ژباړه: انجنیر فرید عاطف
10 Factors to Consider when Choosing Windows
کړکۍ کیدای شي ستاسي د کور یو له ډیرو زړه راښکوونکو برخو څخه وي ،کوم چې په پرانستو سره یې د انسان روح تازه کیږي.کړکۍ د روښنايي او تهويې سربیره د مهندسي ښکلا لپاره ورکول کیږي.کړکۍ کوټې ته رڼا ورکوي او دکوټې دننه دیوالونو د وسایل د رنګ په روښانه کولو کې مرسته کوي.د کړکۍ مساحت د همغه ساحې په اقلیمي شرایطو پورې اړه خو په عام ډول د کوټې د فرش د مساحت له 15% تر 25% پورې مساحت ورته په پام کې نیول کیږي.
د کورونو لپآره د کړکۍ په غوره کولو کې باید ډیر اړخونه او غوښتنې په پام کې ونیول شي.وظیفوي غوښتنې معمولا ډیرې مهمې وي .خو بیا هم د هغې سایز،شکل ،ترتیب او مواد د کور په ښکلا خپل اغیز لري.
کله چې کړکۍ غوره کیږي باید لاندې اته فکتورونه په پام کې ونیول شي.
کړکۍ ستاسي کور ته زړه راښکون او یو ډول سبک یا سټیل ورکوي.کړکۍ د کور نسبتا دایمي برخه ده نو باید د غوره کولو پرمهال یې سمه پریکړه وشي.کړکۍ نه یواځې داچې باید ښکلې ښکاره شي همدارنکه باید دهمغه ځای د اقلیمي شرایطو سره برابره دنده مخ ته یوسي .
په بازار کې بیلابیل ډول سوداګریزې او استوګنو کورونو کړکۍ پیداکیږي .نو ترټولو غوره بڼه یې باید اړوند کارولو په پام کې نیولو سره غوره شي.
کله چې د کور لپاره کړکۍ غوره کیږي مهمه داده چې ښه سټایل او ښه کیفیت یې په پام کې ونیول شي،کوم چې ستاسي د کور د اړتیا ،ښکلا او ټاکل شوي لګښت سره سمون ولري.
که چیرې کړکۍ په سمه توګه نصب شي کولی شي د کور د ګرمولو ،سړولو او رڼا لګښت راکم کړي .د کړکۍ دغوره کولو پرمهال باید د سیمي اقلیمي شرایطو ته پام وشي.
په کور کې د کړکۍ د ښه کارکردکۍ لپاره لاندې ټکې په پآم کې ونیول شي.
ډیزاین
قیمت.
ورنټي.
د انرژۍ سپما.
د لمریز تودوخې ترلاسه کولو ضریب.چې معمولا له 0.25 تر 1.25 پورې .
ښکلي ښکاره کیدل.
د باراني او نورو اوبو پروړاندې مقاومت ،د باد بار او هوا نه تیریدل.
د حشراتو د ننوتو خوندیتوب .
د ګرد او غبار،لوګي او اواز عایق والی .
سمندر ته نژدې سیمو کې ، دهغه موادو کړکۍ ولګول شي چې د زنګ په واسطه اغیزمني نه شي نو ځکه باید فولادي چوکات او پلې ونه کارول شي .
د متوسط اقلیمي شرایطو لپاره ،کورته د دننه کیدونکې رڼا مقدار باید په پام کې ونیول شي او همدې ته په پام سره د ښیښې لپاره پریښودل شوې ساحه مالومه شي.
په ګرمو سیمو کې کم اندازه ښیښه او په سړو سیمو کې زیاته اندازه ښیښه ورکول شي څو د لمر تودوخه په اسانه پریدي .
امنیت .کړکۍ باید یوداسې ځای کې پریښودل شي چې کور ته ترې کوم خطر پیښ نه شي ،تاسې که په هرځای کې کور جوړوۍ نو پام مو چې هلته مجرمین او غله هم وي او کړکۍ یو له هغو لاره څخه ده چې مجرمین ترې ګټه اخلي .
د کړکۍ رنګ ،د کړکې لپاره باید داسې مناسب رنګ ورکول شي چې د کوردننه او دباندې سره په ټکر کې نه وي.کړکۍ هم د کور دننه او د کور دباندې رنګونو سره په همغږۍ ورکول شي.
ډیری خلک چې کله کړکۍ پریدي نو هیروي چې هلته به باران وي ،هلته ماشي وي او هلته به د ګرد راننوتو ویره وي .نو دا درې فکتورونه باید ضرور په پام کې ونیول شي.