لیکنه: مصطفی نور
په خپله شاوخوا کې به له ډېرو داسې خلکو سره مخ کېږو، چې له ستونزو ګیلې کوي، خپه وي او د یو څه یا چا د لاسه ورکولو ډېر اندېښمن کړي وي. دا خلک د خپل زړه د بار سپکولو لپاره یو ښه ملګري ته اړتیا لري، چې خپل غمونه، ستونزې او خپګانونه ورسره شریک کړي. موږ د ښه ملګري په توګه له دوی سره یا همدردي کوو یا هم همدلي.
همدردي او همدلي دواړې متضادې کليمې دي او یو بل سره ډېر توپیر لري. همدلي د اړیکو د لاټينګښت سبب کېږي؛ خو همدردي ښآيي اړیکي له منځه یوسي.
همدلي څلور اصلي ځانګړتیاوې لري:
۱. ځان د مقابل لوري په ځای ګڼل او د هغوی په خبرو ځان پوهول.
۲. زر تر زره قضاوت نه کول. څوک چې له چاسره همدلي کوي، د هغوی خبرو ته غوږ اېږدي او د زر قضاوت پرېکړه نه کوي لکه: « پوهېږم ډېره سخته ده»
۳. د مقابل لوري د احساساتو پېژندل لکه: غم، خپګان، اندېښنه او …
۴. په خپل ځان کې د هغه احساسات حس کول.
بد احساس داسې څه دی لکه کوم څوک، چې په لویه کنده کې لوېدلي وي، له هغې ځایه چيغې وهي «زه دلته بند پاتې یم، دا ځای ډېر تیاره دی؛ نور زغم نه لرم» دلته همدلي یعنې زه هم ورښکته کېږم او ورته وایم: زه د په حالت پوهېدای شم، درسره یم، ته یوازې نه یې او له هغې کندې یې راوباسم؛ خو همدردي یعنې زه درځم درته وایم: څه خبره ده؟ اوهو، خیر څوک به د راوباسي زه هم یو وخت داسې ځای کې ګير پاتې وم. دلته زه هڅه کوم چې تا له کندې راوباسم؛ خو تاته دا احساس درکولی شم، چې مرسته درسره کوم، بلکې ستا امید او هیله هم دروژنم او له دې څخه وېرېږم، چې ستا احساس په ځان کې حس کړم؛ نو د همدې لپآره د نصیحت بڼه غوره کوم او د زړه تسکین لپاره د ( لږ تر لږه ) او د همدې په څېر نورو کليمو څخه کار اخلم. مثلاٌ: یوه مور خپل اولاد له لاسه ورکوي او زه د دې لپاره چې ورسره مرسته وکړم ورته وایم: خیر لږ تر لږه کېدای شي بل اولاد وزيږوې. یا یې د کوم چا زوی له پوهنتون یا ښوونځۍ ایستلی او زه د زړه د تسکین لپاره ورته وایم: خیر دی، لږ تر لږه لور د اوس هم درس وايي. دلته موږ د مقابل لوري د ستونزو د اورېدو په ځای د حالت د ښه کولو لپاره د یو څه ویلو هڅه کوو؛ خو څوک چې خپلې ستونزې له موږ سره شریک کوي، غواړي دا رنګه خبرې واوري: نه پوهېږم څه درته ووایم؛ خوشاله یم چې په اړه یې د راته وویل. ځکه ښايي په هغه شيبه کې د دې امکان ډېر کم وي، چې د یو څه په ویلو یې حالت ښه کړو. هغه څه چې په هغه وخت کې وضعیت ښه کولی شي، حل لاره نه بلکې د حسي اړیکې ټينګول دي.
نو همدلي یوه ستونزمنه ټاکنه ده؛ ځکه د نورو د احساساتو سره د اړیکو نویو لپاره باید باید د هغوی احساس په ځان کې حس کړو، د ( لږ تر لږه ) او داسې نورې کليمې د بل وخت لپاره وساتو او د همدردۍ په ځای همدلي زده کړو.
You also might be interested in
لیکنه: الهام الله بابر ځان پیژندنه په ځان کې غښتلې[...]
ژباړه :مصطفی ساپی دیو ښه کتاب لوستل کولای شي چې[...]
ژباړه: پوهیالی حسن خان درمل ۱ – د کورنۍ د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی