ژباړه: رحیم الله حبیب زی
هغه فکتورنه (عوامل) چه د ودانیو لپاره د تهدابونو په انتخاب اغیزه لری ممکن زیات وی. د خاوری حالت نه نیولی د ودانی ډول او له ودانی څخه واردونکی بار پوری. ټول دا فکتورونه د باثباته ودانیو لپاره د تهدابونو په انتخاب کی په نظر کی نیول کیږی. چه په لاندی ډول تشریح کیږی.
- د ودانیو څخه واردونکی بارونه:
دا ډول بارونه د مړه او ژوندی بارونو له یو ځای کیدو څخه تشکیل شوی. نوره بارونه لکه د باد ، زلزله ، واوره او وغیره د منطقی په نظر کی نیولو سره ، په نظر کی نیول کیږی. د بار مقدار د ودانی په ډول ، د منزلونو په شمیر او د ساختمان په موادو پوری اړه لری. په هر اندازه چه د منزلونو شمیر زیاتیږی، مړه او ژوندی بارونه هم ورسره زیاتیږی. د ساختمان لپاره د موادو انتخاب لکه اوسپنیز کانکریټ یا فولادی اوسپنیز ساختمان هم په تهداب باندی اثر لری. اوسپنیز کانکریټی ودانی په تهداب باندی د فولادی اوسپنی ودانی په نسبت ډیر بار واردوی. د ودانیو د برداشت قابلیت او تهداب باندی د بار مقدار په اساس د تهداب ډول او اساس تحلیل صورت نیسی. -
د خاوری نوعیت:
خاوره د جامدو ذراتو، رطوبت یا نم او هوا څخه ترکیب شوی. خاوره کیدای شی ډیر ډولونه ولری. لکه د رس خاوره، وسعت موندنکی خاوره ، شګلنه خاوره، یا نرمه خاوره او وغیره
د سطحی سره نږدی خاوره چه هغی ته د سطحی یا سر خاوره او ۳۰۰ ملی مترو څخه په ژوروالی ته د سطحی څخه لاندی خاوره ویل کیږی. په عمومی ډول د سطحی څخه لاندی خاوره د کوچنیو ودانیو لپاره د تهداب د اساس په شکل استعمالیږی. په هر حال د خاوری پلټنه باید وشی ترڅو پوه شو چه د خاوری طبیعی جوړښت ، د ځمکی لاندی اوبه ، د خاوری نوعیت، د خاوری د مخلتفو قشرونو عمق ، د خاوری د برداشت قابلیت په مخلتفو لیولو باندی البته د لویو ودانیو لپاره کوم ردیف کی قرار لری. کله چه بار د ساختمان څخه ځمکی ته د تهداب په وسیله انتقالیږی ، خاوره تحکیموالی ته تمایل پیدا کوی او د تهدابونو نشست رامنځته کیږی. د تحکیم کاری دا پروسه هغه وخت په سرعت مخکی ځی کله چه خاوره چسپناکه نه وی لکه شږه او د نورو خاورو لپاره کیدای شی ډیر کلونه په بر کی ونیسی. په شګلنه خاوره باندی جوړ شوی تهداب مکمل نشست کیدای شی حتی مخکی د ودانی ساختمانی چاری مکملیدو نه رامنځته شی. رسی خاوره اوبه د ډیر وخت لپاره ساتی. ځکه نو نشست ډیر ورو او ممکن کلونه په بر کی ونیسی. چون د اوبه مقدار پکی اضافه وی ځکه نو د نشست اندازه یی هم زیاته وی.
[quote]Silt = مټینه (خټینه) خاوره loam = د ابلیز خاوره Clay = د رس خاوره[/quote]د تهدابونو نشست د ودانیو په دیوالونو، ګاډرونو ، سلبونو او وغیره اجزاوو کی درزونه رامنځته کوی او ودانی حتی کیدالای شی د زیات نشست له کبله ونړیږی
د خاوری پلټنه هغه وخت حتمی ده کله چه د ودانیو څخه واردونکی بارونه زیات او په ساحه کی د خاوری حالت په نظر کی نیولو سره د برداشت قابلیت نشی اندازه کیدالای.
د لاندی معلوماتو لاسته راوړلو لپاره د خاوری پلټنه باید ترسره شی.
• د مصنوعی ځمکی / هغه خاوره چه د بلی یا لاندینی خاوری له پاسه قرار لری ، طبیعی خواص او پنډوالی.
• د لاندینی طبقی خاوری طبیعی خواص ، پنډوالی او د طبقو ژوروالی
• د مجازی فشار برداشت ارزونه
• د ځمکی لاندی اوبه سطح ، کیمیاوی مواد په خاوره کی ، وغیره
• په خاوره یا ځمکه کی موجوده جوړښتونه او یا هم نوره تهد یدات
-
د گاونډی یا شاوخوا تعمیراتو ډولونه:
د ودانیو لپاره د تهدابونو انتخاب داسی هم کیدای شی چه شاوخوا کوم ډول تهدابونه د نورو ودانیو لپاره اتخاب شوی وی. البته د ودانیو ډول باید یو شان وی. چه کوم ډول تهدابونه کامیاب او کوم ډول یی تخریب شوی. کولای شو په د ډول د نوی ودانی لپاره هم د تهداب ډول وټاکو. -
د تهدابونو ډولونه:
د تهدابونو ډولونه لکه جدا یا منفرد تهدابونه، مرکب تهدابونه، میخی تهدابونه ، فرشی تهدابونه او وغیره. د خاوری نوعیت او د تعمیر څخه واردونکی بار په نظر کی نیولو سره کولای شو یو له یاد شوو ډولونو څخه غوره کړو. مناسب او د ضرورت مطابق.
نوره معلومات راتلونکی کی!