زه هجرت الله اختيار نومېږم، د عبدالمنان زوى يم، په ١٣٦٣ل کال د پاکستان په سره پله نومي کيمپ کې زېږېدلى يم، خو اصلاً د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د نظر آباد نومي کلي اوسېدونکى يم، دا مهال د لغمان ولايت په عزيز خان کڅ کې اوسم.
لومړنۍ زده کړې مې د پاکستان په هريپور نومي کيمپ کې پيل کړې او په ١٣٨٢ل کال په همدغه کيمپ کې له ابى ايوب انصاري لېسې څخه فارغ شوم. د ښوونځي په لسم ټولګي کې وم چې شاعري او ليکوالي مې پيل کړه، لومړنى کس چې د شعر په اړه يې راته لارښوونې کولې زما ټولګيوال احمد ولي مرور (اوسنى تخلص يې يوسفزى دى) و، وروسته مې بيا د هغه په واسطه له حيات الله وړ صيب سره اشنايي وشوه، د هغه شاعرۍ او مجلسونو مې پر شعر نور هم اغېز وکړ او فکر کوم چې له دې وروسته د شاعرۍ پر لاره وربرابر شوم، وروسته وروسته مې بيا مطالعه پراخه شوه، په ډېرو نورو غونډو کې مې ګډون وکړ او ډېرو نورو شاعرانو سره مې وپېژندل.
په ١٣٨٠ کال کې مو په هريپور کې د پامير ادبي ټولنې په نوم له خپلو ملګرو سره يو ځاى يوه ادبي ټولنه جوړه کړه، يو څو غونډې يې وکړې، بېرته وشړېده، له هغې وروسته مو په ١٣٨٢ل کې د اصلاحي ادبي ټولنې په نوم بله ټولنه جوړه کړه، زه په دې دواړو ټولنو کې غړى وم.
په ١٣٨٣ل کال کې مې په کانکور ازموينه کې ګډون وکړ، د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته په ٢٦٣ نومرو بريالى شوم، په ډېره مينه مې پوهنځى پيل کړ، ليليه مې نه درلوده، له عزيز خان کڅ څخه به په سايکل تلم راتلم، په ١٣٨٧ل کال کې مې پوهنځى پاى ته ورسوه، په خپل ټولګي کې ١٧مه شمېره وم.
کله چې د پوهنځي څلورم کال ته لاړم، نو د ميديوتيک په نوم په يو دفتر کې د علمي او فرهنګي چارو د مسوول په حيث له وخته وروسته مقرر شوم، يو کال مې دا دنده ترسره کړه، له پوهنتون څخه چې فارغ شوم، د ميديوتيک دنده مې پرېښوده او په ولسي جرګه کې د اقتصاد کميسيون د اداري مسوول په حيث مقرر شوم، نږدې يوکال مې هغه دنده ترسره کړه، د معاش د کموالي او له کورنۍ څخه د لرېوالي له امله اړ شوم چې پرې يې ږدم او په ننګرهار کې مې د انتخاباتو د شکايتونو په کميسيون کې د حقوقپوه په توګه دنده واخيسته، نږدې اته مياشتې مې هلته کار وکړ، د انتخاباتو له ترسره کېدو سره سم دا دنده هم پاى ته ورسېده، دغه مهال په ١٣٨٩ل کال کې مې د افغانستان د مدافع وکيلانو خپلواکې ټولنې څخه د مدافع وکالت جواز له يوې ازموينې څخه تر تېرېدو وروسته واخيست او له مدافع وکيل ثناء ګل تره خېل سره مې درې مياشتې په دارالوکاله کې د مدافع وکيل په توګه کار وکړ، له هغې وروسته د پارلماني ټاکنو لپاره د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون کې بيا د ننګرهار ولايت د کميسيون د غړي په توګه وټاکل شوم، نږدې نهه مياشتې مې دا دنده ترسره کړه او د ټاکنو له ترسره کېدو سره سم چې دا نده پاى ته ورسېده، نو زه هم سمدستي (د جګړې او سولې د راپور ورکونې انسټيټيوټ يا IWPR) سره د ننګرهار ولايت د سيمه ييز مسوول په توګه مقرر شوم، نوموړې اداره يوه ژورناليسټيکه اداره د ه، د ژورناليستانو لپاره روزنيز پروګرامونه پر مخ بيايي او هم په ځينو مهمو موضوعاتو راپورونه هم برابروي، زه ورسره په دې دواړو برخو کې همکاري کوم، تر اوسه مې دا دنده روانه ده.
په ١٣٩١ل کال کې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې شپږ نوي بستونه اعلان شول، ما هم اسناد ورکړل او تر ازموينې وروسته بريالى شوم، دا مهال د دغه پوهنځي د (سياستپوهنې بنسټونه) او (نړيوالو اړيکو) مضامينو استاد يم. ددې ترڅنګ د (اختيار حقوقي خدمتونو) په نوم د حقوقي خدمتونو يوه اداره هم لرم چې په حقوقي برخه کې روزنيز پروګرامونه او ځينې حقوقي مرستې او مشورې ترسره کوي، د دې اداري مشري له ما سره ده.
تر دې دمه مې لاندې کتابونه چاپ شوي دي:
- لپه (شعري ټولګه
- زه (شعري ټولګه)
- پېغله سوالګره (لنډې کيسې)
- کله چې توره څادري سوځېده (د پوليسي کيسو ژباړه)
- د ښځې وېښتان (د پوليسي کيسو ژباړه)
- اسلام او هندوواله (د اسلام او هندوويزم پرتليزه څېړنه، ژباړه)
- اسلام د انساني خوښۍ دروازه (ژباړه)
- د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم معجزې او د معراج شريف پېښه (ژباړه)
- پر ځان ويسا (ژباړه)
- د بحران مديريت (ژباړه)
- ډيپلوماټيکي اوکونسلي حقوق (ژباړه)
- پښتانه څوک دي (په دوه ټوکو کې ژباړه)
- هغه سترګې دې يو څو ورځې زما شي (د دوبۍ سفرنامه)
- د سياستپوهنې بنسټونه (ليکچر نوټ)
- اعتراف (د اخباري کالمونو او ليکنو ټولګه)
ناچاپ کتابونه مې په لاندې ډول دي:
- د شاعرۍ يو کتاب
- د امريکا سفرنامه
- نړيوالې اړيکې (ليکچر نوټ)
تر اوسه مې له هېواده بېرون څلور رسمي سفرونه کړي دي، دوه ځله پېښور ته د کنفرانسونو لپاره بلل شوى يم او تللى يم، يو ځل په ١٣٩٠ کال کې (پښتو نړيوال کنفرانس) ته او بل ځل هم په ١٣٩١ کال کې د پولې دواړه غاړو ته د ژورناليستانو يو کنفرانس ته تللى يم.
درېيم سفر مې د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته و، په دې سفر کې د افغانستان د ټولو پوهنتونو د ژورنالېزم پوهنځي استادان بلل شوي ول او د ژورناليستيکو مسايلو په اړه يو درې اوونيز ورکشاپ و، زه په کې د خپل دفتر له خوا ځکه تللى وم چې د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي سره مې د خپل دفتر په استازيتوب همکاري کوله.
څلورم سفرمې د امريکا متحدو ايالاتو ته و چې په همدې ١٣٩٢ کال کې ترسره شو. چې په دې سفر کې مې د واشنګټن ډي سي په شمول د متحدو ايالتو درې بېلابېل ايالتونه وليدل، زه د يو مدافع وکيل په توګه راغلى وم، دا يو علمي سفر و چې و کالت، پوليسو، څارنوالۍ، محاکمو او په عدلي او قضايي برخه کې د امريکا له اړوندو ادارو سره مو مجلسونه درلودل، موږ د خپل هېواد د عدلي او قضايي سيستم او کارونو په اړه هغوى ته معلومات ورکول او هغوى د خپل سيستم په اړه موږ ته، دا پروګرام د نظرياتو او تجربو د شريکولو يو درې اوونيز پروګرام و.
درنښت