لیکوال: حمیدالله حمیدي
درنو کانکور ورکوونکو سلامونه! هیله ده د ښوونځي د دورې ازموینې مو په خیر تېرې شوې وي او د هغه چا چې تېرې شوې نه دي، په خیر تېرې شي او په دې سره وکولای شئ د کانکور ورکولو لپاره درته لاره پرانیزئ. لکه څنګه، چې پوهېږئ، د افغانستان ښوونیز سېستم داسې دی، چې له دوولس کلونو ښوونځي لوستلو وروسته له فارغ شویو زده کوونکو څخه کانکور اخیستل کیږي، چې د یوې ځانګړې کتګورئ له مخې د خپلو اخیستو نمرو پر اساس ټاکلې پوهنځۍ ته بریالي کیږي، دغه راز په دې وروستیو کلونو کې د کانکور په ازموینه کې ځینې ستونزې هم را پیدا شوې دي، هغه دا چې یو شمېر زده کوونکي توانیږي په اداري فساد کې د یو شمېر خاصو ښکېلو کړیو په مرسته د بېلا بېلو لار په وسیله د سوالونو کلۍ تر لاسه کړي او په پایله کې د هغه چا حق تر پښو لاندې کړي چې، کلونه یې خپلوموخو ته د رسېد لپاره ستونزې ګاللې دي. د دې لپاره چې، دغه ډول ناوړه کارونه ته مو د پای ټکی اېښی وي او وکولای شئ په خپلو قوي مټو د کانکور ازموینه ورکړئ او د خپلې خوښې وړ پوهنځی ته بریالي شئ، لوړو زده کړو ته مو دوام ورکړئ، په دې لیکنه کې مو در سره ځینې لارښوونې او مشورې شریکې کړې دي هیله ده عمل پرې وکړئ او د بل چا د بې ګټې همکارئ په تمه پاتې نه شئ.
دا چې د کانکور ازموینه ستاسو لپاره یوه برخه لیک ټاکونکې موخه ده نو په اړه یې باید بېغوره پاتې نه شئ او تر وسه وسه مو خپلې هڅه وکړئ، ځکه دغه ډول چانس بیا تاسو ته پلاس نه درځي او که په لاس در هم شي د پام وړ ګټه به ترې پورته نه کړئ، ځکه که خدای مه کړه سږ کال بریالي نه شئ او په دې تمه و اوسئ، چې راتلونکی کال به بیا د کانکور په ازموینه کې برخه واخلم دا مو پر زیان ده، ځکه سږ کال تاسو روحآ او جسمآ د کانکور لپاره تیاری نیولی او زیات څه په په خپل ذهن کې لرئ. داچې تر راتلونکي کال پورې به څه کیږي، او څمره شی به مو پر ذهن کې پاتې وي او تر څمره روهي فشار لاندې به وی یوازې خدای پاک ته معلومه ده.
هر کانکور ورکوونکی په دې لټه کې وي، چې څنګه وکولای شي له ۱۲ کلونو ښوونځي لوستلو وروسته خپلې برخلیک ټاکوونکې موخې ته ورسیږي، پوره هڅه کوي ټولې هغه لارې چارې وکاروي، چې وکولای شي په کانکور کې بریالي شي.
کوښښ وکړئ د ځان لپاره ښه لارښود پیداکړئ:
تر ټوله ښه لاره دا ده، چې عمومي فکر وکړئ. په وړو ښارونو کې د داسې کسانو پیدا کول، چې وکولای شي د کانکور د سوالونو او ځوابونو یا په ټوله کې درته د کانکور د امادګۍ لپاره پوره معلومات درکړي ډیره اسانه خبره ده، خو په لویو ښارونو کې بیا دا کار یو څه ستونزمن دی، کوښښ وکړئ په دې برخه کې له هغه چا څخه مرسته وغواړئ، چې تېر کال یې د کانکور ازموینه تر سره کړې ده، ترې وپوښتئ څمره له خپلو لارښوونکو څخه راضي وو؟ په داسې کورسونو پسې وګرځئ، چې د کانکور د لارښوونې په اړه پکې درس ورکول کیږي، د همدې کورسونه په اړه فکر وکړئ، تېر کال دغه کورسونه څمره توانېدلي وو، چې په لوړه سویه زده کوونکي کانکور ته ور وپېژني؟! داسې کتابونه یا د کانکور لارښودونه درته وټاکئ، چې تر ډیره پکې نوي شیان راغلي وي، ځکه د کانکور سوالونه هر کال توپیر کوي او د سوالونو په بانک کې بدلون راځي. په دې اړه مو د خپلو ښوونځي له ښوونکو وپوښتئ چې، له دې وروسته، په کوم کورس او یا له کوم استاد څخه د خپلو معلومات د زیاتولو لپاره په اړیکه کې شم؟
اوس، چې د تکنالوژئ زمانه ده کولای شئ، د کانکور د لارښود له (سی ډي ګانو) ګټه واخلئ په انټرنېټ کې د کانکور د لارښودونو په اړه ځانګړې پاڼې ولټوئ، له خپلو ذکي ټولګیوالو سره د ورځې په اوږدو کې په همدې اړه خبرې وکړئ او عملي کار وکړئ، چې څه باید وکړئ تر څو د خپلې خوښې وړ پوهنځۍ ته بریالي شئ.
۱- تر هغه، چې د کانکور ورځ مو را رسیږي باید لږ تر لږه ۵ آزمویښتي کانکورنه ورکړئ او په دې اړه بېلا بېلاې پوښتنې ځواب کړئ، تر څو په پوره ډول د اصلي کانکور لپاره اماده وی.
۲- په دې باید پوه شئ، چې کانکور یو ډول چانس دی نه مسابقه، خپلې وړتیا ته په کتو مو درته پوهنځی وټاکئ، دې ته مه ګورئ چې، فلاني د ځان لپاره طب و ټاکه، زه هم باید داسې وکړم، څه مو، چې په توان پوره دي هغه څه درته وټاکئ. پر ځان پوره باور ولرئ، هېڅ کله هم په خپل ځان باور له لاسه مه ورکوئ، دا چې تر ډیره د کانکور ازموینه په افغاستان کې د ژمي په موسم کې راځي، پوره هڅه وکړئ ګرمې جامې واغوندئ او په جېب کې درسره د خوراک لپاره یو څه ولرئ د بېلګې په توګه: چاکلېټ، که کو او یا هم دې ته ورته بل څه. پر خپل نفس اعتماد پوره در سره مرسته کولای شي. چې د کانکور پر مهال خپل فکري توازن وساتئ. سهار وختي، چې کله د کانکور ورکولو ځای ته ځئ، د هغه چا چې مور او پلار ژوندي دي، د خدای شکر و باسئ او د دعا غوښتنه ترې وکړئ، او هغه، چاته یې، چې مور او پلار عمر بښلي د لمانځه پر وخت ورته دعا وکړئ او له خدای پاک څخه مرسته و غواړئ، ځګه په ځلونو خدای پاک د مور او پلار په نسبت پر خپلو بندګانو مهربانه دی.
ستاسو د بريا په هیله!
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي پوهېږئ، څه چې له جنګ څخه ډېر[...]
که غواړئ چې یو ښه ویناوال شی، نو تمرين درسره[...]
د غاښونو لپاره کیفیت لرونکي او مناسب کرېم د غاښونو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی