• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

هضم (Digestion)‎

Home روغتیاهضم (Digestion)‎
هضم (Digestion)‎

هضم (Digestion)‎

لیکنه: څیړندوی ډاکتر میرویس حقمل
د یوې میخانیکي، کیمیاوي او انزایماتیک پروسې څخه عبارت ده چې په هغې کې د غذایي موادو لویې ټوټې په کوچنیو ټوټو چې د جذب وړتیا ولري ماتې او بیا وروسته د انساجو د ترمیم او انرژي د تولید لپاره په عضویت کې کارول کیږي.
د انسانانو او حیواناتو په بدن کې هضم په دوه ډوله ترسره کیږي چې په لاندې ډول ورڅخه یادونه کوو:
۱- ابتدایي هضم (Primary digestion): دا ډول هضم په هضمي سیستم (Digestive system) کې ترسره کیږي.
۲- ثانوي هضم (Secondary digestion): دا ډول هضم د ژونکو په داخل کې د میتابولیزم په وخت کې ترسره کیږي.
هغه غذایي توکي چې زمونږ بدن ورته اړتیا لري له کاربوهایدریتو، شحمیاتو، پروتینونو، ویټامینونو، منرالونو او اوبو څخه عبارت دي.
ددغو غذایي توکو له جملې څخه کاربوهایدریت، شحمیات، پروتینونه؛ په خپل طبیعي شکل له معدي معایي لارو څخه نه جذبیږي او اړینه ده ترڅو د مخصوصو انزایمونو په واسطه هضم او وروسته جذب شي. که چیرته دغه مواد هضم نه شي نو خپل غذایي ارزښت له لاسه ورکوي.
ویټامینونه، منرالونه او اوبه په خپل اصلي شکل جذبیږي او کومه هضمي پروسه نه پرې ترسره کیږي.
د کاربوهایدریتو هضم ( Digestion of carbohydrates):
د انسان په ورځیني غذايي رژيم کې د کاربوهایدریتو درې مهم ډولونه وجود لري چې عبارت دي له:
۱- Sucrose: یو دای سکراید دی چې د ګني د قند په نوم هم یادیږي.
۲- Lactose: یو دای سکراید دی چې د شیدو د قند په نوم هم یادیږي.
۳- Starches : یو پولي سکراید دی چې په ټولو نباتي محصولاتو خصوصاً غله دانو کې وجود لري.
ګڼ شمیر نور کاربوهایدریتونه هم وجود لري چې په لږ مقدار سره په غذایي رژیم کې اخیستل کیږي لکه Pyruvic acid ، Pectins، Dextrins، Alcohol، Lactic acid، Glycogen او داسې نور.
یو بل قند چې د سلولوز ( Cellulose) په نوم یادیږي په ګڼ شمیر غذایي موادو کې وجود لري خو څرنګه چې د انسان هضمي سیستم د سلولوز د هضم لپاره کوم مشخص انزایم نه افرازوي نو ځکه د انسان لپاره کوم غذایي ارزښت نه لري.
د کاربوهایدریتو هضم په خوله کې د Ptyalin یا الفا امیلایز په واسطه کوم چې د Parotid غدې په واسطه افرازیږي، په معده کې د هغه Ptyalin په واسطه چې په خوله کې افرازیږي او په وړو کولمو کې د Pancreatic amylase، Maltase، Sucrase، Lactase او Alpha Dextrinase په واسطه ترسره کیږي.
څرنګه چې غذا په خوله کې د کم وخت لپاره پاته کیږي نو ځکه د بلعې څخه وړاندې د اخیستل شوې نشایستې یواځې ۵٪ هایدرولایز کیږي. که چیرته غذایي مواد په خوله کې د ډیرې مودې لپاره وژوول شي نو د Ptyalin په واسطه د نشایستې د هایدرولایز فیصدي ډیریږي او د خواږوالي احساس کولی شو چې دا خوږ خوند د ډوډۍ له نشایستې څخه د مالتوز په آزادیدو باندې دلالت کوي.
له بده مرغه د نشایستې زیاته برخه په خپل طبیعي حالت کې د کوچنیو ګلوبولونو په ډول په غذا کې وجود لري چې هر ګلوبول د یوه نازک سلولوزي پوښ په واسطه پوښل شوی؛ له همدې کبله طبیعي نشایسته په لږ مقدار د Ptyalin انزایم په واسطه هضمیږي. د غذا پخیدل دغه محافظوي سلولوزي پوښ له منځه وړي، نو ځکه ښه خبره داده ترڅو لومړی غذا ښه پخه او بیا وخوړلی شي.
په خوله کې غذا د ډیر وخت لپاره نه پاته کیږي نو ځکه Ptyalin انزایم نشي کولی ټوله نشایسته په مالتوز تجزیه کړي.
معدې ته د غذا له داخلیدو څخه وروسته د Ptyalin هضمونکي تأثیرات تر یوه ساعت پورې دوام کوي او کله چې دغه غذایي مواد له معدوي تیزابو ( HCl ) سره ګډ شي نو د pH د ټیټوالي له کبله ددې انزایم هضمي فعالیت ‌‌Block کیږي. په عمومي ډول کله چې pH له ۴ څخه ښکته شي نو Ptyalin غیر فعالیږي.
په معده کې په لږ مقدار Gastric amylase افرازیږي نو ځکه د کاربوهایدریتو په هضم کې کوم رغنده رول نه لوبوي.
نو ویلی شو؛ مخکې له دې چې غذایي مواد له معدوي افرازاتو سره مخلوط شي تقریباً د نشایستې ۳۰- ۴۰ سلنه په مالتوز هایدرولایز کیږي.

له معدې څخه وروسته د کاربوهایدریتو هضم په ورو کولمو کې ترسره کیږي. وړو کولمو ته یو شمیر انزایمونه د پانقراص او د وړو کولمو د مخاطي غشاء د اپیتیل حجراتو په واسطه افرازیږي چې دا انزایمونه د کولمو په داخلي pH کې ( چې قلوي pH دی) په کاربوهایدریتو باندې قوي هضمي اغیزې لري.
د Pancreatic amylase په واسطه د نشایستې پاتې برخه چې په خوله او معده کې نده هضم شوې په مالتوز او د ګلوکوز په نورو کوچنیو پولي میرونو تجزیه کیږي.
په عمومي ډول سره تقریباً ټوله نشایسته مخکې له دې چې جیجینوم ته ورسیږي په مکمله توګه په مالتوز او د ګلوکوز په نورو کوچنیو پولی میرونو تجزیه کیږي.
د وړو کولمو د اپیتیل حجراتو په واسطه څلور ډوله انزایمونه چې کاربوهایدریت هضموي افرازیږي چې عبارت دي له:
۱- Maltase: مالتوز په ګلوکوز بدلوي.
۲- Sucrase: Sucrose په فرکتوز او ګلوکوز تجزیه کوي.
۳- Lactase: لکتوز په ګلکتوز او ګلوکوز تجزیه کوي.
۴- Alpha Dextrinase: د ګولوکوز کوچني پولی میرونه د ګلوکوز مونومیرونو تجزیه کوي.
په عادي ورځیني غذايي رژیم کې نشایسته نسبت سکروز یا لکتوز ته زیاته برخه جوړوي.
ګلوکوز د کاربوهایدریتو د هضمم د نهایي محصول ۸۰٪، په داسې حال کې چې Galactose او Fructose هر یو د هضم د نهایي محصول ۱۰٪ برخه جوړوي.
د شحمیاتو هضم ( Digestion of Fats):
د شحمیاتو هضم په معده کې د Gastric lipase په واسطه پیل او په وړو کولمو کې د Pancreatic lipase او صفراوي مالګو په واسطه بشپړیږي.
په غذایي رژیم کې د شحمیاتو لاندې ډولونه وجود لري:
۱- Triglycerides: د غذایي رژیم معمول شحمیات دي چې د یوې Glycerol هستې او دریو شحمي اسیدونو څخه جوړ شوي دي. دا شحمیات په دواړو حیواني او نباتي غذایي محصولاتو کې پیدا کیږي.
۲- Phospholipids: په ورځیني غذايي رژیم کې وجود لري خو مقدار یې نظر ترای ګلیسرایدونو ته کم وي.
۳- کولسترول ایسترونه: په ورځیني غذايي رژیم کې وجود لري خو مقدار یې نظر ترای ګلیسرایدونو ته کم وي.
۴- Cholesterol: په ورځیني غذايي رژیم کې وجود لري خو مقدار یې نظر ترای ګلیسرایدونو ته کم وي.
فاسپولیپیدونه او کولسترول ایسترونه د شحمي اسیدونو لرونکي دي نو ځکه د حقیقي غوړیو په ډله کې راځي.
کولسترول یو Sterol مرکب دی چې شحمي اسیدونه نه لري مګر د شحمیاتو په څیر هایدرولایز کیږي له همدې کبله کولسترول د غذایي ارزښت له نظره د یوه شحم په توګه په نظر کې نیول کیږي.
لنډ ځنځیر لرونکي تراګلیسرایدونه (لکه کوچ) په معده کې په کمه اندازه د معدوي Lipase په واسطه هضمیږي. خو دا مقدار دومره لږ ده چې کوم ارزښت نه لري.
په عمومي ډول شحمیات په وړو کولمو کې د Pancreatic lipase په واسطه هضمیږي.
په وړو کولمو کې د شحمیاتو هضم په لاندې مرحلو کې ترسره کيږي:
۱- په کوچنیو ټوټو باندې د غټو شحمي ګلوبولونو ماتیدل؛ ترڅو په اوبو کې منحل هضمي انزایمونه ددې ګلوبولونو په سطحه اغیزه وکړي. دغه عملیه د شحم د مستحلب کیدو (Emulsification) په نوم یادیږي. د Emulsification عملیه د صفراوي مالګو په واسطه ترسره کیږي.
صفراوي مالګې د کولمو له حرکاتو سره یوځای د شحمي ګلوبولونو د قطر په کمولو کې د یوه Detergentپه شکل عمل کوي.
۲- کله چې غټ شحمي ګلوبولونه په وړو ګولوبولونو مات شي نو د شحمو مجموعي سطحه زیاتیږي او هضمي انزایمونه په دغه لویه سطحه ښې هضمي اغیزې کولی شي.
د یوه Emulsified شحمي ګلوبول وسطي قطر د ۱ مایکرومتر په اندازه دی او د Emulsification عملیې څخه وروسته د شحمو مجموعي سطحه ۱۰۰۰ وارې زیاتیږي.
څرنګه چې Pancreatic lipase په اوبو کې منحل دی نو ځکه یواځې د شحمي ګلوبولونو په سطحه عمل کوي. د Pancreatic lipase څخه پرته؛ په یوه کمه اندازه Enteric lipase د کولمو له اپتیل حجراتو څخه افراز او د شحمو په هایدرولیز کې برخه اخلي.
لکه چې په پورته شیما کې څرګندیږي؛ د غذایي رژیم اکثره ترای ګلیسرایدونه په آزادو شحمي اسیدونو او مونو ګلیسرایدونو تجزیه کیږي .
د شحمیاتو په هضم کې له انزایمونو سره یوځای صفراوي مالګې هم ډیر ارزښت لري.
صفراوي مالګې لاندې دندې ترسره کوي:
۱- د شحمیاتو د هضم نهایي محصولات په سرعت سره رامنځته کوي.
۲- نه پریږدي چې شحمي اسیدونه او مونو ګلیسرایدونه بیرته سره تعامل وکړي او Fat جوړ کړي.
۳- Brush border ته د شحمو نهایي محصولات انتقالوي.
په غذایي رژیم کې کولسترول د کولسترول ایستر په شکل وجود لري. کولسترول ایستر له کولسترول او یوه مالیکول شحمي اسید څخه جوړ شوی دی. فاسفولیپیدونه هم د شحمي اسیدونو ځنځیرونه لري.
د کولسترول ایستر او فاسفولیپیدونو د هضم لپاره دوه نور انزایمونه له پانقراص څخه افرازیږي چې د cholesterol ester hydrolase او Phospho lipase A2 په نومونو سره یادیږي.
صفراوي مالګې د کولسترولو په هضم او جذب کې اساسي رول لوبوي او په نه موجودیت کې یې کولسترول نه جذبیږي.
باید وویل شي چې د ۶۰٪ څخه زیات ترای ګلیسرایدونه د صفراوي مالګو په عدم موجودیت کې هم؛ هضم او جذبیدلی شي.
د پروتینونو هضم:
د پروتینونو هضم په معده کې د Pepsin او Rennine په واسطه او په وړو کولمو کې د Trypsin، Chemotrypsin، Proelastase او Carboxypolypeptidase په واسطه چې له پانقراص څخه افرازیږي او د Amino poly peptidase او څو نورو Dipeptidase په واسطه چې د کولمو د اپیتل حجرو په واسطه افرازیږي؛ ترسره کیږي.
ددغو انزایمونو په واسطه غذایي پروتینونه په امینواسیدونو مات او د جذب لپاره آماده کیږي.
کله چې غذاء ښه وژول شي او په وړو ټوټو بدله شي نو تقریباً ۹۹٪ د ټولو پروتینونو په امینواسیدونو یا Dipeptides تجزیه او د وینې دوران ته جذبیږي.
د پروتینونو هضم اساساً په وړو کولمو کې د پانقراص د افرازاتو د پروتیولایتیک انزایمونو په واسطه ترسره کیږي.
د ژونکو په داخل کې هم ګڼ شمیر انزایمونه ( په لایزوزوم کې) وجود لري چې د ژونکې په واسطه د اخیستل شویو غذایې توکو د هضم دنده په غاړه لري.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022