویل کېدای شي چې هاټ لاین د دواړو هېوادونو یوه اړتیا وه؛ اما اندېښنې هم پهخپل ځای دي.
یوه لویه اندېښنه چې د هاټ لاین په تړاو موجوده ده، د افغانستان د محرمو اسنادو افشا کېدل او پاکستاني لوري ته د هغه ورکړه ده. یو باور دا دی چې شونې ده لهدې مصوونې کرښې څخه منفي استفاده وشي چې د افغانستان په خیر به نه وي؛ خو پر امنیتي ځواکونو بېباوري پر ټول هېواد د بېباورۍ په معنی تعبیرېدای شي؛ ځکه امنیتي ځواکونه دي چې د وسلهوالو مخالفینو سربېره د ترهګرو پر وړاندې جنګېږي او هېواد یې خوندي کړی دی. له همدې امله به وي چې دغه کرښه د دوو هېوادونو د ولسمشرانو یا نورو چارواکو پر ځای د پوځ د لوی درستیز اورګانونو ترمنځ رامنځته شوې، څو له ترهګرۍ سره مثمره مبارزه وشي.
د مثمرې مبارزې ټکني کېدل او د پاکستان بېغوري کولای شي، د دغې کرښې (هاټ لاین) ارزښت له صفر سره برابر کړي.
اخځونه:
http://www.merriam-webster.com/dictionary/hotline
https://www.armscontrol.org/factsheets/Hotlines
https://en.wikipedia.org/wiki/Hotline#USA.E2.80.93UK
د دیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو تاریخ، ډاکټر احمد نقیبزاده، ژباړه، مجیبالرحمن لمر
https://www.armscontrol.org/factsheets/Hotlines
http://www.history.com/this-day-in-history/the-us-soviet-hot-line-goes-into-operation
https://en.wikipedia.org/wiki/Hotline#Between_states
http://www.dawn.com/news/770326/crisis-hotline-set-up-between-pakistan-afghan-turkish-presidents
Pursuing decision in Gen #Raheel's 27th Dec15 visit to Afgn,hot line established b/w DGMOs of both countries.First contact/call just made-1
— Gen(R) Asim Saleem Bajwa (@AsimBajwaISPR) December 30, 2015