ژباړن: حمیدالله حمیدي
تر ټولو مهمه وړتیا چې د بریا لپاره هغې ته اړتیا لری په سمه توګه د خپلې پانګې تنظیمول دي. ډېری پانګوال له ځان سره پرېکړه کوي چې باید له خپلې پانګې په سمه توګه ګټه واخلي، له دې سره په څنګ کې باید له احتمالي ستونزو او خطرونو څخه هم باید خبر اوسئ. لاندې ټکي د پانګې د تنظیم لپاره مهم دي چې په عملي کولو سره به یې ستاسې راتلونکی ژوند اسوده شي:
بریالي پانګوال:
۱- د بریالیو پانګوالو لګښت تر عوایدو کم وي
د خپلې پانګې د ښه مدریت لپاره یوه تر ټولو مهمه خبره تر هغو پیسو د لږو لګول دي چې تاسې یې ګټی. د نړۍ سترو شتمنو دغه ټکي ته پوره پام کړی. د بېلګې په توګه د نړۍ یو افسانوي شتنمو ښاغلی «جان تمپلتون» دی. ده لږ عواید درلودل؛ خو د همدې لږو عوایدو پنځوس سلنه سپما کوله چې د همدې سپما پر مټ یوه ورځ د نړۍ په کچه به افسانوي شتمن بدل شو. کېدای شي تاسو تر دې هم کم څه سپما کړی، خو اندېښنه مه کوی که تاسو لس یا پنځلس سلنه د خپلو عوایدو سپما کړئ، خپلو اقتصادي بریاو ته رسېدای شئ.
یادونه: ځان داسې عادت کول چې تر ګټلو مو څټل کم شي، وخت ته اړتیا لري، خو که مو مقامت وکړی لرې نه ده، چې خپلو ټاکلو موخو ته به ورسیږئ.
۲- بریالي پانګوال د جنس قیمت ته نه ګوري کیفیت یې په نظر کې نیسي
بریالي پانګوال د پېرلو په وخت کې، داسې جنسونه اخلي، چې ښه کیفیت ولري، تر ډېره یې قیمت په پام کې نه نیسي. د بېلګې په ډول دوی یو جوړ بوټان په (۱۵۰۰) افغانۍ اخلي چې کېدای شي دری کال دوام وکړي، خو که یو جوړ بوټان، چې د ښه کیفیت درلودونکي نه وي په (۵۰۰) افغانۍ واخیستل شي کېدای شي تر ۵ میاشتو ډېر دوام ونه کړي او د دریو کلونو قیمت یې د ښه کیفیت بوټانو څو چنده کیږي.
یادونه: کیفیت لرونکی جنس واخلئ تر څو ډېر دوام وکړي متل هم دی، چې وایي:« ارزانه بې علته نه دي، قیمته بې حکمته.»
۳- د بریالیو پانګوالو ورځني مسایل اقتصادي کارونه نه شي اغېزمنولای
د بریالیو کسانو تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده هغه څه چې په ورځني ژوند کې یې پېښیږي پر کار بار یې منفي اغېز نه کوي. مالي چارې مو په خپله داسې تنظیم کړئ چې لږ تر لږه په کال کې یو ځل له ځان سره کېنی او په دې اړه فکر وکړئ چې له هرې ورځ فکر کولو او چورت وهلو خلاص وی. له یوه پیاوړي مالي مشاور نه مشوره واخلئ او په خپلو اقتصادي پروګرامونو مو غور وکړئ.
یادونه: د خپلو چارو د ښه پرمختګ لپاره له متخصص پروګرام جوړونکي څخه مشوره واخلئ او له ځان سره اوږد مهاله پروګرامونه ولرئ.
۴- بریالي پانګوال پر کمو عوایدو اکتفا نه کوي، داسې لارې چارې لټوي، تر څو عواید یې لا زیات شي
ځينې پانګوال نه غواړي چې په لږ وخت کې ډېره ګټه وکړي بلکي غواړي دوه یا دری سلنه په خپلو عوایدو کې زیاتوالي راولي، خو بریالي پانګوال بیا غواړي، چې تل ډېر څه لاسته رواړي او خپل عواید زیات کړي، کله چې تاسو ډیر څه لاسته راوړئ، د تفریح لپاره مو لاره هواریږي او د پوره امن احساس کوئ. بریالي کسان تل په دې هڅه کې وي، چې څنګه وکولای شي او کومې لارې چارې دي چې ترې ګټه واخلي او خپل عواید زیات کړي.
یادونه: د خپلو غوښتنو د لاسته رواړلو لپاره هڅه وکړئ او هغه څه چې غواړئ په اړه یې پوره مطالعه وکړئ او معلومات تر لاسه کړئ.
۵- بریالي پانګوال خپل مالي راپور بې ارزښته نه ګڼي
ډېر واړه عادتونه کولای شي، تاسو خپلو لوړو موخو ته ورسوي، د بېلګې په توګه بریالي پانګوال خپل مالي راپور په پوره غور تر څېړنې لاندې نیسي او هره میاشت له نیم ساعت تر یو ساعت پورې په خپلو چارو له سره کتنه کوي. کله، چې په خپل بانکي حساب او کارونو کې وړه تېروتنه هم و ویني ژر تر ژره یې د حل لپاره اقدام کوي.
یادونه: په کلیزه کې یوه ورځ د خپلو حسابونو د تنظیمولو لپاره مشخصه کړئ
۶- بریالي پانګوال له بې ځایه خطرونو وېره نه لري
«وران بافت» ډېر کله دغه جمله تکراروله:« لومړی قانون دا دی، چې باید خپله پانګه له لاسه ور نه کړو.» ټولې پانګې له احتمالي خطر سره مخ دي چې په پایله کې د هرې پانګې د لاسه ورکولو امکان شته. پیاوړي پانګوال، د دې لپاره، چې خپله پانګه له لاسه ورنکړي، تل له ډاډمنو لارو ګټه اخلي د بېلګې په توګه، هغه د دې لپاره، چې د تل لپاره له خپلې پانګې خلاص نه شي، بیمې ته اهمیت ورکوي، پر هغه څه یې چې پانګه کړې بیمه کوي یې.
۷- بریالي پانګوال خپل ټول مسوولیتونه پیاوړ کسانو ته نه سپاري
بریالي پانګوال تل د پیاوړو کسانو له مشورو ګټه اخلي، خو نه غواړي خپل ټول مسوولیتونه هغوی ته وسپاري. د بېلګې په توګه له حساب دار ټولو ګټورو مشورو ته غوږ نیسي، خبرې یې عملي کوي، خو خپله کس تر ډېره په خپلوو چارو کې نه ورګډوي.
یادونه: هرکله چې، د ماهرو حسابدارانو او و کیلانو څخه غواړی ګټه واخلئ خپل سوالونه ورته په لیکلې بڼه واستوئ، صبر ورته وکړئ تر څو هر څه په تفصیل درته بیان کړي، وروسته له اوږده فکرو کولو څخه یې عملي کړئ.
۹ – بریالي کسان هېڅکله هم نه غواړي، چې پیسې پیدا کول یې د ژوند پر نورو چارو اغېز پرې باسي
د پیسو ګټولو لپاره هڅه، زیار او کوښښ کول مهه خبره ده.
کله چې، په زړه پورې عواید ولري، د ډېرو نورو کارونو د کولو توان پیدا کوئ.
دغه راز پیسه داره کسان، نوې تکنالوژۍ، په کور کې د ښو وسایلو څخه ګټې اخیستلو او نور ګټورو شیانو ته لاس رسی پیداکوي یعنې په ټوله کې ویلای شو، چې د ارامه ژوند خاوند کېدای شي. خو د پیسو ګټلو ډیره هڅه مو باید د دې سبب نه شي، چې نور ورځني کارونه او مهمې چارې در نه پاتې شي د مثال په ډول، زیاتې پیسې ګټل مو باید د دې لامل نه شي، چې د خپلې روغتیا څخه نا خبره و اوسئ، که داسې وشي نو پوه شئ، چې سمه لاره مو نه ده غوره کړې .
یادونه: په خپلو ټولو چارو باید له سره غور وکړئ پر کاغز یې ولیکئ او درجه بندي یې کړئ او ترمنځ یې تعادل په پام کې ونیسئ.