Afghan Tips

AFGHAN TIPS

د بلجیم او اروپا په اړه په پښتو معلومات

پښتو   |   NL   |   EN

کورپاڼه / لیکنې

هغه څوک چې د بلجيم په اړه نه پوهېږي نشنليټي نه ورکول کېږي.


په بلجيم کې د نشنليټي یا تابعیت لپاره آسانه شرایط موجود دي چې له همدې امله هر هغه څوک چې پنځه کاله یې په بلجيم کې ژوند کړی وي، 465 ورځې یې کار کړئ، د قانون ساده کورس یې تعقیب کړی وي او په مروجه ژبه لومړنۍ محاوره وکړای شي، د بلجيم تابعیت ته غوښتنه ورکولای شي.

په دې وروستیو کې ځينې داسې پېښې رپوټ شوي چې ځينې دوهم تابعیت لرونکي بلجيمیان خپله د بلجيم په اړه معلومات نه لري او یا نشي کولای د سيمې په ژبه خبرې وکړي.

اوس په بلجيم کې ځينې سیاسي ګوندونو په دې توافق کړئ او د قانون وړانديز یې کړئ چې لومړی باید ازموینه واخیستل شي بیا کېدای شي د بلجيم نشنليټي یا تابعیت ورکړل شي.

په دې ازموینه کې به بلجيم په اړه معلومات پوښتل کېږي، که چېرې یو څوک ونشي کولای دا پوښتنې ځواب کړي، دوی ته به د بلجيم تابعیت نه ورکول کېږي.

افغان ټپس په پښتو ژبه د بلجيم او اروپا په اړه معلومات خپروي، د خپل چاپېریال څخه د خبراوي په پار یې وڅارئ، ليکنې یې لایک، کمنټ او له خپلو ملګرو سره شریکې کړئ.
په دې ډول تاسې له افغان ټپس څخه ملاتړ کوئ او موږ ته زموږ د کارونو په اړه ډاډ راکوئ.

تاسې څه فکر کوئ؟ د نشنليټي لپاره دا ازموینه به څنګه وي؟ افغان ټپس ته مو په دې اړه سپارښتنه څه ده؟