لیکنه: دکتور طاهر منصوري
ژباړه:فیصل جلالي
پور په لغة کې قطع او ترک ته ویل کیږي او د فقهاوو په اصطلاح: یو چا ته مال ورکول چې ګټه ترې پورته کړي او بدل یې ورکړي.
د فقهاوو په نظر پور هغه څه دی چې پور اخیستونکې ترې ګټه پورته کړي، د ټولو فقهاوو په نظر هر هغه پور چې له ځان سره ګټه راوړي حرام ده. لکه احمد پور ورکونکی دی او محمود پور اخیستونکی، محمود له احمد ۱۰۰۰ افغانۍ پور غواړي، احمد ورته ۱۰۰۰ افغانۍ پور ورکړي په دې شرط چې ما ته به بیا ۱۱۰۰ افغانۍ راکوې نو دا ۱۰۰ افغانې احمد ته حرامې دې او ښکاره سود دې او دې پور ته په اسلامي فقه کې ربا الدیون وايي.
بحث په پورتني مثال نه کوو ځکه ټول پوه یو چې حرام کار دی، اصل مسئله دا ده که یو کس بل کس ته پور په دې شرط ورکړي چې پر ما خپلو کور خرڅ کړه نو زه درته قرض در کوم ایا دا قرض او شرط په اسلام کې جواز لري او کنه؟.
قال النبي صلی الله علیه وسلم: کل قرض جر منفعة فهو حرام
ژباړه: هر پور چې ګټه رواړي هغه حرام ده.
د جمهورو فقهاوو په نظر هر هغه پور چې شرط او ګټه په کې راځي جواز نه لري او حرامه ده، خو که زیادت د پور اخیستونکې په خوښه وي او شرط په کې نه وي نو بیا جایز ده.
د حنبلي فقه په مشور کتاب المغني کې لیکلي: کوم پور کې چې زیادت شرط وي په اتفاق د فقهاوو حرامه ده. خو که بغیر د کوم شرط او قید نه زیادت شوی وي نو بیا جایز ده.
المهذب د فقه الاستدلال مشهور کتاب دی، قاضي ابن براج یې لیکوال دی. هغه په خپل کتاب کې د پور په اړه لیکلي: جواز نه لري هغه پور چې ګټه له ځان سره راوړي. لکه: پور درکوم خو کور به پرما خرڅوې. یا پور درکوم خو ما ته به بیا له دې نوې او لږې ډيرې پېسې راکوې. او یا دلته درته پیسې درکوم خو ما ته به یې بیا بیرته په پلانکې ځای کې راکوې، او یاد شوې ځاي ته پیسې انتقالول مشکل وي نو دا هم یو نوع ګټه پورته کول دي نو دا ټولې ګټې ېې حرامې ګڼلي.
د فقه مشور کتاب بدائع الصنائع هم د نبی صلی علیه وسلم حدیث راخيستې ( کل قرض جر منفعة فهو حرام) بدائع الصنائع د دې حدیث په شرحه کې هر هغه پور حرام کړی کوم چې ترې ګټه پورته کیږي. که کوم پور کې شرط نه وي زیادت نو بیا جایز ده ځکه ربا (سود) هغه زیادت ته وایې چې مشروط وي.
له پور اخیستونکي هدیه اخیستل جایزه ده؟
د فقهاوو په اتفاق سره که د پور اخیستونکې او پور ورکونکي تر منځ د پور نه مخکې هم دا عادت وو چې یو بل ته به یې هدیه دورکوله نو په دې حالت کې جایزه ده او که پخوا د دوي ترمنځ د هدې راکړه ورکړه نه وه نو بیا پور ورکونکي ته جایزه نه ده چې د پور اخیستونکې ډالۍ ومني.
روي بخاري في تاریخه عن انس عن النبی صلی الله علیه وسلم قال: «اذا أقرض فلا یأخذ الهدیة»
بخاري د أنس رض نه روایت کوي چې رسول صلی علیه وسلم فرمايي« که قرض مو ورکړ ډالۍ مه اخلۍ»
رسول صلی علیه وسلم په بل حدیث کې فرمايي: «اذا اقرض احدکم قرضا فاهدی الیه او حمله علی دابة فلا برکبها ولا یقبله الا ان یکون جری بینه وبین ذلک.»
ژباړه: که تاسو چا ته قرض ورکړ، که هدیه یې درکوله او یا ېې په سورلۍ کینولې نو مه ېې هدیه اخلۍ او مه ورسره په سورلۍ کینۍ تر هغې که ستاسو ترمنځ پخوا هم دا عادت وو.
د پورتني بحث نچوړ دا دې چې که څوک په پور کې ګټه شرط ګڼې نو ګټه اخیستل یې حرام دي
که ګټه اخیستل په کې شرط نه وي نو جایز ده
او ډالۍ که د پور ورکونکي او اخیستونکې ترمنځ پخوانی عادت وي نو جواز لري او که پخوا دا عمل ددوي ترمنځ نه وي شوي نو بیا جواز نه لري.