ژباړه: انجنیر فرید عاطف
FACTORS AFFECTING CONCRETE CUBE & CYLINDER STRENGTH RATIO
د کانکریټو د فشاري مقاومت د ارزولو لپاره معمولا کانکریټي مکعب او کانکریټي سلنډر نمونې د ازمایښت لاندې نیول کیږي.خو د دې دواړو نمونو ازمایښت پایلې سره توپیر کوي . د کانکریټي مکعب نمونې ازمایښت د کانکریټي سلنډر نمونې په پرتله له 5% تر 25% زیات مقاومت له ځانه ښایي.د مقاومتونو ترمنځ دې توپیر ته د مکعب او سلنډر مقاومت نسبت وايي.
د کانکریټي مکعب او سلنډر د فشاري مقاومت ترمنځ اړیکه پیچلې مسله ده .د کانکریټو په کیفیت کې ذاتي متغیروالی او د مکعب او سلنډر مقاومت ترمنځ د پرتلې په ګډون یو شمیر فکتورونه شته چې د کانکریټو د مقاومت نسبت اغیزمنوي.
هغه فکتورونه چې کانکریټ مکعب او سلنډر مقاومت نسبتونه اغیزمنوي په لاندې ډول دي.
د کانکریټي مکعب او سلنډر کانکریټ اچول ،اوبه ورکول او ازمایښت کولو پروسیجر.
د نمونې هندسې جوړښت .
د مقاومت لیول.
د بار اچولو سمت او د ماشین خصوصیات.
د ډکوونکو مواد درجه بندي.
د کانکریټي مکعب او سلنډر کانکریټ اچول ،اوبه ورکول او ازمایښت کولو پروسیجر. Effects of concrete cube / cylinder casting, curing and testing procedures:
د سلنډر او مکعب کانکریټ اچولو او پوښلو میتود ددواړو دمقاومت نسبتونه اغیزمنوي.د سخت او غیر سخت قالبونو کارول د هغو مقاومت اغیزمنوي.همدارنګه ددې قالبونو پوښل کولی شي د نمونو مقاومت اغیزمن کړي .دواړو ته د ازمایښت پرمهال اوبه ورکول او ازمایښت کولو لپاره مناسب پروسیجر په پام کې نیول اړین دي څو د کانکریټي مکعب او سلنډر فشاري مقاومت دنسبتونو ترمنځ مناسبه اړیکه له ځانه ولري.که داسې ونه شي نو ترلاسه شوي نسبت به ډیرې نیمګړتیاوې ولري او په ناسم پوهاوی به رامنځ ته کړي.
د نمونې هندسي جوړښت اغیز . . Effects of geometry of specimen
هندسي فکتورونه لکه د نمونې د کانکریټو حجم ،د کانکریټو بڼه او د h/d (لوړوالی پر جانبي اندازې) نسبت د کانکریټي مکعب او سلنډر مقاومت نسبت اغیزمنوي.په لاندې شکلونو کې دلوړوالي /قطر نسبت اغیز د کانکریټ مقاومت نسبت لپاره ښودل شوی .
د کانکریټومقاومت لیول اغیز. Effect of concrete strength level
د کانکریټو نومینال مقاومت ښودل شوی چې د کانکریټي مکعب او سلنډر مقاومت نسبت اغیزمنوي.د Evans په واسطه ترسره شوو څیړنو ښودلې چې دا نسبت د کانکریټو مقاومت په زیاتیدو سره کمیږي.د سلنډر او مکعب مقاومت نسبت له 0.77 تر 0.96 پورې وي چې د کانکریټو دمقاومت لیول پورې اړه لري.داسې چې سلنډر 15cm قطر او 30cm لوړوالی ولري په داسې حال کې چې مکعب نمونه 15cm*15c*15 cmاندازې ولري.په داسې حال کې چې د مکعب مقاومت او سلنډر مقاومت ترمنځ نسبت 1.25 پورې دي .
د باراچولو سمت او د ماشین خواص Direction of loading and machine characteristics
کیدای شي په کانکریټي مکعب نمونه باندې بار په هغه سمت باندې عمود واچول شي په کوم سمت چې کانکریټ اچول شوي په داسې حال کې چې په سلنډر باندې همیش د کانکریټ اچولو په طرف بار اچول کیږي.څرنګه چې کانکریټي مکعب او کانکریټي سلنډر په څو طبقو کې کانکریټ اچول کیږي نو دهغو مقاومت به هم د بار اچولو د سمت په اساس متغیر وي.
د ډکوونکو موادو درجه بندي . Grading of aggregates
په کانکریټو کې د ډکوونکو موادو درجه بندي د هرساختمان او ازمایښت نمونې مقاومت اغیزمنوي.د کانکریټو د فشاري مقاومت په ازمایښت نمونو باندې دا اغیز داړوند نمونو د اندازو سره د ډکوونکو موادو د ذراتو د سایز له امله ډیر زیات وي.په ډیری سټنډرډ ازمایښتونو کې د نمونې د قطر او د ډکوونکو موادو د ترټولو غټ نومینال سایز ترمنځ یو نسبت ټاکل کیږي .یا په بل عبارت د نمونې د قطر او ډکوونکو موادو د قطر ترمنځ یو نسبت ټاکل کیږي چې معمولا دا قطر له 3 تر 4 پورې نیول کیږي.