همایون بلال د انجینر یارمحمد زوی، د لغمان ولایت د مرکز مهترلام بابا اوسېدونکی. په ۱۹۸۹ ز کال د هجرت پر مهال په پیښور کې زېږیدلی یم. لومړنۍ زده کړې مې په پېښور کې ترسره کړې او په ۲۰۰۴ کال د کوزې پښتونخوا د حضرت قیس بن سعد رضی الله عنه له عالي لیسې څخه فارغ شوی یم. په ۲۰۰۵ ز کال کې د کانکور په ازموینه کې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بریالی شوم. په ۲۰۱۱ ز کال کې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي د حیواني علومو له څانګې فارغ شوی یم. له زده کړو سره ترڅنګ مې په ۲۰۱۰ ز کال کې په ننګرهار کې له اباسین راډيو سره د ویاند په توګه دنده ترسره کړې ده. همدا راز په ۲۰۱۴ز کال کې مې په ننګرهار کې په (طلوع افغان انسټیټیوټ) کې د انګلیسي ژبې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې. اوسمهال په ننګرهار کې له (نوي شاهین انسټیټیوټ) سره د ښوونکي په توګه بوخت یم او له دوو کلونو راهیسې په ننګرهار کې (د سپین غر چرګوړو پالونکو) ټولنې سره د منیجرپه توګه هم دنده ترسره کوم.
You also might be interested in
انجينير عمران خان هدايت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ په برخه[...]
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
ډاکټر شیرشاه بسیال ناظري Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی