لیکنه: حبیب وقار
راشه د ننه چې فرش کړی مې دالان دی، ورو ورو باران دی. دا د استاد بېلتون په خواږه او جادويي غږ کې د يوې سندرې مطلع ده. هغه په پښتو او دري ژبو خپلو مينه والو ته په زړه پورې سندرې ويلې دي. هغه د مشهورې لوګرۍ موسيقي تکړه او مخکښ سندرغاړی و چې د دېرې مجلس په ټولو پروګرامونو کې يې برخه اخیسته.
د ارواښاد بېلتون اصلي نوم مومن او د کابل د چکړيو اصلي اوسېدونکی و. بېلتون په ماشومتوب له مور او پلاره يتيم کېږي، له خپلې وړې خور سره لوګر ته د خپلې خور کور ته ځي، هلته شپني کړي، د خلکو غواوې او پسونه څروي.
ډېری شپانه د رمې څرولو په وخت کې په لوړ غږ سندرې وايي او شپېلۍ وهي. بېلتون هم له همدې ځايه سندرې پيل کړې، بيا وروسته يې په يوه خانقا کې له مشهور شاعر بهايي جان سره ډېر عمر نعتونه وويل، کله چې ډېرو خلکو وپېژانده او مشهور شو، کابل راډيو ته لاړ. په راډيو کې ومنل شو، د خلکو يې سندرې خوښې شوې.
موسيقي يو په زړه پورې هنر دی، خو په دې شرط چې په سمه توګه وکارول شي، سيمه ييز دودونه، مذهب او ټولنه په نظر کې ونيول شي. که چېرې يو سندرغاړی د ټولنې د دودونو خلاف سندرې ووايي ډېر ژر په ټولنه کې منفور کېږي او خلک يې سندرې نه خوښوي. موږ په بې شمېره سندرغاړو کې ولې د ګوتو په شمار خوښوو، او سندرې يې اورو. ځکه چې دا د ګوتو په شمار سندرغاړي خلکو ته ښه پيغام لري، د ټولنې دودونو ته درناوی لري او خلکو ته د دوی د خوښې وړ څه وړاندې کوي.
استاد بېلتون هم په خپلو کليوالو سندرو کې خلکو ته خوښي ورکوله، ښه شپېلۍ يې وهله او تر څنګ يې رباب او تنبور هم ښه زده وو. هغه د کليوالې موسيقۍ له محبوبو سندرغاړو څخه و. لوګري موسيقۍ ته يې ډېره وده ورکړه. هغه له دنبورې او ډولکي سره ښکلې سندرې ويلې.
سندرو يې د خواږه غږ چې ښکلې دبنوره به ورسره وه په زرګونو مينه وال پيداکړل، د کليوالې موسيقۍ مينه والو يې سندرې په خوند اورېدې. زه يې هم له مينه والو څخه وم. سندرې مې يې په پوره لېوالتيا او مينه اورېدې، له دې سندرې چې وايي ((راشه د ننه چې فرش کړی مې دالان دی، ورو ورو باران دی)) ښه خاطره لرم.
متعلم وم، يوه وړه راډيو مې لرله هغه وخت د اړيکو له پاره د نن په څېر د مبایل اسانیتا نه وه. کله کله به مو راډيو ګانو ته ليکونه لېږل. کور کې ناست وم بهر په شرنګ باران اورېده، چالانه راډيو مې لاس کې برنډې ته را ووتم د پسرلي له ښکلی او نرم باران مې خوند اخيست چې د ونو نوو راټوکېدلو شنو پاڼو ته يې ښکلا او تازه والی ورکاوه. په برنډه مې يوې ستنې ته تکيه ووهله.
بي بي سي راډيو مې ونيوه، هغه وخت راډيو د اېف اېم څپې نه لرلې، ټولو راډيوګانو په منځنيو څپو خپرونې لرلې. راډيو د خپرونې په پیل کې زما ليک ولوست، له راډيو مې د نوي کور نوي ژوند مجلې غوښتې وې، ژمنه يې وکړه چې راته وبه يې لېږلې، ورپسې يې زما له غوښتنې سره سم د بېلتون د ((راشه د ننه چې….. ورو ورو باران دی)) سندره خپره کړه. له باراني هوا سره دې سندرې بېل کيف لاره، د راډيو اواز مې لوړ کړ، هغه احساس او خوند اوس په کلماتو کې نه شم بيانوی، هغه خاطره د هېرېدلو نه ده.
استاد بېلتون په خپل هنري ژوند کې کليوالې موسيقۍ ته د ښه خدمت له امله پنځه مډالونه اخيستي و، وروستی مډال يې د اريانا ټلويزيون څخه د کليوالې موسيقۍ د کال د غوره سندرغاړي په نوم واخيست.
هغه د نړۍ ډېرو هېوادونو لکه، ترکيه، بلغاريا، يوګوسلاويا، اروپا او امريکاته هنري سفرونه کړي چې په بهر کې به د مېشتو افغانانو له لوري په تاوده هرکلي نمانځل کېده.
استاد بېلتون دوه زامن او پنځه لوڼې لري، خو په ډېرې خواشينی سره وايو چې له دې وروسته د استاد بېلتون زړه راښکونکی آواز د تل له پاره غلی شو، هغه د ناروغۍ له کبله د ۹۵ کلونو په عمر په ابدي سفر لاړ او په کابل کې خاورو ته وسپارل شو. نور به موږ ته سندرې ونه وايي. ځينې مينه وال يې وايي چې د خپل ژوند په وروستيو کې له ډېرې تنګلاسۍ سره مخ و، بې وزله و، ان د خپلې درملنې وس يې نه لاره. د ژوند په ورستيو کې يې ډېره موده سترګو لیدل او غوږونو يې اورېدل پرېښي و. اطلاعات او فرهنګ وزارت او همداراز د هېواد ملي راډيو ټلويزيون یې د درملنې له پاره هېڅ مرسته ونه کړه.
روح يې ښاد او قبر يې دې د جنت باغچه شي
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.