ژباړه: رحیم الله حبیب زی
کانکریټ په پراخه پیمانه استعمالیدونکي ماده ده چه په کورونو، تجارتي، تفریحي ، ښاري ، استوګنیز ، تعلیمي ، او داسې نورو ودانیو کې يې استعمال ورځ تر بلې ډیریږي. وجه یې دا ده چه ساده، فوق العاده ډول باندې ښه ساختماني ماده ده ترڅو ښایسته او فیشن ډوله تعمیرات رامنځته کړي. که څه هم د کانکریټو استعمال ډیر عام شوي خو بیا هم کم خلک دي چه د کلک ، دوامداره ، لوړ څرنګوالی کانکریټو ډیزاین سره اشنا دي. په عمومي ډول کانکریټ د سمنټو، اوبه او ډکوونکي مواد ( جغل او شګه ) له یو ځای کولو څخه لاسته راځي. که چیرې وغواړو کانکریټ نوره ځانګړتیاوې ولري په د صورت کې ورسره اضافي مواد هم استعمالیږي.
هغه مدني ودانی چې له کانکریټ او فولادي سیخانو نه جوړ شوي وي په نورمال ډول باندې له زنګ وهنې څخه چې د مالګو له اثره منځته راځي ، ښکار کیږي چه په نتیجه کې د ودانیو د نړیدو باعث ګرځي.
دوامداره ساتنه ، مراقبت او رغونه هغه څه دي چه د مدني ودانیو د عمر زیاتولو لپاره اړین شمیرل کیږي.
یو له هغو اضافي یا مخلوطي موادو څخه چه د کانکریټو مقاومت زیاتوي عبارت له فایبر څخه دي. لنډ فایبرونه د مخلوطي مادې په صفت ددې لپاره هم استعمالیږي ترڅو هغه انقباض چه د کانکریټو وچیدو له اثره منځته راځي ، راکم کړي. خمشي سختوالی زیات کړي او په ځیني مواردو کې خمشي مقاومت هم زیاتوي.
پلاستیکي انقباضي درزونه یو له ډیرو عادي مسایلو څخه شمیرل کیږي چه د کانکریټ اچولو پر وخت رامنځته کیږي. که څه هم کوچني درزونه په هر ډول کانکریټو کې ممکن رامنځته شي ، د درزونو شدت همدارنګه شمیر کیدالای شي په زیاته اندازه د فایبر په استعمالولو سره راکمه شي. په عمومي ډول فایبر دوه عمده موخو لپاره کاریږي. 1) د انقباض درزونه کموي او 2) اوسپنیز تقویه د معمولی یا عام شوی سیخانو یا ویلډینګ شوي د سیمونو جال په ځای.
هموار ، سطحی کانکریټ چه سیخان ونلري یوه ماتیدونکی ماده ده چه کششي مقاومت او د شکل بدلون وړتیا یې کمه وي. هغه منقطع فایبرونه چه په مخلتفو شکلونو باندې کانکریټو کې مخلوطیږي، د درزنو د انکشاف مخنیوی کوي او د درز له ایجاد نه ورسته کانکریټو ته ارتجاعي خواص وربخښي.
په سمنټي موادو لکه کانکریټ کې کاریدونکي فایبرونه په مخلتفو طریقو مشخص شوي. د فایبر د موادو په اساس ( طبیعي عضوي: لکه سلولوز) ، طبیعي مینرالي ، لکه اسبتس ، ډبره او وړی. ) د لاس په واسطه جوړ شوي مواد فولاد یا سټیل ، تیتانیوم ، شیشه ، کاربن او پولی میرونه ). د کیمیاوي او فزیکي خواصو له نظره لکه کثافت ، د سطحې ځیږوالی یا نا همواري ، کیمیاوي ثبات ، د سمنټو مخلوط سره د تعامل نه اجرا کول، د اور په مقابل کې مقاومت ) ، میخانیکي خواص : لکه کششي مقاومت ، ارتجاعیت ، الاستیکی یا د ارتجاعیت مودول ، سختی ، تر تخریب پورې غزیدنه او د سطحې سره د سریښ کیدلو خواص.
د فایبر مقطع کیدالای شي هموار، مثلثي ، مربعي، دایروي ، مستطیلي، ذوذنقه ایي او څو ضلعي شکلونه ولري.
د فایبر کارونه یوه اغیزمنه طریقه ده ترڅو سختی ، د ضربی او د پلاستیکي انقباضي درزونو په مقابل کې د کانکریټو مقاومت پورته یوړل شي. ددې لپاره چې د فایبر او کانکریټي مخلوط ترمنځ سریښدنه یا یو ځای کیدنه ښه ترسره شي فایبرونه باید د اوږدوالي په امتداد د سطحې په نا هموارولو یا ځیږولو سره د شکل بدلون ومومي او همدارنګه د میخانیکي بدلون یا د شکل تغیر سطح را ټیټه شي .
د سټیل یا فولادی فایبر اوسپنیز کانکریټ لپاره د موادو تناسب مخلتفې طریقې شتون لري. ددې لپاره چې د کانکریټو مقاومت باندې د فایبرونو تاثیرات و ارزوو ، دری مختلف مخلوطونه ، او دری مختلف فایبرونه استعمال شوي. فولادی یا سټیل فایبر ، د شیشې فایبر ، د کاربن فایبر.
نتیجه:
د فایبر اوسپنیز کانکریټو کارونه په تیرو لسیزو کې د زیاتیدونکي فریکونسی سره ظاهریږي. یعنې بار بار کارول. دلیل یې دا ده چه د هغو سمنټي مرکباتو په نسبت چې اوسپنیز تقویه ونلري په زړه پورې او اغیزمن خصوصیات لري. ځکه نو هغه مشخصې پوهې ته چې د فایبر اوسپنیز کانکریټ ځانګړتیاوې را په ګوته کوي ، اړتیاوې په چټکی سره مخ په زیاتیدو دي.
د فایبر هر ډول (سټیل یا فولاد ، کاربن ، او شیشه) ځان ځان ته خاص وړتیاوې او ځانګړنې لري چې د کانکریټو تقویه کولو لپاره وکارول شي. د سټیل یا فولادو فایبر نسبت کاربن او د شیشې فایبر ته لوړ مقاومت لري.