په بلجیم کې ځينې موټر چلوونکي د خپلو موټرو نمبر پلیټونه په سمه توګه نه پاکوي، خو داسې یو پلېټ چې نه لوستل کېږي، د جریمې وړ دی.
نمبر پلیټ د ټرافیکي قوانینو له مخې د موټر پېژندلو لپاره یو اساسي شرط دی. په همدې پلیټ سره د بلجیم په عامه سرکونو کې ټول موټرونه پېژندل کېږي. د قانون له مخې هېڅ موټر لرونکی وسیله پرته له نمبر پلیټ څخه په سرکونو نشي ګرځېدلی.
په بلجیم کې نمبر پلیټونه د اشخاصو په نامه ثبت او راجستر کېږي. کله چې یو څوک نوی موټر اخلي یا خپل موټر خرڅوي، باید نمبر پلیټ له موټر څخه لېرې کړي، ځکه دا پلیټ د موټر مالکیت څرګندوي.
په بلجیم کې تقریباً ټول موټرونه او ماشین لرونکي وسایط باید یو نمبر پلیټ ولري چې واضح او د لوستلو وړ وي. یوازې یو څو استثناوې شته، لکه بایسکلونه او برقي سکوټران چې سرعت یې له ۲۵ کیلو مترو په ساعت کې کم وي، دوی ته د نمبر پلیټ لرل لازمي نه دي. خو د نورو سړک کاروونکو لپاره یو چټل یا نه لوستل کېدونکی پلیټ یوه جدي قانوني ستونزه جوړولی شي.
د بلجیم د ټرافیک قوانینو له مخې، د وسایطو ټولې برخې، په ځانګړې توګه نمبر پلیټونه، باید په ښه حالت کې وساتل شي. د ټرافیکي خوندیتوب ادارې (AWSR) ټینګار کوي چې موټر چلوونکي اړ دي خپل نمبر پلیټونه تل پاک او د لوستلو وړ وساتي. که یو نمبر پلیټ دومره چټل یا زوړ وي چې نه لوستل کېږي، دا د دویمې درجې سرغړونې په توګه شمېرل کېږي او جریمه پرې لګېږي.
په ټوله بلجیم کې د یو نه لوستل کېدونکي نمبر پلیټ لپاره ۱۱۶ یورو جریمه ټاکل شوې ده. که څه هم دا جریمه لوړه ده، خو د ټرافیکي خوندیتوب او د وسایطو کنټرول لپاره اړینه ګڼل کېږي. نمبر پلیټونه په ځانګړې توګه د ټکر یا سرغړونو په وخت کې د وسایطو پېژندلو لپاره مهم دي، او نه لوستل کېدونکی پلیټ د پولیسو لپاره ستونزې جوړوي.
که یو پلیټ په سمه توګه نه لوستل کېږي، جریمه پرې لازمه ده. خو که یو څوک په قصد سره خپل پلیټ پټ یا لېرې کړي، دا د قانون یوه جدي سرغړونه بلل کېږي او کېدای شي موټر ضبط شي. په بلجیم کې ټول نمبر پلیټونه د کمرو لخوا څارل کېږي، او که کوم موټر بې پلېټه وي، پولیسو ته راپور ورکول کېږي.
د ۲۰۲۰ کال ترهګریزو پېښو وروسته، پولیسو د محکمو څخه اجازه ترلاسه کړه چې په لویو لارو کې نوې تکنالوژۍ سره سمبال کمرې نصب کړي. دا کمرې په اتومات ډول نمبر پلیټونه لولي او مرکزي ډیټابیس سره یې پرتله کوي. دا سیستم په اصل کې د ترهګرۍ او قاچاقچیانو د کنټرول لپاره دی، خو ښايي په راتلونکي کې هغه موټرونه هم په نښه کړي چې نمبر پلیټونه یې نه لوستل کېږي او د پولیسو ځایي مرکزونو ته یې راپور ورکړي.
ښه ده چې له دې وروسته د خپل موټر نمبر پلیټ تل پاک وساتئ.
