لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل
دا د نه منلو وړ ده چې عمر به پورته ځي او پوستکی به بدلون نه مومي.
د پوستکي نرم،شل او ګونځې کېدل د پوستکي د زړتوب نښې دي.د عمر به لوړېدو بوستکی خپل شحم او اوبلن حالت له لاسه ورکوي او ګونځې کیږي.ګونځې کېدل اکثرا د بوستکی د وچوالي په سبب او د خبرو کولو یا د ځینو عادتي حرکاتو په سبب هم رامنځ ته کیږي.د مثال به توګه که حوک د لمر په مقابل کې سترکې راټولوي دا د سترګو راټولول او تنګول د وخت په تېرېدو د سترګو د شاوخوا ګونځو د پیدا کېدو سبب ګرځي.همداډول د خبرو کولو پر مهال ځینې حرکات چې په عادت بدل شي به همغه کرښه ګونخه پیدا کیږي.
– په طبیعي توګه د انسانانو پوستکی د وخت او عمر په تېرېدو بدلون مومي او ځواني یا تازه ګي له لاسه ورکوي خو که کنټرول نشي نو کېدی شي د پوستکي مو له وخته مخکې ژوبل شي، یا تازه ګي ژر له لاسه ورکړي خو که کنټرول شي ،نه یواځې دا چې د زړېدو پروسه به مو کنټرول کړې وي بلکه د اوږدمهال لپارت مو پوستکی تازه او ځوان ساتلی وي.
په ټوله کې هغه مېوې او ترکارۍ چې انتي اکسیدان لرونکې وي،سالمه چربي او معدني مواد ولري او ویټامنونه او ځینې ماسکونه پوستکی ځوان او ځلا دار ساتي او دپوستکي د زر زړتوب مخه نیسي.
مالټه او کینو:-
دا مېوې د ویټامین C څخه غني دي چې د ډېری ناروغیو په مقابل کې د ایمني سیسټم معافیت لوړوي او همدا ډول هر هغه مېوه چې ويټامین سي لرونکې وي د معافیتي سیسټم د پیاوړي کولو تر څنګ پوستکی ځوان ساتي او د کلاژن د تولید یا ډېرېدو سبب ګرځي چې د پوستکي کشش او ارتجاعي حالت ښه ساتي.د دې تر څنګ د آزاد راډیکالونو مخنیوی کوي تر څو حجرو ته ضرر و نه رسوي.
کېوي:-
– کیوي او پوستکی یې سربېره پر دې چې د تیونو د سرطان ضد دي د پوستکي د ګونځو ضد خاصیت هم لري او د قوي انتي اکسیدان لرونکې دي چې پوستکی مقاوم ساتي. همداراز د آزاد راډیکالونو د ټیټیولو سبب ګرځي.
-انار: –
انار زموږ په هېوادکې پرېمانه او کابو ارزانه مېوه ده. انار د ډېرو منرالونو او معدني موادو لرونکې دي او هم فسفر او رایبوفلوین لرونکي دي. انتي اکسیدان ډېر لري او کلاژن تولیدوي.کلاژن د بوستکي ایلاستیکي یا کششي حالت لوړ او مقاوم ساتي.
– هندوانه:-
هندوانه د ماسک او خوراک په دواړو ډولونو کې پوستکي ته ښې اوبه رسوي او پوستکی تازه ساتي.هندوانه د ډېر انتی اکسیدان لرونکې ده او کلاژن ډېروي چې د ګونځو د پیدا کېدو مخنیوی کوي او د پوستکي رنګ روڼ او روښانه ساتي.
-مڼې:-
د پوستکي د ځوان ساتلو او هم د بدن د روغتیا لپاره مڼه اصلي او غني مېوه ده. په ورځنۍ توګه د مڼې منظم خوړل د پوستکي په اوبلن او ځوان ساتلو کې مرسته کوي.
همداراز د مڼې سرکه هم د پوستکي د ځوان ساتلو لپاره ډېر د پام وړ ګټه لري.
-چای:-
شین چای او هر ډول چایونه د انتی اکسیدان په لرلو سره د پوستکي په ځوان ساتلو کې لویه ونډه لري.
شین چای د پلي فینول په نامه مواد لري چې د آزاد راډیکالونو مخنیوی کوی.
-شنه پاڼه لرونکي ترکارۍ:-
ترکارۍ لکه، پالک،چغندر،ګازرې،کرم،کاهو،بروکلي او په مجموع کې هر ډول ترکارۍ بدن ته ګټه لري او تر څنګ یې د زړتوب پروسې ته تأخیر ورکوي او پوستکی ځوان ساتي.
– هر ډول توتان:-
توت د خپلو ټولو ډولونو سره لکه،ځمکنی توت او نور توتان ګټور د ځوان پاتې کېدو خاصیتونه لري.
– کورکمن او هوږه:-
دا دواړه د قوی انتی اکسیدان لرونکې دی چې زړتوب پروسې ته تأخیر ورکوي او هم کورکمن د ماسک په ډول او هم په پخلي کې کارول کیږي خو هوږه په مستو، پخلی او ترکارۍ په خام او پاخه ډول هم کارولی شئ.
ورزش:-
تر ټولو مهم د خوړو د مراعاتولو تر څنګ د منظم ورزش کول پوستکی له اصلی عمر نه هم تاسو ځوان ښکاره کوي.
ورزش نه یواځې تاسو به روحی او جسمي حالت خوښ ، زړه ژواندي او روغ ساتي ،تاسو د اخلاق او خوی په ښه کېدو کې مرسته کوي.شوخ طبعه اخلاق یا په بله اصطلاح د سټرس نلرل او خوښ اوسېدل پخبله د ځوان پاتې کېدو لوی دلیل دی ا ورزش به دې باب درسره مرسته کوي.
مطالعه او ځان بوخت ساتل هم ډېر د ځوان پاتې کېدو لپاره مرسته کوي.
د انګور پوستکی او د انکور دانې:-
انګور خاصتا تور انګور او دانې یې دواړه کولاژن په تولید سره د پوستکي د ځوان ساتلو سبب ګرځي علاوه پر دې انکور د سرطان ضد خاصیت لری.
-حبوبات:-
تول حبوبات د معافیتي سیسټم د لوړولو لپاره ګټور دي او تر څنګ یې پوستکی هم ځوان ساتی او د زر زړېدو مخه نیسي.
-لبنیات:-
لنیات ټول سربېره پر دې چې د کلسیم لرونکي دي او د هډوکو په کلکوالی کې ونډه لري او د ویښتانو د توئېدو مخنیوی کوي د زړتوب پروسه هم شاته غورځوي او د ځوان پاتې مېدو وړتیا لوړوی.
– زنجبیل:-
زنحبیل د زړتوب،میکروبونو او ناروغۍ زیږوونکو عواملو دښمن دی.
-سور رنګه مېوې:-
آلوبالو،شفتالو،ګېلاس،هندوانه،خمکنی توت او داسې نور ټول د پوستکي د ځوان ساتلو ښه کلک ملګري دي.
خوب:-
د ناسم او نامنظم خوب لرل نه یواځې دا چې روحي او ټولنیز حالت تر منفی اغېز لاندې راولي او په خوی خلق بد اغېز اچوي، د پوستکي د زر ژوبلېدو سبب هم ګرځي.
پرمخې پرېوتل هم پوستکی او هم خېټه زر ژوبلوي.
پراړخ پرېوتل او لږ تر لږه ۶-۸ ساعته خوب کول د هر انسان لپاره حتمي اړتیا ده.
غوزان او کبان هم د پوستکي د ځوان ساتلو لپاره خورا مهم خوراکونه دي.