ژباړه: نصیر رښتین
ناکامي د بریا لپاره د لوی لاري حیثیت لري، ټام واسټن وايي ( که تاسي غواړئ بریالي شئ خپله ناکامي څو ځله ومنئ) که چېری مونږ تاریخ مطالعه کړو وبه وینو چې د بریا ټولې کیسې د ناکامۍ کیسي هم لري، خو خلک یي ناکامي نه ویني دوئ یواځی د انځور یو اړخ ویني اوبیا وايي فلانکی ډیر نیکمرغه شخص دی هغه په ډیره ښه موقف کې دی.
اجازه راکړئ د یو چا د ژوند کیسه درسره شریکه کړم، دا یو کس وه چې په ۲۱ کلنۍ کې په خپل کاروبار کې ناکام شوی وه، په ۲۲ کلنۍ کې یي په یوه سیالۍ کې ماتي وخوړه، په ۲۴ کلنۍ کې بیا په خپل کاروبارکې تاوانی ش، په ۲۶ کلنۍ کې د خپلی معشوقي پ مینه کې بریالي شو، په ۲۷ کلنۍ کې یي عصبي تکلیف پیدا کړ چې بیا جوړ شو، په ۳۴ کلنۍ کې د کانګریس په سیالیو کې ناکام شو، په ۴۵ کلنۍ کې د سناتورۍ په ټاکنو کې ناکام شو، په ۴۷ کلنۍ کې یي هڅه کوله چې مرستیال ولسمشر شي هم بریالی نه شو او بلاخره په ۵۲ کلنۍ کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وټاکل شو دا شخص ابراهم لینکن وه. ایا تاسي هغه ته ناکام وایاست؟ هغه ښایي پریښی وای، خو د لینکن لپاره ماتې د بریا یوه بله لار وه نه د هڅې پای.
کلونل سنډریس په ۶۵ کلنۍ کې یو ډیر زوړ موټر او د سل دالرو چک درلودل، هغه پوهه شو چې باید یو څه وکړي هغه د خپل مور د پخلي نخسه په یاد لرله او د خرڅلاو لپاره بهر ووت، هغه مخکي له دې چې لومړی فرمایش ورته وشي څو دروازي یي ټکولي وي ، داسي انګیرل کیږي چې هغه له زرو زیاتي دروازي ټکولي وي مخکې تر دې چې لومړنی فرمایش ورته وشي. زمونږ څومره خلک یو کار له دری ځلي هڅو، لس ځلي هڅو او سل ځلي هڅو وروسته پریږدي؟ او بیا مونږ وایو دومره هڅه مو وکړه څومره مو چې کولی شو.
والټ ډیسني یو ځوان کارتون جوړونکی وه، څو ځله یي د اخبار د ایډیتر لخوا څو ځل تهدید شوی او ورته ویل شوي وو چې هیڅ استعداد نه لري، یوه ورځ د یوه وزیر لخوا وګمارل شو چې د کلیسا په دیوال څه انځورونه رسم کړي، هغه څو ځله هڅه وکړه چې د یو موږک کارتون رسم کړي خو څرمن به یي خرابه ښکاریده، بیا بیا یي هڅه وکړه اخر یي یو کوچنی موږک په دیوال رسم کړ چې هغه ورته ډیر حیران وه، دا کار د هغه د بریا پیل وه. بریالي خلک ستر کارونه نه کوي دوئ یواځی کوچني کارونه په ستره طریقه کوي.
یوه ورځ یو څلور کلن غبي ماشوم د یوه کوچني لیک سره چې ښوونکي ورکړی وه کور ته راغی په لیک کې لیکل شوي وه (ستاسی ماشوم ډیر غبي دی او هیڅ نه زده کوي نوموړی د ښونځي څخه وباسئ) د هغه ځیرکي مور لیک داسی ولوستو ( ستاسی ماشوم ډیر ځیرکه دی تاسي ورسره مرسته وکړئ په راتلونکی کې به تري غټ سړی جوړ شي) هغه چې دا خبر واوریده ډیر تشویق شو او هڅه یي شروع کړه، کله چې دا ماشوم رالوی شو د نړۍ ستر شخصیت تری جوړ شوی وو. دا توماس ایډیسن وه. توماس اډیسن یواځي دری میاشتی ښونځي ته تللی وه. هغه دومره غبي وه چې له ښونځي څخه شړل شوی وه، خو وروسته له ډیرو هڅو یو ستر انسان تری جوړشو.
هینري فورډ چې خپل لومړی موټر جوړ کړ ورستی ګیر ترې پکې پاتی شوی وه، ایا تاسي دې خلکو ته پاتیالي وایاست؟
دوی د ستونزو په وجه بریا ته رسیدلي دي نه د ستونزو په نه شتون کې! ، خو بهرنۍ نړۍ ته داسي ښکاري چې دوی ډیر طالع مند دي چې بریالي شو، خو داسی نه ده.
د بریا ټولي کیسي د ناکامۍ کیسي دي یواځینی توپیر یي دادی چې کله ناکامیږي بیرته په تیندکونو راروانیږي. دي ته ناکامیدل مخ په وړاندي وايي نه ناکامیدل مخ په وروسته!، تاسي زده کړئ او مخ پر واړاندي لاړ شئ. له خپلو خپلو ماتو زده کړه وکړئ او حرکت وکړئ.
په ۱۹۱۶ کال کې ایډیسن د ۶۷ کلنۍ په عمر خپل کارځای د اور په وجه له لاسه ورکړ چې څو میلونه ارزښت یي درلود، او یواځي لږه بیمه یي لرله. لږ وخت نه کیده چې دغه سړي (اډیسن) د خپل ژوند ټوله خواري لیدله چې په لوږو کې بره روانه وه او ویل یي ( په ناورین کې یو ستر ارزښت دی پروت دی، زمونږ ټولي نیمګرتیاوي وسوزیدي، شکر دی خدایه چې مونږ کولای شو له سره یي پیل کړو) دری میاشتي وروسته هغه پونوګراف (غږ ثبتولو اله) کشف کړه.
مونږ باید دا زده کړو چې ګټونکي شو نه قرباني، ویره او شک زمونږ ذهن لنډ او تنګوي. د هري کړني وروسته له ځانه وپوښتۍ، ما له دي تجربي نه څه زده کړل؟ تاسي به ددي وړشئ چې شۍ چې له یوه کاره وروسته بل هم په بریاليتوب ترسره کړئ.
که تاسي فکر کوئ!!!
- که تاسي فکر کوئ چې تاسي ماتي خوړلي، تاسي مات یاست.
- که تاسي فکر کوئ تاسي یي نه شئ کولای، هیڅکله به یي ونه کړئ.
- که تاسی خوښوۍ چې ويي کټئ خو فکر کوئ وبه يي نه کټۍ، هیڅکله به یي ونه ګټۍ.
- که تاسي فکر کوئ ناکام یاست، تاسي ناکام یاست.
په نړۍ کې ټولي بریاوي د هیلو په اساس رامنځ ته شوي او داټول حالات په فکر پوري اړه لري که تاسي فکر کوۍ له چوکاټه وتلي یاست، تاسي یاست!.
تاسي ته پکار ده چې لوړ فکر وکړۍ، او په خپل ځان باور ولرئ او مطمئن شۍ مخکي له دي چې په یو کار کې بریالي شۍ.
په ژوند کې بریا هغه چا پسی ځي چې څوک فکر کوي بریالي دي.