ژباړه: عبدالکبیر صالح
ایا زمونږ پیدایښت زمونږ سلوک او کړو وړو سره یو ځای شوی وو او که د عمر په تېرېدو سره به پرمختګ ورکوو؟ هغه کوم عوامل دي چې زمونږ سلوک او رویه برابروي؟
که چیرې د خپل چاپېریال له امله د په ژوند باندې منفي لیدلوری لرې، نو خپل وضعیت او رویې ته تغییر ورکولای شي؟ زمونږ د چال چلند اکثره برخه زمونږ د روزنې کالونو په ترڅ کې برابریږي.
دلته درې بنسټیز عوامل دي چې زمونږ کردار تشخیصوي. هغوی دا دي:
۱- محیط ( چاپیریال )
۲ – تجربه
۳ – تعلیم
راځئ چې هر یو اوس جدا جدا تشریح کړو.
۱- محیط
محیط د لاندېنیو شیانو څخه تشکیل شوی:
· کور: مثبت یا منفي تاثیرات لري
· ښوونځئ: دایمي فشار
· کار: ملاتړ او مرسته کوونکی یا ډیر بېکاره انتقادي مدیر
· رسنۍ: تلویزیون، ورځپاڼې، مجلې، راډیو، سېنماوې او فیلمونه
· کلتوري وضعیت او شالید
· مذهبي وضعیت او شالید
· رواجونه او عقاید
· ټولنیز محیط
· سیاسي محیط
دغه ټول محیطونه کلتور جوړوي. هغه کور، اداره، سازمان یا یو هیواد هر ځای چې وي یو کلتور لري.
کله مو دې ته پام شوی چې بازار یا دوکان ته تللي یاست او پېرودنکی مو د ښه خوی خاوند پیدا کړی وي،رییس، مدیر او مالک مو د دروند خوي څښتن پیدا کړی وي؟ داسې به ډیر شوي وي خو بیا چې بل دوکان ته تللي یاست په هغه کې به مو ډیر بداخلاقه او سپین سترګي خلک لیدلي وي.
که یو کور ته ورشې داسې ماشومان او والېدین به وګورې چې ډیر خوښ طبیعته، خاکساره او پاملرونکي وي. او بیا چې بل کور ته ورځې ګورې چې هلته هر یو د پیشو ګانو او سپیو په څېر جنګ کوي.
په کومو هیوادونو کې چې حکومتي او سیاسي محیط رېښتونی او سپېڅلی وي، نو عموماً په داسې هیوادو کې بیا رېښتوني،قانون ته ژمن او مرسته کوونکي خلک ډیر تر سترګو کیږي. او د دې برعکس هم رښتینی دی. په فاسد محیط کې رېښتینی او سپیڅلی شخص سخت زړی وي. خو په سپیڅلي او رښتیني محیط کې هغه تر ټولو فاسد یې بیا سخت زړی وي.
په مثبت محیط کې، د ډیر کم یا حاشیوي اجراکیدونکې محصول پورته خیژي او لوړیږي. په منفي محیط کې، یو ښه ترسره کیدنکی تولید هم مخ په ځوړند کیږي او له بې کاره کیږي.
کلتور په هر ځای کې له پاسه لاندې راځي،هیڅکله له لاندې پورته نشي تللی. مونږ اړ یو چې یو قدم شاته لاړ شو او په دې نظر واچوو چې کوم ډول محیط مو د خپل ځان لپاره جوړ کړی او هغه چې زمونږ چاپېره دی کوم ډول محیط مو ورته جوړ کړی. دا ډیر ستونزمن دي چې په منفي محیط کې د مثبت سلوک په تمه شې. په داسې محیطونو کې قانون غیر قانوني کیږي، سپیڅلي او پاک خلک په ټکمارو، بد فعله او غلو باندې بدلیږي.
ایا د دې وخت نه دې رارسیدلی چې دغه محیط په کوم کې چې موږ اوسو او یا مو د نورو لپاره جوړ کړئ په یو ښه باندې واړوو؟
۲ – تجربې
له خلکو سره او زمونږ په ژوند کې له پېښو سره زمونږ د تجربو مطابق زمونږ خوی بدلون مومي. که چیرې له یو چا سره زمونږ تجربې مثبتې وي، زمونږ خوی او رویه هغه سړی مثبت جوړوي او که موږ له یو کس سره منفي تجربې ولرو،نو د نوموړي فکر هم منفي کیږي.
۳ – تعلیم او زده کړې
زه رسمي او غیر رسمي دواړو زده کړو ته غوره والی ورکوم، یوازې اکډیمیک او فني تحصیل بسنه نه کوي. زده کړه په ستراتیژیک ډول په ځیرکتیا، عقل او د کامیابۍ په یقیني کولو سره ژباړلی شو. زه د تعلیم په پراخه معنا باندې خبرې کوم. زده کړه د ښوونکي حیاتي رول جوړوي. د ښوونکي په بقا او ابدیت اغېز ښیندي. نور ډیر تاثیرات شته چې د اندازه کیدو وړ نه دي.
په معلوماتو کې مو ځانونه ډوب کړي خو د زده کړې او هوښیارتوب لپاره هیڅ له لوږې مړه کیږو. تعلیم او زده کړه باید مونږ ته یوازې دا را زده نه کړي چې څرنګه ژوند جوړ کړو بلکې دا هم باید را زده کړي چې څرنګه ژوند وکړو او څرنګه ژوندي واوسو.