• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

هغوی چې د هر څه په اړه معلومات لري، ورسره ملګري شئ!

Home ژباړههغوی چې د هر څه په اړه معلومات لري، ورسره ملګري شئ!
هغوی چې د هر څه په اړه معلومات لري، ورسره ملګري شئ!

هغوی چې د هر څه په اړه معلومات لري، ورسره ملګري شئ!

لیکنه: ریچارد ټمپلر

ژباړه : ذبیح الله رحیمزی

د مدریت نهه څلوېښتم قانون:

((هېڅ دليل نشته، چې له دې حقيقت څخه سترګې پټې کړئ، چې ځينې وګړي يو بل پېژني او له دې پېژندنې او اړيکو د خپل کار د پراختيا په برخه کې ګټه پورته کوي.))
ابی
تل په یاد لرئ، چې په کار او سوداګرۍ کې ځانګړي وګړي وپېژنئ. داسې وګړي شته، چې د کار په سیمه کې د هغوی شتون ګټور وي. نو په همدې اساس باید له هغوی سره واوسئ او دا اوسېدل ادب، نزاکت او ارامتیا ته اړتیا لري. په تېر کې مې له یو مدیر سره کار کاوه، چې تل یې یو تن خپل څنګ کې له ځان سره لري. او دا هغه تن و، چې د کار کوونکو سره په اړیکه کې وه او د دې اړتیا نه وه، چې رئیس دا کارونه ترسره کړي. موږ ټولو هغه په مستعار نوم یاداوه، هغو کسانو چې هغه له رئيس سره ډېر نېږدې و. ما یو ځل هغه په اصلي نوم، چې رئیس هم په دې نوم یاداوه غږ کړ، هغه ماته په قهر راوکاته؛ خو رئيس فکر وکړ، چې زه هم د هغوی ډلې یا کړۍ ته ننوتی یم او ځينې ځینې کارونه به یې ماته سپارل، چې زما له کارونو پورته و.
رئيس فکر کاوه، هغه سړي زه منلی یم او هغه سړي بیا فکر کاوه، چې رئيس زه منلی یم او ما له دې حالته ګټه پورته کوله.
ډېری وګړي، فکر کوي چې:
۱. یا د کار پخوانی سيستم له منځه تللی.
۲. یا هم تراوسه له منځه نه دی تللې او باید چې شتون ولري.
۳. یا هم له منځه تللی او باید نوې تګلاره د هغه ځای ونیسي.
۴. یا هم د وګړو هوښیارتیا بسنه کوي او تل له ځانه ښودنه کوي.
شاید ځينې د پورته ټکو درست وي، خو د کار پخوانی سيستم به هېڅ کله له منځه ولاړ نشي، ځکه هغوی چې د دې تګلارې او چلند سره اشنا دی، تراوسه په کار بوخت دي او هغه ځای اداره کوي.
شاید دا ځای ښوونځی ونه اوسي، کېداى شي یو استوګن ځای یا هم یوه خیریه موسسه او ان پوهنتون، کورنۍ یا هم پخواني ځایونه، پخواني دوستان او داسې نور… .
هغه کسان، چې د دې سيستم سره بلدتیا لري، غواړي هغه وګړي پر ځان راټول کړي، چې د دې سيستم سره اشنا وي: له هغوی سره صمیمي او ملګري واوسئ، کېداى شي یو له هغوی څخه په یوه برخه کې معلومات او پوهه ولري.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

خپل مدیریت – د مدیریت سل قوانین

خپل مدیریت – د مدیریت سل قوانین

Sep 10, 2015

لیکوال: ریچارد تمپلر ژباړن: ذبیح الله رحیمزی موږ په لازمي[...]

له خپل کار څخه خوند واخلئ!( د مدریت ۳۷ قانون)

له خپل کار څخه خوند واخلئ!( د مدریت ۳۷ قانون)

Jun 3, 2016

لیکنه: ریچارد ټمپلر ژباړه : ذبیح الله رحیمزی ((هر څومره[...]

نهم او لسم قانون

نهم او لسم قانون

Sep 27, 2015

 لیکوال: ریچارد ټمپلر ژباړن: ذبیح الله رحیمزی نهم قانون: کارونه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022