ژباړه: حامدالله ستون
د اللهﷻ صفتونه په دومره کچه دي، چې د انسان ذهن یې د شمېرلو توان او ګنجایش نه لري؛ یعنې که چېرې ټول سیندونه د قلم رنګ وګرځي، بیا هم د اللهﷻ د صفاتو په لیکلو کې عاجز پاتې کیږي. د هغه د صفاتو کیفیت زمونږ له تصور څخه په فوق العاده ډول لرې دی؛ یعنې نه شو کولای ذهن ته یې راوړو، چې څه ډول دی، ځکه په ذهن کې چې هر شکل تشکیل شي، مخلوق ورته ویل کیږي. د بشر عقل د هغه د ذات په اړه د تصور ګنجایش نه لري، یوازې دا چې بندګۍ ته یې تسلیم شو او اللهﷻ له خپلو قدرتونو څخه وپېژنو. د اللهﷻ حیات اول او آخر نه لري، د هغه ابتدا او انتها نا معلومه ده، هغه یوازې او واحد دی. له ذرې څخه تر کایناتو پورې ټول هغه موجودات چې په سترګو لیدل کیږي او یا نه لیدل کیږي لکه؛ واړه، اعمال، حواس، افکار، حالات او ټول ثانیه په ثانیه او ذره په ذره د نظم په مسیر کې په پوره خبرتیا او په خپل کنټرول کې لري. ډېر د حیرانۍ ځای دی، چې څه ډول د اللهﷻ نافرماني کیږي، يا څه ډول انسان له هغه څخه انکار کوي؟
هغه داسې څوک دی، چې قهر او عذاب یې په دې نړۍ کې د نوح قوم ډوب کړ. د عاد او ثمود قوم یې د پنبې په څېر تیت او پرک او هلاک کړ. قارون یې په ځمکه کې ننه ایست. فرعون، نمرود، ابو الهب، ابو جهل لکه د نن ورځې حاکمان او جابران چې د باطل په کرښه کې له حق سره مبارزه کوي، په ذلیلانه ډول یې د ځمکې له مخ څخه ورک کړل. هغه داسې څوک دی، چې ته یې له ذرې او قطرې، ناتوانۍ او کمزورۍ او وړوکوالي څخه ځوان، قدرت مند، روغ او ځواکمن کړې. آیا دې ټولو ته نه ګورې!؟ اللهﷻ د ستوني له شا رګ څخه نږدې دی او په توره شپه کې د تورې ډبرې پر سر تور مېږی ویني او د پښو آواز یې اوري، نو له هغه څخه په ځلونو ځلونو وغواړه، چې تاته بښنه او لارښوونه وکړي. کوم څه چې په سینه او تصور کې لرې، په ډېرې آسانۍ سره پرې پوهیږي. داسې حاکم او عادل دی، چې له انسان سره د ذرې ذرې حساب کوي، یعنې په وینا یې ټول ثبت شوي اعمال به ترې یوه ورځ پوښتل کیږي. هغه داسې ورځ ده، چې د بدن غړي به دې په خپل واک کې نه، بلکې ستا د اعمالو شاهدان به ګرځي، چې پنځوس زره کاله اوږدوالی لري. داسې څوک دی، چې په چارو او نظام کې یې په فکر کې د ذرې نقص هم نه راځي. هغه داسې څوک دی، چې یونس علیه السلام یې د کب په سینه کې، ابراهیم علیه السلام یې د نمرود په اور کې، یوسف علیه السلام یې د کنعان په کوهي کې، موسی علیه السلام یې د فرعون په کور کې، اسماعیل علیه السلام یې تر چړې لاندې او محمدﷺ یې له خپل ملګري سره د ثور په غار کې وساتل.
هغه پر ټول عالم باندې غالب دی. لمر، سپوږمۍ، سیارې، ستوري چې په یوه فوق العاده نظام کې په سم ډول په ګردښت کې دي او یوه ثانیه هم توپیر نه کوي، په ساعت کې په ملیونو کیلو متره چټکیا سره په حرکت کې دي، د ستورو او سیارو لرېوالی او نږدېوالی، د ګرمۍ او یخنۍ کچه، د باران را منځ ته کېدل او د شپې او ورځې تبدیلي، د اوړي او ژمي لپاره د ځمکې د ګردښت زاویه، د وښو شنه کېدل، په لرګي کې څو ډوله مېوې، د حیواناتو پیدایښت، د حیواناتو ترسیم او شکل، خزندې، د کوچنیو حشرو د حواسو ژوندي کول، آسماني طبقې او د آسماني ذرو له زیانونو څخه مخنیوی، په ښکلې څېرې سره د انسان پیدایښت، د سترګو پیدایښت، غوږ، ژبه او ټول بدن، د هغه فزیکي او معنوي موجودیت او د انسان د تفکر او منطق ځواک او ټول د هغه د قدرت له کوچنیو نښو څخه دي. هغه داسې څوک دی، چې رحمت او مهرباني یې د مور د مینې اویا برابره ده. داسې څوک چې په دې نړۍ کې یې پر مسلمان او کافر باندې رحم کړی دی. هغه داسې څوک دی، چې له وېرې او لویوالي څخه یې غر، ځمکه، لمر، شاه او ګدا ورته سجده کوي. هغه داسې څوک دی، چې نه وخت شتون درلود او نه ځای، نه کایناتو، نه ځمکې، نه آسمان، نه جنت، نه دوزخ او نه انسان، خلاصه دا چې هېڅ شي شتون نه درلود، مګر یو ځل یې وفرمایل: کن!
یعنې ټول کاینات را منځ ته شول. هغه داسې څوک دی، چې هرڅه له منځه ځي، مګر هغه باقي او بې تغیره دی. ټول هغه څه چې په حرکت یا سکون کې دي، د هغه کوچنی قدرت ورته کافي دی. اللهﷻ فرمايي:
اَفَلا یَِنْظروُنَ إلی الابِلِ کَیفً خُلِقَتْ◌ وَ إلی السَّماءِ کَیفَ رُفِعتْ◌ وَ إلی الجِبالِ کَیفَ نُصِبَتْ◌ وَ إلی الأرْضِ کَیفَ سُطِحَتْ ﴿ الغاشیه: ۱۷ــ ۲۰﴾
ژباړه: « دا خلک یې نه مني، نو آیا دوی اوښانو ته نه ګوري، چې څنګه جوړ شوي دي؟ آسمان ته نه ګوري چې څنګه اوچت ولاړ دی؟ غرونو ته نه ګوري، چې څنګه خښ درول شوي دي؟ او ځمکې ته نه ګوري، چې څنګه غوړول شوې ده؟»
او همدارنګه فرمایلي یې دي:
قُلْ انْظُرُوا ما ذا فی السَّمواتِ وَالأَرضِ و ما تُغْنی الأیاتُ و النُّذُرُ عنْ قَومٍ لا یُؤْمِنُون ﴿ یونس: ۱۰۱﴾
ژباړه: «دوی ته و وایه په ځمکه او آسمانونو کې چې څه دي، هغه په غړېدلو سترګو وګورئ او کوم خلک چې له سره اېمان راوړل نه غواړي، د هغوی لپاره نښانې او اخطارونه څنګه ګټور کېدای شي؟»
داسې کریم دی، چې که چېرې د هغه لطف او کرم نه وي، د دې ټولو نعمتونو پوښتنه وکړي، هېڅوک به د جنت مستحق نه شي. هغه داسې څوک دی، چې دعاوې، اړتیاوې او توبه قبلوي، څومره چې ګنهګار اوسو، اللهﷻ ته رجوع، د لااِله الالله افضل اذکارو ذکر، لمونځ او له قرآن څخه ګټه اخیستنه او په ټول ژوند کې د هغو تطبیق او د اللهﷻ په ځمکه کې د هغو حاکم ګرځول د اعمالو د تلې پله هم په دې او هم په هغې دنیا کې درنوي. هغه داسې ذات دی، چې په هر کار کې یې حکمت نغښتی دی، حتی که چېرې هغه کار زمونږ لپاره ښه هم نه ښکاري، مګر هغه داسې دی، چې مونږ نه پوهیږو. داسې څوک دی، چې ستا هر ښه او بد کار ګوري، مګر د هغه نوم صابر دی او د کار خنډ دې نه ګرځي، مګر ثبت کیږي او له تا سره به یې حساب وکړي او د بښنې لار هم شتون لري. داسې ځواکمن دی، چې کولای شي، ټوله نړۍ د پياز په پوستکي کې ونغاړي او داسې اراده لري، چې هېڅ تېروتنه نه کوي، چې په ځمکه کې د چا روزي پاتې وي او روح یې قبض کړي او د چا چې عمر پوره وي یوه ساه دې زیاته واخلي.
دومره بې نیازه دی، چې که چېرې دې ټولې نړۍ ورته د میاسې د وزر په کچه ارزښت درلودی، کافرانو ته بې یې هېڅکله نه ورکوله. نه د چا عبادت، نه بندګۍ او نه د چا نېکۍ ته اړ دی او نه هم ټولو مخلوقاتو او کایناتو ته. مګر انسان باید پر خپل ځان زړه وسوځوي او د اللهﷻ بندګي او امر ومني، ځکه چې هغه قهار ذات دی. عادل، ظالم او مظلوم به هېڅکله د ده په نزد له بدلې څخه پاتې نه شي. هغه داسې څوک دی، چې یو کس ښه شتمن او ځواکمن کوي او څوک کمزوری کوي، مګر په دواړو کې یې حکمت دی. ازمویل کوي او همدارنګه نعمت یې وېشلی دی. داسې څوک دی، چې د یو چا زړه د اعمالو او عقیدې په نظر داسې روښانه کوي، چې یوه انسان ته په تقوا او ښه والي سره ډېر آسانه دي او د یو چا زړه داسې تنګ او توروي، چې حتی د شهادت کلمه هم په ډېره ستونزه تکراروي.
نو خپل ځواکمن څښتن ته سجده وکړئ، ځکه چې په ناچارۍ سره مو د دنیا روزي پای ته رسیږي.
سبحانکه اللّهم وبحمدک، أشهدا أن لا إله إلاأنت أایتغفرک و أتوب إلیک
ژباړه: یا الله! ته پاک یې او ټول ثنا او ستاینه ستا لپاره دي. ګواهي ورکوم، چې له تا پرته بل حقیقي معبود نشته. له تا څخه بښنه غواړم او ستا لور به ته بېرته در ګرځم.
قد افلح المومنون◌ الذین هم فی صلاتهم خشعون ﴿مؤمنون: ۱ــ ۲﴾
ژباړه: هغو مومنانو بری موندلی دی، چې په خپل لمانځه کې خشوع غوره کوي.