لیکنه: قاسم امیري
له تېرو ۲۶ کلونو راپدېخوا د هابل په نوم ستر او د خپل عصر تر ټولو مجهز ټلسکوپ د ځمکې د مدار په یوه څنډه کې ځای پر ځای شوی. هابل د خپل ۲۶ کلن ماموریت په اوږدو کې په زرګونو زړه راښکونکي انځورونه ځمکې ته را لېږلي دي.
د ساینس الرټ ورځپانې د رپوټ په حواله خلک وایي: “مونږ تر ډېره اوس له هغو انځورونو سره بلد یو چې د هابل پذریعه اخیستل شوي. هابل د کهکشانونو او آسماني ګڼو اجرامو څخه وخت په وخت انځورونه اخلي چې مونږ یې د ټلویزیون، ورځپاڼو او ټولنیزو رسنیو له لیارې لیدلی شو.”
خو تر ټولو ارزښتناک انځور چې د نجوم په ډګر کې یې د پرمختګ په وړاندې ستره دریڅه پرانېسته؛ هغه د هابل پذریعه کابو ۲۱ کاله مخکې اخیستل شوي انځور دی چې کېدای شي ځینو تر اوسه هم نه وي لیدلی.
د هابل ټلسکوپ پذریعه د وخت تر ټولو حیرانوونکی اخیستل شوی انځور کال (۱۹۹۵ زیږدیز)
که څه هم په ۱۹۹۵ زیږدیز کال کې د هابل ټلسکوپ ځانګړې کمرې هغومره د ښه کیفیت لرونکي انځورونه نشوای اخیستلی؛ خو بیا هم په همدې کال کې د یو تصادف له مخې هابل ټلسکوپ د کایناتو د تاریخ یو په زړه پورې انځور ثبت کړ.
پدې تاریخي انځور کې د څو نږدې سیارو پرته نور ټول هغه څه چې لیدل کېږي؛ په حقیقت کې د یو لوی او بشپړ کهکشان متشکله برخې جوړوي چې د ځینو عمر آن تر ۱۲ بیلیون کلونو رسیږي.
په بل عبارت: هغه وړانګې چې هابل ټلسکوپ د انځور اخیستلو پر وخت ثبت شوې؛ په حقیقت کې د بیګ بنګ له پېښې څو بیلیون کاله وروسته تصاعد (خپرې) شوې. په همدې خاطر ویل کېږي چې دا انځور د کایناتو د یوې کوچنۍ ذرې (کهکشان) کابو ټول تاریخ (له پیدایښت څخه تر ۱۹۹۵) دوره پکې رانغښتې چې د ستورو پېژندونکو لپاره تر ټولو ښه تاریخي لومړنۍ مدرک پېژندل شوی. لدې مخکې به د هابل ټلسکوپ څخه د ځینو ځانګړو فضایي اجرامو د تحقیق او پلټنې لپاره ګټه اخېستل کېده اما له ۱۹۹۳ څخه تر ۱۹۹۸ کلونو چې د هابل پروژې مدیریت د ښاغلي (ویلیمز) په غاړه وو، نوموړي وغوښتل چې لدې آلې څخه د ځینو نورو موخو لپاره هم کار واخېستل شي او د دې پر ځای چې د ځینو له مخکې ټاکل شویو اجرامو په اړه څېړنه وکړي دا ځل دې په امتحاني ډول داسې فضا په نښه کړي چې له ورایه پکې هیڅ نه ښکاري.
ویلیمز وایي: “په لومړي ځل نه پوهیدو چې زمونږ د ټلسکوپ عدسیه د کومې موخې لپاره تکې تورې تیارې ته فوکس شوې اما هیله مند وو چې په توره تیاره د نړۍ د تېر وخت څخه پاتې د وړانګو د موجونو اوږدوالی رصد کړو چې په فضا کې په خپاره او تیت بڼه پاتې کېږي. په هغو وخت کې د داسې کارونو سرته رسول لوی ګواښ هم ځان سره درلود ځکه چې ناسا له مالي اړخه نشوای کولای د هابل ټلسکوپ پروژې د استولو په څېر یو ځل بیا ناکامه هڅه وکړي. د هابل ټلسکوپ استول او د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای کول د ناسا لپاره د خپل وخت تر ټولو له ناندریو څخه ډکه پروژه وه چې کلونه کلونه یې د ناسا او هابل کارکوونکو لپاره له نیوکو، تمسخر او پېغورونو پرته بل محصول نه درلود.
خو ویلیمز پرته لدې چې د خپلې طرحې د مخالفینو په وړاندې انعطاف وکړي؛ پریکړه وکړه چې دا ځل د هابل له تش ګډیال (فضا) څخه انځور واخلي او پدې ترتیب سره د لومړي ځل لپاره هابل د آسمان د شمال خوا پر یوه توره او تیاره ټوټه فوکس وکړ چې له څو ورځو وروسته یې د کایناتو د یوې څنډې څخه د تېر تاریخ یو بشپړ ډاکومنټري ثبت کړه. هو، همدا یو انځور ستورو پېژندونکو ته بشپړ ډاکومنټري ده چې د دې هڅې په مرسته د ستورو د موندلو او تحقیق په ډګر کې نوی تکتیک هم په کار واچول شو.
د دې سربېره د نوموړي انځور ثبت له ستورو پېژندونکو سره مرسته وکړه تر څو دوی خپلې موندنې او څېړنې په خورا اغیزناک ډول یو بل سره وقتاُ فوقتاُ شریکې کړي. همدې یو انځور له ساینس پوهانو سره مرسته وکړه تر څو د کایناتو د تکامل په اوږدوالي کې د نویو ستورو منځته راتلل هم په اساسي بڼه وڅاري.
دوی همدارنګه د دې انځور پذریعه په ډاګه کړه چې کهکشانونه د خپل پیدایښت پر وخت دومره عریض او پراخه نه وو بلکې یو ډول غیر متعارف تشکیل یې درلود چې د وخت په تېرېدو سره د خپلو ګاونډیو کهکشانونو سره د ټکر او ادغام په پایله کې پراختیا ومونده او کرار کرار یې یو ډول متعارف او نیمه متعارف بلکې منحصر په فرد تشکیل ځانته غوره کړ چې دا لړۍ لا هم د تکامل او پرمختګ په حال کې ده.
ویلمیز وایي: د دې انځور له ثبت او تر لاسه کېدو مخکې به ستورو پېژندونکو تر هغو خپلې موندنې او څېړنې یو بل سره نه شریکولې؛ تر څو چې به یې قسمي پایلې نه وې موندلې اما د دې انځور له ثبت، ترلاسه کېدو او خپرېدلو څخه تر نن ستورو پېژندونکو د خپل تحقیق او څېړنو لپاره له خیال او فال نه بلکې محاسبې او پر حقایقو ولاړو فرضیو څخه کار واخېست.
سرچینه: Sciencealert.com