ژباړه : عطا محمد میاخېل
یوه ورځ د عربي مشرانو له ډلې څخه یو مشر د حج په سفر لاړ، نوم یې عبدالجبار و او زر دیناره ورسره ول، کله چې کوفې ته ورسېده، نو قافله د دوه ـــ درې ورځو له پاره هلته تم شوه. عبدالجبار د تفریح او سیاحت په موخه د کوفې د کلیو او بانډو په لوري وخوځېده، یوې خرابې ته ورسېده، په یوې ښځې یې سترګې ولګېدې، چې په خرابه کې د څه شي په لټه یوې او بلې خوا ته ګرځي، په یوه ګوښه کې مرداره چرګه پرته وه، یادې ښځې هغه را واخیسته او د خپل ټیکري لاندې یې پټه کړه او لاړله. عبدالجبار له ځان سره وویل : پرته له شکه دا ښځه اړمنه ده او خپله اړتیا پټوي، په ښځې پسې لاړه، ترڅو یې له حاله خبر شي . کله چې ښځه کورته ورسېده، نو ماشومان یې شاوخوا ترې راټول شول او وې ویل : اې مورې ! موږ ته دې څه راوړي دي ؟ د ډېرې لوږې له امله نږدې ده، چې مړه شو !
مور وویل : زما ګرانو ! غم مه کوئ، تاسو ته مې یوه چرګه راوړې ده، اوس یې درته پخوم .
عبدالجبار چې دا واورېدل، نو ډېر یې وژړل او د هغې له ګاونډیانو څخه یې د هغې د حال پوښتنه وکړه، هغوی وویل : سیده ده، د عبدالله بن زیاد علوي مېرمن ده، چې خاوند یې د حجاج ملعون له خوا وژل شوی دی او ماشومان یې یتیمان دي، خپلې کورنۍ ته د درنښت له کبله چا ته لاس نه اوږدوي .
عبدالجبار له ځان سره وویل : که حج غواړې، نو همدلته دی . پرته له ځنډه یې هغه زر دیناره چې ورسره ول، هغې ښځې ته ورکړل. عبدالجبار هغه کال حج ته لاړه نه، په کوفه کې پاتې شو او سقاوي یې پیل کړه، کله چې حاجیان له مکې څخه بېرته را وګرځېدل، نوعبدالجبار د هغوی هر کلي ته ورغی، ګوري چې یو سړی د قافلې په مخکې په یوه اوښ باندې ناست دی، کله چې په عبدالجبار یې سترګې ولګېدې، نو له اوښ څخه را ښکته شو او وې ویل : ای ځوانه ! په هغه ورځ، چې د عرفات په سیمه کې دې ماته لس زره دیناره راکړي، نو تا لټوم، اوس نو راشه خپل لس زره دیناره دې واخله، عبدالجبار دینار واخیستل، حیران شو، وې غوښتل، چې له هغه شخص څخه د حقیقت پوښتنه وکړي، خو د سترګو په رپ سره د خلکو په منځ کې ورک شو .
عبدالجبار دې کیسې ته حیران پاتې و، چې په دې وخت کې یې یو غږ واورېده : ای عبدالجباره ! د زر دینارو په بدل کې مو لس زره درکړل او ستا په څېره کې مو یوه پرښته پیدا کړه، چې ستا له پاره حج وکړي او ترڅو چې ژوند یې هر کال به ستا د اعمالو په دوسیه کې د یوه حج ثواب لیکل کېږي، تر څو پوه شې، چې هېڅ ښه کار زموږ په دربار کې نه ورکېږي .
هره ښېګڼه لس برابره بدله لري .