لیکنه: مصدق اکرم اسحق زی
ننګرهار چې همیشه بهار ورته ډير خلک وایې ځکه ننګرهار ولایت په هر موسم کې معتدله او پاکه هوا لري ښکلي ځنګلونه ښکلي ګلان،شنه باغونه چې ډېر شهرت لرونکي یې نارنجان دي، ددغه ولایت ښکلا ګانې زمونږ د هیواد ملي او سیمه ایز شاعران،لیکوالان په خپلو لیکنو او شعرونو کې د یاده نه دي ویستې او نه به یې هم له یاده وباسي، همېشه بهار ته د علم، ادب، فرهنګ زانګو هم وایي، دغه ولایت تاریخي ځایونه هم لري لکه باغ امیر شهید چې د هېواد استقلال اخیستونکې ملي شخصیت امیر امان الله خان، پلار یې امیر حبیب الله خان او ښځه یې ملکه ثریا خښښه ده نو ځکه ورته امیر شهید باغ وایې، دغه د امیر حبیب الله خان لخوا جوړ شوی و او په سراج الامارت باغ یې ونوموه، د هډې موزیم، د خان غفار خان مقبره، او داسې نور په زر هاو ځایونه شته چې مونږ پر همدې بسنه کوو.
ننګرهار همېشه بهار چې په دې وختونو کې ورته د همیشه بهار پر ځاې د لوګو ښار ویل کیږې،خلک ډیر خواشیني دي ځکه ننګرهار د عزت ښکلا او ښایست پاکه هوا ور بښلې وه خو په ننګرهار ولایت کې د زړو ګاډو، د خښښتو په بټیو کې د ټایرونو او پلاستیکي موادو سوزول،په ښارونو کې بیا د خلکو د زیاتوالي سره سره خلک د ریکشو په زیاتوالي اندښمند دي او خلک د ریکشو او دده څخه وتونکي مردار لوګي څخه چې د ننګرهار ولایت ښاري اوسیدونکو ته په سلو کې ( % ۶۰ ) شپیته سلنه د نفس تنګۍ او د زړه ناروغۍ پیدا کړي او ددې ترڅنګ په ښار کې د ترافیکي قوانینو خلاف تګ او راتګ کوي، او د انسانو د ژوند هيڅ پروا ورسره نه وي د تیز تګ له کبله، دغه ریکشا ګاني د پاکستان هیواد څخه افغانستان ته د داوود خان د حکومت څخه مخکې انتقال شوي چې د حامد کرزی د واکمني په وخت کې د ریکشو په شمېر کې د حد څخه زیاتډیروالی راغی، د جلال اباد ښار اوسیدونکو په غوښتنه د ننګرهار پخواني والي ګل اغا شیرزي لخوا یو ځل په دغه ریکشو بندیز ولګېده خو د ننګرهار ولایت وکیل حاجی ظاهر قدیر له لوري دغه اقدام ته په منفي توګه ځواب ورکړل شو، او دا چې ددغه اشخاصو شمېر د حد څخه ډیر و او دي نو د حاجی ظاهر ملاتړ یې وکړ او حاجی ظاهر قدیر ورته په ښار کې د ازاد ګرځېدلو زمینه برابره کړه، ددغې ترڅنګ په اوس وخت کې زمونږ د خپل هېواد تولید درې ټایره زرنجونو، درې ټاېره اشترنګي موټرونه چې د هیواد دننه او د هیواد څخه بهر دغه لاسته راوړنه ستاېل شوې خو بیا هم زمونږ په هېواد کې داسې اشخاص هم شته چې د خپل داخلي او ملي ګټو څخه د نورو کمزوره تولید ته د ودي او پرمختګ زمینه برابروي.
زمونږ د هېواد اشترڼګي موټرونه د پاکستاني ریکشو نه ښایسته پراخه په مزل کولو کې انسان ډیر د ارمتیا او نه استړیا احساس کوي،لوګی نه کوي د خرابېدو چانس یې کم وي قیمت یې مناسب دي د هیواد قانوني اسنادونو په لرلو سره خرڅېږي.
همداسې زمونږ د هېواد یو بله لاسته راوړنه زرنجونه چې د باغدارانو،ځمکه والو، هټې والو کسب ګرو په کارونو کې د خلکو په انتقال کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي،چې په دغه زرنجونه باندې د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې ترې کار اخیستل کېږي چې بېلګې یې ننګرهار،قندهار،هلمند،اروزګان،
راځئ ګرانو هېواد والو د خپل هېواد د تولیداتو څخه ګټه پورته کړو، او خپل تولیداتو ته په نړېوال بازار کې ځای پیدا کړو.
You also might be interested in
لیکنه: مصدق اکرم اسحق زی د داخلي سیاست او بهرني[...]
لیکنه:مصدق اکرم اسحق زی دا چی سیاست علم دی که[...]
لیکنه: مصدق اکرم ( اسحق زی ) ځوانان په حقیقت[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی