لیکوال: جمیل بینش
ژباړن: ع،ب سهاک سمسور
په یو ریاست کې یو ډېر مالداره سړی اوسیده، د دونیا هره اسانتیا یې په لاس کې وه، د هغه یو زوی ډېر د عیش او عشرت ژوند یې تیروه.
یوه ورځ سړي فکر وکړ چې څنګه خپل زوی ته ددې خبرې احساس ورکړم چې نوموړی د په کوم ډول عیش او عشرت ژوند تیروي، هغه باید پوه شي چې زمونږ په ټولنه کې ډېر غریب خلک هم اوسیږي او هغوي په غریبئ کې څنګه ګوزاره کوي، ترڅو زما زوی ته د هغو شیانو قدر اوقیمت معلوم شي چې ما ورته ورکړیدي.
فیصله یې وکړه چې زوی به یوه کلي ته بیايي او ټوله ورځ به د یوه غریب بزګر کره تیره کړي. هغه له خپل زوی سره د خپل ریاست یو وړوکي کلي ته لاړه، ټوله ورځ یې د یوه بزګر کره وه، هغه سړي خپل زوی ته ټول کلی ور وښوده، د خلکو د اوسیدو طریقه، خوړل څښل، اغوښتل، او ویده کیدل وښودل، یانې هغه خپل زوی ته د کلي ژوند له هر اړخه ور وپيژنده
د مالدار د زوی لپاره دا هر څه نوي شیان ول، هغه په ډېره مینه دا هر څه کتل.
له کلي نه په بیرته راتګ مالداره سړي له خپل زویه وه پوښتل: زویه سیل دې وکړ، څنګه وه؟
زوی: ډېر ښه وه
پلار: تا ولیدل چې غریب خلک څنګه ژوند کوي
زوی: هو، زوی په ډېر ادب ځواب ورکړ
پلار: له هغه نه تا څه زده کړل؟
زوی: له لږ فکر کولو وروسته ځواب ورکړ: ما ولیده چې زمونږ سره کور کې یو سپی دی او له هغوی سره په کلي څلور سپي دی. زمونږ په کور کې یو حوض دی خو هغوی سیند او ویالې لري، له مونږ سره قیمتي ګروپونه دی، یوازي زمونږ باغچه روښانه کوي، هلته په کلي کې غریب خلک په خپلو سرونو ځلیدونکي ستوري لري، چې له تیاره کیدو سره سم په ځلیدو پيل کوي، زمونږ د کور حویلي د کور له دیوال سره ختمیږي خو د هغوي حویلئ د سترګو تر لیده پورې اوږده ده.
د زوی په ځواب کې پلار بې ځوابه شه
ډېره زیاته مننه پلاره، زه دې پدې پوه کړم چې مونږ څومره غریب یو.
دا یو حقیقت دی چې هر څه زمونږ په لیدلو او فکر کولو پورې اړه لري. یوه مشهوره وینا ده مونږ هر څه هغسې نه ګورو چې څنګه دی بلکه هغسې یې ګورو چې څنګه مونږ یو.
زمونږ ژوند زمونږ په فکر پورې اړه لري، مونږ ژوند هغسې ترسره کوو څنګه چې یې فکر کوو. که چیرې زمونږ فکر مثبت او د ښه فکر خاوند اوسو نو باور وکړئ ژوند به مو سوکاله، ارامه او خوشاله وي. که چیري تاسو سره د مینې، عشق، ملګرو، کورنئ، ښه روغتیا او ژوند په اړه مثبت فکر وي نو له تاسو سره هر څه شته، داشیان خو نه له چا اخیستی شئ او نه یې څوک له تا اخیستی شي. په ژوند کې ټول مادی شیان ترلاسه کوی شئ. د کومو شیانو د ترلاسه کولو په اړه چې فکر کوئ او هیله یې لري ، په راتلونکي کې به یې یو نه یو وخت حتمن ترلاسه کړئ. خو که تاسو سره د هغو شیانو ولوله، جذبه ، همت او جرات نه وي نو بیا هم د ترلاسه کولو طمعه مکوئ.