• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

هدف ټاکنه او هغه ته رسيدل

Home ژباړههدف ټاکنه او هغه ته رسيدل
هدف ټاکنه او هغه ته رسيدل

هدف ټاکنه او هغه ته رسيدل

ژباړه: ساحل منګل

زمونږ د ځواک تمرکز هدف ته په رسېدو، د هغې په لاس ته راوړلو او په کار اچولو کې  زمونږ په ژوند کې بر يالی او مهم کار دی .

دهغو کسانو لپاره   هغه څه  چې دوی ېې  په ژوند کې غواړي  يعنی خپل هدف او مقصد ته ورسيږي  بايده  دي ،چې د هدف په ټاکلو کې  په خپلې انرژۍ او زړورتيا باندې تمرکز وکړي او له دې لارې خپل هدف ته ورسيږي .

هغه څه ،چې په ژوند کې ورته ليوالتيالری چې تر لاسه ېې کړی  ويې ليکئ  هغه څه ،چې نور  ور ته ليوالتيا لري تاسو ېې هم تر لاسه کړی اضافه کړی، او هغه څه ،چې نور ېې ليوالتيا لري له تاسو ېې تر لاسه کړي هم له ځان سره وليکلی .

اوس پا م وکړی،او وګوری،چې دتمايلا تو او هيلو تر منځ  کوم څه له ټولو بهتر دي او کوم ېو ېې ارزښت لري ،چې انسان ېې دترلاسه کولو لپاره کار وکړي .

ځان ته دوکه  مه ورکوی او له ځان سره صادقه  واوسی او خپل ټول تمايلات حتی  هغه ،چې له وړوکوالي مو غوښتنه لره او اوس ېې هم لری دکاغذ پر مخ وليکلئ  له دې کاره مو موخه داده ،چې دتمايلاتو او ارزوګانو ترمنځ دښو او بدو توپير وکړو تر څو هغه څه ،چې خوښ مو وي تعقيب کړو او هغه څه ،چې خوښ مو نه وي پرېږدو.

علمي تجر بو ثابته کړې ،چې دکاميابۍ او ناکامۍ سل لارې دادي ،چې دانسان د روح په ژورو کې مختلفې او متضادې هيلې وجود ولري خو که  لږ دقت  وشي اوانسان دکاميابۍ  يوه لار ځان ته وټاکي  نو ددې امکان شته ،چې انسان  ښه پرمختګ وکړي .دهيلو تضاد يو انسان له پرمختګه راګرځوي  نور لاملونه  ډير کم ليدل کيږي ،چې دبر ياليتوب لامل کيږي .

نو هغه څه ،چې انسان خپل هدف ته نه رسوي  ز يات او بيلابيل هدفونه دي ،چې له يو بل سره تضاد لري.

نو کولای شو ووايو ز يات  انسانان دي ،چې دمختلفو هدفونه او بيلابيلو هيلو  دلرلو له امله ېې  ځانونه قرباني کړي دي او له يوې نړۍ هيلو سره سره په صورت روغ  خو بې حرکته پاتې شوي دي .ځکه  نه پوهپږي ،چې د پورته تګ لپاره کوم قدم  پورته کړي  خو په مقابل کې  داسې خلک هم شته پوهيږي ،چې څه غواړي  خپل هدف او مقصد په خپله ځان ته ټاکي او په  ټول توان سره هغه تعقيبوي .

فکر وکړئ ستاسو دبر ياليتوب راز  په دې کې دی چې : له دقيق  بحث او فکر کولو وروسته خپل هدف او مقصد په روښانه ډول  وپيږنئ او په پوره يقين سره دهغې په رسېدو کې ګام پورته کړی نوپه دې صورت کې بر ياليتوب حتمي ده ځکه ،چې دهستۍ په نړۍ کې هر څه دجاذبې دقانون تابع دي او ثابته شوې ،چې دغه اصل  په عالم کې ماده او همدارنګه په نړۍ کې ېې معنو يات جاري دي

کله ،چې تاسو په خپل  بر ياليتوب  ډاډ حاصل کړحتما به کاميابه او بر يالي کيږ ي  البته  بايد پام مو وي ،چې دکاميابېدو هيله او کاميابي يو شان دي او اطمينان په کامېابېدو بيا بل شی دی  .ټول غواړي ،چې بريالي شي خو ټول په دې يقين نه لري ،چې بر ياليتوب ته به ورسيږي .هغه څوک ،چې په خپله کاميابي  باور لري نو خامخا کاميابه دي.

دهدف له انتخابه وروسته له ځانه  و پوښتی ،چې دڅه لپاره مو دغه هدف غوره کړی دی ؟

د دې ډول هدف ټاکل او ګټه څه ده؟ هغه هدف ،چې تاسو دخپل تصور په بنسټ غوره کړی اودهغې مو يو شمير اړخونه په نظر کې نيولي دي،  ستاسو له خوا نيول شوی هدف لکه  يو سيند داسې دی ،چې له هغې څخه بايد لرې وګرځی هغه ته ښه وګوری او دقت وکړی ايا ساحل نور وينی؟او ايا په دې باور لری او کولای شی ،چې هلته بيړۍ ودروی.

ددې لپاره ،چې پوه شی ،په کومه لاره مو قدم ايښی او چيرته ځی بايد له لومړۍ څخه  دکار پای وګوری .له هغو دوستاسو سره ،چې په هغو باور لری ،مشهوره وکړئ  او څو څو ځله خپل عقل او ذوق ته  مراجعه وکړئ  او په کلي ډول تاسې دخپل هدف څخه فهم او درک څه شی دی ؟خپلې سترګې وغړوی .

کله مو ،چې خپل هدف تشخيص کړ  او اراده  مو وکړه ،چې هغه ته  ورسيږی ټول فکر او ذهن بايد د هدف ګېرچاپيره کړی او ورسره  دهدف نه  مو دخپل ځان  په اړه له ځان سره تصوير ولری .کله مو ،چې  مو چې  ټول ځواک او انرژي  هدف ته  درسېدو لپاره متمرکزه کړه  لکه ماشوم داسې شی ،چې فقط په خپلو لوبو لګياشی او نورو شيانو ته کمه پاملرنه وکړی ،کولای شی له هغو کسانو سره ،چې يقين لری  د هدف ته په رسېدو کې له تاسو سره مرسته کوي  له هغوی سره خبرې اترې وکړی .

يو پيژندل شوی مثال دی کله ،چې يو ذره بين په يوه کاغد  دلمر رڼا واچوي ،کوم ځای نه سوزوي ولې کله ،چې هغه  په  يوه  ځای  باندې متمرکز کړی  بغير له شکه هغه نقطه سوزوي  .نو تاسو هم هدف ته په رسېدو کې خپل ځواک په يوه نقطه متمرکز کړئ  اوډاډه اوسی ،چې  بر ياليتوب ته به ورسيږي . .

داډيره مهمه  ده،چې خپل ځان، هدف  او دهغې پايلې ته ،چې هدف ته ېې په رسېدو سره ېې په لاس راوړی کامل اطمينان ولری او هيڅ شی  او هيڅ  پيښې ته که  لويه وي او يا وړه اجازه ورنکړی ،چې تاسې دسستي او لټي لوري ته کش او ناهيلي مو کړي  .هيڅکله په خپل  بر ياليتوب شک ونکړی او داطمينان او اعتماد له روحيې څخه ډک په کار لاس پورې کړی او خپلو هڅو ته ادامه ورکړی .

احتمالي ستونزې او نور مسايل تصور کړی ،چې دحل وړ وي او په خنديدونکي غيږه کې ېې ونيسئ او له هغې سره بردخورد وکړی  هغه ځواک ،چې ددې ډول مسايلو کې ستاسو مخ ته راځي او دخپل کار  په  تر سره کولو کې له هغې څخه کار اخلی ددې لامل کيږي چې تاسو له ځان سره ونيسي او ستاسو دپرمختګ سفر تېز کړي  خوپه ياد ولری  هغه لحظې ،چې تاسو ته ماتې درولي په واقيعت کې هغه وقفه ده ،چې تاسې دهغې په طۍ کولو کې  له ماتې څخه تجر به اخلی کولای شی دخپل هدف په لور بهتره او اسانه لاره پيدا کړی .

دهغه څه لپاره ،چې تل دهغې لپاره اميدواره یاست ستاسې سالم،خوشباوره،او ازمويل شوي ملګري له تاسو سره پکې مرسته کوي خو هيڅ کله هم  هغو خلکو ته ،چې منفي فکر او بد غوښتونکي وي لاره ورنکړی .هميشه دهغو کسانو دشخصيت ژوند ليکونه ولولی ،چې خپلو لويو هدفونو او ارزوګانو ته رسيدلي وي  او دغه لاره به له تاسو سره هم په مقصد رسيدو کې مرسته وکړي .

هدف ته رسېدل لازمه وسيله  لري کله مو ،چې هدف  په ښه  ډول مشخص کړ دهغه  وسايل هم ښکاره کيږ ي  خو نه داچې دوسيلې دتشخيص وړاندې  دهدف په لار کې ګام پورته کړی ،هر ډول وسيله له  دغو  عناصرو منځ ته راځي لکه،خلک ،دوخت او ځای شرايط،ستاسو خپل شخصيت او چلند ،دمسايلو په حل  او هغه طر يقه ،چې تاسو دژوند له مسايلو سره مخ کيږی او نورې  وسيلې چې له هغو مجموعو څخه عبارت دي ،چې ستاسې د کاميابېدو او ناکامېدو  لامل ګرځي .

خلکو څخه  دمرستې د ترلاسه کولو په  وخت کې بايد داپه نظر کې  ونيسی ،چې کوم  ډول  خلک تاسې سره  دهدف په رسېدو کې مرسته کوي : پيسه دار  يا نفوذ لرونکي، پوه يا احساساتي خلک،باشعوره، او که عاطفي خلک؟ زور واکي او يا هغه څوک ،چې په قوي  روحيې  پيژندل شوي وي .خلک بايدديو شمير ځانګړنو له مخې  په نظر کې  ونيسی او هغه وخت  ،چې له هغوی څخه  دهدف په ټاکلو کې ګټه اخلی دهغوی اثر او ارزښت  وسنجوئ او وروسته هغه څوک ،چې کولی  شي له تاسې مرسته وکړي له هغوی سره  اړ يکې ونيسی .

داپه نظر کې ولری ،چې تاسو بايد نه داچې د بهرنيو عواملو او حوادثو په مقابل کې لکه مجسمه بې حرکته پاتې شی  بايد له هغو کسانو څخه شی ،چې په خپله دخپل  زړه ،اوضاع او شرايط رامنځ ته کړی او دوخت او ځای  دشرايطو په رامنځ ته کولو کې ګټور تمام شي . تاثر اوغم ستاسو دپرمختګ او بر ياليتوب لاره تياره کوي هيڅکله  دسختو شرايطو په مقابل کې متاثر نشی،بلکه له هغو څخه  عبرت واخلئ او له پخوا څو برابره دخپل ځواک څخه دخپل مقصد په لاس ته راوړلو کې کار واخلئ .

دخپل شخصيت او چلند څخه ،چې دستونزو په حل او د ژوند په مسلو کې له هغې څخه کار اخلی بايد ځان ته دقيق شی او خپلې نيمګړتياوې او عيبونه   په صادقانه  ډول تشخيص کړئ او په ډېره زړور تيا دهغوی په رفع کولو کې کوښښ وکړی .هر ډول  و يره او ناهيلي  بې ګټې دی . برياليتوب ته درسېدو لپاره سل لارې دي ،هر څوک هدف ته درسېدو په لاره کې لکه د لوبې موټر چلونکی يا هغه سوار کار ده ،چې غواړي   په ميدان کې لوبه  وکړي نو لازمه ده مخکې له هر څه دکار ټولې خواوې وسنجول شي ،تر څو دهغې نقصانونه يوې خواته شي او په پوره ډاډ سره دلوبې په ميدان قدم کيښودل شي  نو په دې صورت کې  بر ياليتوب حتمي ده.

 

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

د ازموينو لپاره څرنګه چمتووالی ونيسو؟

Jan 26, 2018

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس د ازموينې په شپه[...]

کورنۍ، خندا، لومړيتوب، ماشومان

د خوشحاله ژوند کولو لپاره لس لارې

May 5, 2016

لیکنه: صفي الله سلطاني هر څوک په دې لټه کې ده[...]

اضداد

اضداد

Dec 13, 2015

لیکنه:سیداصغر هاشمي د اضدادو فلسفه ده، چې په ټوله نړۍ[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d