• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

هدف او د هغه ډولونه

Home لومړيتوبهدف او د هغه ډولونه

هدف او د هغه ډولونه

لیکنه:خیال ستانکزی
هر انسان د ژوند کولو ترڅنګ نړۍ ته د یوه هدف لپاره رالیږل شوی،تر څو په خپل ژوند کې هدفونه ولري او دې هدفونو ته د رسیدلو لپاره ډول ډول تګ لارې انتخاب کړي،بریالي کسان هدف ته د رسیدلو لپاره له ځان سره پریکړنده تعهد کوي،تعهد حدف ته رسیدلو یوه غوره وسیله ده،د رسیدلو لپاره یې له اغزن تار او له شلیدلي پاړه تیریږي.
هدف ته د رسیدلو لپاره قوي هوډ او ارادې ته اړتیا ده،کله چې د یوچا هوډ او اراده کمزوري وي نشي کولی چې خپلې موخې ته په اسانئ سره ورسیږي،داسې څه نشته چې امکان دې ونلري،خو پخه اراده مهمه ده،
کله چې یو هدف ټاکئ،ځینې جملې دي چې له ذهنه یې اوباسئ او هیڅ کله دې جملو ته مه تسلیمیږئ.لکه(دا کار به څنګه شي،دا کار خو ډیر سخت ده،دا کار زما له وسه بیرون ده،زه ددې کار وړتیا نلرم).
د یوه هدف د ټاکلو لپاره له ځان سره باید مخکې له مخکې داسې فکر وکړئ چې،دې هدف ته درسیدلو نه وروسته کومې پایلې لاسته راوړلی شو،مثبتې که منفي،کله چیرته موخې ته د رسیدلو نه وړاندې له ستونزو سره مخ شوئ،ځان کمزوری مه احساسوئ،،ځان ته روحي انرژي ور اوبښئ،له نو لارو چارو کار واخلئ،کیدای شي یوه لاره پیدا شي چې تاسو خپل هدف ته ورسوي.
★هدف هغه پټ راز او رمز ده چې یو کس یې د خپلو هیلو د رسیدلو لپاره ټاکي.
★هدف کولی شو چې په لاندې ډولونو وویشو.
✧ اخروي هدف.
✧ دنیوي هدف.
✧لوی هدف.
✧ کوچنی هدف.
✧ مثبت هدف.
✧ منفي هدف.
✧اخروي هدف:له اخروي هدف څخه مطلب دادی، کله چې موږ فکر وکړو چې دې نړۍ ته د څه شي لپاره رالیږل شوي یو،او زموږ موخه دلته د رالیږلو څه ده،بیا کولی شو چې په همدې نړۍ کې د ځان لپاره اخروي هدف وټاکو،اخروي هدف د پاک الله(ج)رضا او دیدار ده،چې پدې نړئ کې د عباداتو،د الله(ج)او د هغه د رسول(ص)اوامرو په منلو لاسته راوړلی شو،د پاک رب له رضا وروسته د سپیڅلي ځای څخه برخه من کیدل دي،چې هغه جنت ده هلته ابدي ژوند ده،خوشالي ده، مرګ،ناروغي،خپګان،ژړا پکې نشته.
اخروي هدف ته د رسیدلو لپاره به په پدې دنیا کې له بېلابېلو کړاونو سره مخ شو، خو ښه به وي چې په سړه سینه یې وزغمو،دې نړۍ ته باید زیات ارزښت ورنکړو،دومره ارزښت ورکړو چې هغې دنیا ته پکې یوه توښه او دلته مو یوازې ژوند پکې تېیر شي،داسې وانګېرو چې د یو څه وخت مېلمانه یو.
✧ =دنیوي هدف:هرڅوک په زړه کې ارمان،هیلې،انتخاب لري،چې د هر چا غوښتنې له یو بله توپیر کوي،چې ځېنې د پیسو،ښه کور،ښه موټر،او ښو ملګرو وږي وي،او ځینې بیا د خپلو معشوقو وږي،له هر څه نه مهمه دا ده چې د پوهې وږي اووسو،هغه څه چې زموږ ژوند ښکلی کوي هغه پوه ده،په دنیوي هدف کې باید تعلیم ته زیات ارزښت ورکړو،کله چې د پوهې په ګاڼه سمبال اووسو د خیر د لمنې څنډې مو ترنورو هم رسیدلی شي،هر چاته ضروري ده چې په ژوند کې هڅاند اوسې،هغه څوک چې زیات زحمت ګالي یوه ښه روښانه راتلونکي هم درلودلی شي،په ژوند کې هدف ډیر اړین ده،ژوند او هدف یو د بل لازم او ملزوم ده،مانا دا چې یو له بله نه شلیدونکې پدیده ده،
له هدف څه باید په ژوند کې داسې ګټه واخلو لکه نابینا چې د لارې موندلې لپاره له امسا څخه کار اخلي.
✧=لوی هدف:ښه به دا وي چې په ژوند کې لوی هدفونه وټاکو،د لوی هدف په ټاکلو کې مو ذهن براخیږي،او غوښتنې مو هم لوړیږي،هغه یوه یو متل ده چې(لوړ یې وایه،ټیته یې لارده)یعنې لوی هدفونه وټاکئ او زیات کوشش وکړئ چې هماغه لوي هدف ته ورسیږئ،که چیرې بیاهم ونه رسیدلئ ځان کمزوری مه ګڼئ او بیا بیا د لاسته راوړلو لپاره یې هڅې وکړئ،
لوی هدف ته د رسیدلو لپاره ښه ملګرئ انتخاب کړئ،د هغوئ له مشورو څخه ګټه پورته کړئ،داسې ملګري چې د ژوند رازونه مو ورسره شریک کړي وي،بیاهم که لوی هدف ته ونه رسیدئ،فکر وکړئ چې لامل څه وو خپل لوی هدف ته ونه رسیدم،خپل هوډ مو څو برابره د پخوا په څېر زیات کړئ،او زیاته انرژی مصرف کړئ،له ډیرو هڅو وروسته که بیا هم لوی هدف مو تر لاسه نکړ،په هماغه هدف بسنه وکړئ چې کوم مو لاسته راوړی.
✧=کوچنی هدف:د کوچني هدف په لاسته راوړلو کې هم هر چاته اړینه ده چې ستونزې دې وګالي ترڅو یې لاس ته راوړي،کوچني هدفونه د لوی هدفونو کلید بلل کیږي،کله چې په کوچنیو هدفونو برلاسي شو کولی شو چې لویو هدفونو ته د رسیدلو لاره پیدا کړو،که چیرې کوچني هدف ته د رسیدلو په برخه کې هڅه ونکړو، ممکن لټ اموخته شو،بیانو د لویو هدفونو دروازې زمونږ په وړاندې بندیږي،مهمه دا ده چې کوچني هدف ته رسیدلو لپاره باید له نوموړي هدف سره بلد اوسیږو او په ورځیني چارو کې مو ترې ګته پورته کړي وي.

✧=مثبت هدف:په ژوند کې مثبت هدفونو ته لومړيتوب ورکړئ،هغه هدفونه وټاکی چې مشرعیت ولري او د ټولنې په ګټه وي،له هغو موخو ډډه وکړئ چې ترلاسه مو کړه او د ټولنې په خیر نه وي،هر هدف ته له رسیدلو مخکې فکر وکړئ چې ګټه یې زما او د ټولنې لپاره څومره ده،د نړۍ پوهان هم د هغه هدف په لټه کې وو چې ګته یې ترنورو وګړو هم رسیدله،ځکه چې پوهان ورته ویلی شو.
✧=منفي هدف: له منفي هدف څخه مانا داده چې یو څوک فکر کوي چې چا ته څنګه او په څه ډول زیان ورسوي،او یا هم په ټولنه کې داسې کړنې وکړي چې د نورو په ګټه نه وي،هیڅوک دې ځانته دا اجازه نه ورکوي چې منفي هدفونه وټاکي او په منفي هدفونو خپل ارزښتناکه وخت بې ځایه تېر کړي،ددې پرځای چې په ټولنه کې محبوبیت پیدا کړي خپل موقف له لاس ورکوي،تل ددې په هڅه کې اووسئ،او هغه هدفونه وټاکئ چې له رسیدلو وروسته په ټولنه کې خلک درته په درنه سترګه وګوري.
ومن الله توفیق

دا زما د یوه ملګري لیکنه ده

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

د جبران قانون (د براین ټیریسي د لنډو لیکنو د لړۍ څخه)

د جبران قانون (د براین ټیریسي د لنډو لیکنو د لړۍ څخه)

Mar 10, 2016

لیکنه: براین ټریسي ژباړه: مشتاق رحیم تاسې هماغه څه ترلاسه[...]

څرنګه کولی شو، په لس ګوتو سره په چټک ډول ليکل ( ټايپ ) وکړو؟

Jan 10, 2018

ليکنه: محمد عزيز پردېس د يوې د قيقې په لړ[...]

مثبت فکري تمرینات
The autumn flower of sun flare.

مثبت فکري تمرینات

Jan 5, 2016

لیکنه: شریف شاهین بریالیتوب د خوښۍ راز دی. هر څوک[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d