راپور: د هلمند مدني ټولنه
د هلمند مدني ټولنې مسؤلين وايي، د دوه مياشتنۍ څارنې وروسته به هلمند کې د فېس بوک غوره کاروونکی خلکو ته ور وپېژني، ستاينليک او مډال به ورکړي.
په دې اړه نن د هلمند ژوندون راډيو تلوېزيون په انګړې کې مالوماتي غونډه جوړه شوې وه.
د هلمند مدني ټولنې غړيو او بېلابېلو ځوانانو د فېس بوک د غوره کارونې لپاره وړانديزونه وکړل او په دې برخه کې يې د ځوانانو روزنې لپاره مشورې هم شريکې کړې.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وويل، په افغاني ټولنه کې ډېر ځله فېس بوک د منفي کار لپاره کارول کېږي.
نوموړی وايي، له دې سروې څخه يې هدف د فېس بوک د ښې کارونې لپاره د ځوانانو هڅول دي.
د دغې ټولنې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون مشر آغا محمد قريشي وويل، هلمند مدني ټولنه به د دوه مياشتنۍ څارنې وروسته چې د شل کسيز کمېسيون لخوا به ترسره کېږي د فېس بوک غوره کار کوونکی معرفي کوي.
نوموړی وايي، د فېس بوک غوره کاروونکي لومړۍ، دويم او درېيم مقام لرونکو ته به اېوارډونه او ستاينليکونه هم ورکړي.
د زابل يو تن مدني فعال زلمي وطن په خپلو خبرو کې ټولنيزې شبکې د اړيکو جوړولو او د ټولنې د جوړښت لپاره ښه وسيله ياده کړه.
نوموړی وايي، هڅه به وکړي چې زابلي ځوانان د هلمند او د هېواد د نورو ځوانانو سره د فېس بوک له لارې ښه او غوره مالومات شريک کړي.
د هلمند د قومونو او قبايلو چارو رئيس احمد نويد نظري، له هلمند مدني ټولنې مننه وکړه چې مثبت لور ته د ځوانانو هڅولو لپاره ياده پروسه په لاره اچوي.
نوموړي د فېس بوک د ښې کارونې وړانديز هم وکړ چې بايد په دې اړه يو روزنيز پروګرام جوړ شي.
د هلمند د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر زين الله ستانکزي او د هلمند راډيو تلوېزيون مرستيال جواد داوري په خپلو خبرو کې فېس بوک د فکر جوړولو لپاره ښه رسنۍ ياده کړه.
دوی وويل، د ملي ګټو د دفاع او د خپلو دردونو او ستونزو د وړاندې کولو لپاره دا تر ټولو غوره رسنۍ ده.
د يادونې ده چې فېس بوک په نوره نړۍ کې غوره او باوري رسنۍ ګڼل کېږي، خو په افغاني ټولنه کې د ناسم پوهاوي او د پوهې د کچې ټيټوالي له امله تر ډېره په منفي توګه کارول کېږي.
ځوانان وايي، دغه ډول پروسې او روزنيز پروګرامونه به تر ډېره د فېس بوک د غوره کارونې په برخه کې ګټور تمام شي.