لیکنه: بصيرالحق عادل
مسؤلينو وويل هدف يې د خوښۍ په ورځو کې د دغه ډول ادبي بنډارونو جوړول ملي يووالی او د هغه دود ماتول دي چې فقط په ځانګړي نوموم په کال کې يو وار مشاعره جوړيږي.
هلمند مدني ټولنې تر دې مخکې هم ځوانانو ته يوه ځانګړې مشاعره جوړه کړې وه.
ياده مشاعره چې د اختر په شپږمه ورځ د هلمند په زړه لښکرګاه کې جوړه شوه، کوربه توب يې هلمند ولايتي شورا او هلمند مدني ټولنې کاوه چې د دولتي او نا دولتي مسؤلينو سربېره ګڼ شمېر شاعرانو، ليکوالو، مدني فعالانو او د پوهنتون استادانو برخه پکې اخيستې وه.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد چې د غونډې پېلنۍ وينا يې وکړه مېلمنو ته د هر کلي ترڅنګ د مشاعرو او ادبي بنډارونو پر ارزښت خبرې وکړې.
هغه دغه ډول مشاعرې جوړول د ملي يووالي لپاره مهمې وبللې او ويې ويل چې يوازې په ځانګړيو نومونو چې د هېواد په څو ولايتونو کې مشاعرې جوړيږي، د ځوانانو ادبي تنده نه خړوبوي نو ځکه بايد د خوښۍ په ورځو کې هم د ځوانانو د راټولېدو لپاره د مشاعرو او نورو ادبي بنډارونو جوړول د يو ځای والي ښه پلمه ده.
د هلمند ولايتي شورا مشر حاجي محمد کريم اتل سره له دې چې د ځوانانو پر يووالي يې ټينګار وکړ ويې ويل موخه يې هم د دغه ډول مشاعرو د ځوانانو ترمنځ همغږي او د دوی د فکرونو تبادله ده.
د ولايتي شورا مشر ژمنه وکړه چې د ځوانانو د يووالي لپاره به تر خپله وسه مرسته او همکاري کوي.
ورپسې مشاعره پيل شوه چې شاعرانو په خپلو شعرونو کې د سولې، يووالي او ورورلۍ پېغامونه ورکړل او په هېواد کې يې د وروروژنې او وينې تويونې د مخنيوي غوښتنې وکړې.
دا مشاعره چې د ملي راټولېدنې په هدف جوړه شوې وه، د پښتنو شاعرانو ترڅنګ هلمند کې ميشت اهل هنودو، اهل تشيوع، ازبکو، تاجکو او د نورو ژبو ويونکو هم برخه پکې اخيستي وه او په خپله مورنۍ ژبه يې شعرونه وويل.
نږدې دوه نيمې مياشتې وړاندې هم هلمند مدني ټولنې دې ورته د يوې بلې مشاعرې کوربتوب کاوه چې د لښکرګاه يوه ارامه شپه يې د مينې په نغمو نا ارامه کړه او د شاعرانو د زړه ناويلو خبرو ته شپې خپله چوپتيا ماته کړه.