ژباړه: حمید الله حمیدي
یوه ورځ پلار خپل یوه کلن زوی ته لیک ولیکو. د لیک متن څه داسې وو:
زویه! همدا اوس، چې ستا لپاره دا لیک لیکم په تا باندې یو پسرلی، یو اوړی، یو منی او یو ژمی تېر شوی.
زویه! پوه شه، چې له دې وروسته ژوند تکراري دی. نو د یوه داسې وخت په تمه شه، چې له دې څلورو فصلو څخه په یوه کې به یې ستا عمر ختمېږي.
زویه! هڅه وکړه، چې له دې تکراري فصلونو څخه یوه غیر تکراري ژوند جوړ کړې.
ګرانه! له ټولو مخکې د کال له همدې لومړیو څلور فصلونو زده کړه. ستا د ژوند پسرلی د زږېږدو له ورځې تر ځوانۍ پورې دی. هڅه وکړه، چې د پسرلي په شان شین، ښکلی او وغوړېږې. کولای شې د اوړي په څېر د ژوند په منځنیو وختونو کې د خپل عمر له مېوې څخه ګټه واخلې. خو مني، چې په هغې کې به ته د ځوانۍ پاڼې تویوې او د تورو وېښتانو ځای به دې سپین وېښته نیسي ستا د ژوند د سپینږیريتوب وختونه دي. دا فکر مه کوه، چې ته به تل ژوند وې، بلکې ژمی به ستا د ژوند وروستۍ شېبې وي او له دې فاني نړۍ څخه به سترګې پټوې.
زویه! کله، چې په پسرلي کې د ګلونو، پاڼو، شاخونو او بلاخره د ټولو شنو شیانو ګډا ویني، نو ژمی هم په پام کې ونیسه!. له دنیا څخه دې یوازې د خپل عمر په اندازه توښه ټول کړه او پاتې عمر د اخرت لپاره وقف کړه. ځکه دا دنیا له ټولو شېګڼو او بدیو سره سره له منځه ځي، خو اخرت بیا داسې ځای دی، چې په هغې کې به تل وې. په اخرت کې هېڅ هم ستا په درد نه لګي بې له خپلو اعمالو، چې هغه به دې یا د جنت پر لور بیا یي او یا هم خدای مه کړه د دوزخ.
زویه! دنیا د اخرت لپاره د کښت ځای دی، نو مه هېروه هر څه دې چې دلته وکرل په اخرت کې به یې رېبې. په دې هم پوه شه، یو څه، چې انسانان به د اخرت په ورځ له هغې ډېرې بدې ورځې کوي هغه د وخت بې ځایه تېرول دي ان دا چې په دې نړۍ هم انسانان د وخت ارمان کوي، کله، چې کال پرې تېر شي بیا یې ارمان کوي مانا دا، چې هر کال د تېر کال په ارمان وي. حضرت علي کرمه الله فرمايي: « هغه کسان، چې دوه ورځې یې په یو شان تېرې شي پوه شئ، چې دی په زیان کې دی.»
نو کله دې، چې لومړی پسرلی زما دغه لیک ولوست، دې پر ځای، چې د کور په پاکولو پیل وکړې، لومړی دې خپل زړه پاک کړه او داسې ژوند وکړه، چې د کال په اخر کې د دې ارمان ونه کړې، چې دا کال مې څنګه په عبسیاتو تېر کړ.
ښه وخت درته غواړم
مینه در سره لرم
ستا پلار.
ګرانو لوستونکو!
موږ د هماغه یوه کلن ماشوم په څېر یو، چې اوس لوی شوي یو او کولای شو دغه لیک ولولو او له محتوا یې ګټه واخلو «ولې هر کال د تېر کال په ارمان؟» ځکه موږ هر کال هغه کارونه تر سره کوو کوم مو، چې تېر کال کړي او پایله یې یو ډول راوزي، نو له ځان سره افسوس کوو، چې یو کال مو بې ځایه تېر کړ. که غواړئ، چې راتلونکی کال مو د تېر کال په پرتله توپیر ولري نو لازمه ده، چې تاسو هم توپیر یا بدلون وکړئ او دا خبره په یوه شرط امکان لري، چې هغه مهال وېش دی.
سخته خبره نه یوازې یوه اې پور سپینه ورقه واخلئ په منځ کې یې په دوو برخو خط کشي کړئ په ښي طرف کې مو د ضعف ټکي او بدۍ ولیکئ او په بله خوا کې مو قوت او ښېګڼې. ښېګڼې مو د دې لپاره ولیکئ، چې دا د خدای پاک یو نعمت دی، چې تاسوته یې در کړی دی او په نعمت باندې شکر ایستل نعمت زیاتوي. ضعف او بدۍ مو د دې لپاره ولیکئ، چې د حل لارې ورته پیدا کړئ او له خپل وجوده مو یې رېښې وباسئ، چې درې برخې پکې شاملې (مشارطه) ، (مراقبه) او ( محاسبه) د بېلګې په ډول که دروغ وایئ له ځانه سره شرط کېږدی، چې تر بېګا پورې به دروغ نه وایئ دا ( مشارطه) ده. د دې لپاره، چې ځان ته مو پام وکړئ تر څو دروغ ونه وایې دا ( مراقبه) ده او دا چې د شپې حساب کوئ، چې د ورځې په اوږدو کې مو څو ځلې دروغ ویلي دي دا نو بیا د ( محاسبې) برخه ده. ډاډه اوسئ، چې د دې چارې په تر سره کولو سره به ډېر زر له خپل وجود څخه بد عادتونه له منځه یوسئ. تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې هڅه مه کوی په یوه وخت کې ټول بد عادتونه، چې تاسو یې لری له منځه یوسئ، ځکه که داسې وکړئ کېدای شي په خپل کار کې مو د بریا کچه را ټیټه شي. که مو کمې نمرې یوړې مه نا امېده کېږئ او کار مو مه خرابوئ، ډاډه اوسئ، چې ډېر زر به مو دغه کړنه پایله ورکړي.
په دې هیله، چې له دې ورسته مو دا شعار، چې « هرکال د تېر کال په ارمان» په دې شعار، چې « هر کال بهتره له تېرکاله) باندې بدل شي.